د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد د روحانینو او اهل تصوف په غونډه کې ګډون او وینا وکړه. دا غونډه چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوه جمهوررئیس په ټولنه کې د روحانیت د رول په اړه وویل، د هېواد درې واړه ملي ژبې له تصوف او روحانیت څخه په ژور ډول متاثره شوې دي، دغه راز زموږ په فرهنګ او اسلامي عقیده کې کلام ستر رول لري او اسلام لومړنی تمدن و چې کلام یې کمال ته ورسولو.
جمهوررئیس د انسان او کائناتو د پېژندنې په اړه وویل، د اسلام مبین دین د کائناتو د پېژندنې دین دی او د کائناتو ټول رمزونه په قران شریف او زموږ په عرفاني او شرعي طریقو کې دي. هغه زیاته کړه، د دې واضح اړتیا ده چې موږ انسان د مخلوق په توګه وپېژنو او د انسانانو ترمنځ اړیکې په ژور ډول درک کړو. جمهوررئیس غني په ټینګار سره چې د شریعت او طریقت ترمنځ هیڅ ډول تضاد شتون نه لري وویل، طریقت او شریعت له یوه بل سره تړاو لري او دا د معرفت او حقیقت لار پرانېزي.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، بهرنیان طریقت نشي تشریح کولای، له عارفانو او صوفیانو مو تمه دا ده چې زموږ په خپله ژبه طریقت بیان او تشریح کړي. جمهوررئیس طریقت په ټولنه کې د وصل وسیله وبلله وې ویل، طریقت ژبې، قوم، سیمې، ولایت او هېواد پورې محدود نه دی، بلکې طریقت هغه ډول چې کائنات تشریح کوي انسانان یې هم له یوه بل سره وصل کړي دي. هغه زیاته کړه، موږ نن د وصل په موخه راغلي یوو، زموږ او زموږ د ټولنې د اساسي وصل په موخه.
جمهوررئیس غني د ننني افراطیت یو لامل له اصل څخه بېلارېتوب وباله وې ویل: موږ باید خپل ځان وپېژنو او ترڅو چې مو خپل ځان نه وي پېژندلی، خپل تاریخ او اسلامي تمدن نشو پېژندلی. د هېواد جمهوررئیس وویل، د صوفیانو طریقو هیڅکله هم ژوند ته شا نه ده اړولې. هغه کسان چې فکر کوي تصوف انزوا ده، تېروتنه کوي.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د دې هېواد پانګه باید کمه ونه ګڼل شي، بهرنیانو تل زموږ په معنوي پانګه کې تېروتنه کړې ده، خو دا معنوي پانګه وه چې تل زموږ د خلاصي لامل ګرځېدلې. جمهوررئیس له یادو روحانیونو وغوښتل، د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د نوي جوړ شوي معینیت دندې تعیین کړي، او له یوه واضح لست سره دې راشي چې پر شرایطو د برابرو کسانو له منځ څخه یې مسوولین انتصاب شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس وویل، راتلونکي کال کې به د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلېزې پر نمانځلو سربېره د دري ادبیاتو زریزه هم ونمنانځل شي او په دې برخه کې به د صوفیانو عمده متنونه هم چاپ شي. هغه زیاته کړه، د تصوف د تاریخ په اړه به غوره څېړنیزو کتابونو او مقالو ته، علمي جایزې ورکول کېږي. هغه دغه راز وویل، د ملي تلویزیون په دویم چینل کې به د هېواد د روحانیونو او تصوف خاوندانو ته یوه برخه ځانګړې کېږي او دغه راز به د هېواد د تاریخي او عمده خانقاو د پېژندنې او ترمیم په برخه کې اقدام کېږي.
په دې غونډه کې مولوي بشیر احمد نثار نقشبندي د تاریخ په اوږدو کې د عارفانو د سیاسي دریځ په اړه خبرې وکړې وې ویل، د مشایخو او طریقت پیروانو دنده، حق ته د خلکو بلل دي او عارفان تل د ټولنې مصلحین وو. لطف الله حق پرست د فرد او ټولنې د فکر په اصلاح کولو کې د تصوف د رول په اړه خبرې وکړې او د قادریه، چشتیه، نقشبندیه او سهروردیه طریقو د پیروانو په حضور کې د دې غونډې د جوړولو په خاطر مننه وکړه.
دغه راز مفتي سیدمحمد بلال سفیر، استاد حیدر حمید او مفتي عبدالرحمن رحماني د تصوف او په اسلامي ټولنه کې د هغې د رول او په هېواد کې د علماو، روحانینو او اهل تصوف پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې. په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په چوکاټ کې د اسلامي عرفان او د دیني اماکنو د چارو د انسجام د نوي معینیت د ایجاد په اړه د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوررئیس حکم هم ولوست.