تاند- د اسلامي همکارۍ ټولنې (OIC) سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمد الثامین د افغانستان د سې شنبې د ورځې تروریستي او انتحاري حملې وغندلې.
د اسلامي همکارۍ ټولنې سکرترجنرال، چې دفتر یې د سعودي عربستان په جده کې دی، په ځانګړي ډول د ګردېز تروریستي بریدونه په کلکه غندلي دي.
د اسلامي همکارۍ ټولنې سکرتر جنرال په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ماشومانو، ښځو، ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو پر شهادت د هغوی له کورنیو او د افغانستان له حکومت سره خواخوږي څرګندوي او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو دعا کوي.
د اسلامي همکارۍ ټولنې سکرتر جنرال همداراز ویلي چې په دې ستر غم او مصیبت کې له افغانستان سره د تروریزم او افراطیت پر ضد په جګړه کې خپل پیوستون اعلانوي.
د وروستیو راپورونو پر اساس د سې شنبې د ورځې په تروریستي بریدونو کې ۷۳ تنه افغان ملکیان او نظامیان شهیدان شول.
تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې واوښته.
د وروستیو معلوماتو له مخې د پکتیا په حملو کې چې امنیه قومانداني، د پولیسو روزنیز مرکز، د پاسپورت دفتر او د نجونو لیلیه پکې په نخښه شول، لږترلږه ۴۱ تنه شهیدان شوي او تر ۱۶۰ ډېر نور ژوبل دي. اکثره ټپیان د پوهنتون د ۱۵ تجونو محصلانو په شمول ملکي وګړي دي.
په وژل شویو کې د پکتیا امنیه قوماندان توریالی ابدیاني هم شامل دی.
د طالبانو تروریستي ډلې ادعا کړې چې ۲۷۷ افغانان یې وژلي دي.