جهاد یو سپېڅلی دیني ارزښت دی چې مفهوم یې تر جګړې ډېر عام، ژور او سوله ییز دی، خو په معاصر اسلامي تاریخ کې چې مسلمانانو د جهاد په نامه له مذهبي فساد څخه څومره ضرر لیدلی، له هیڅ کومې خارجي یا کورنۍ توطیې یې نه دی لیدلی. جهاد لومړی د انګرېز استعمار لخوا په اسلامي نړۍ کې د نظامونو او نظم د ننګولو لپاره وکارول شو.
د اسلامي نړۍ په هر سر کې چې کوم هېواد لږ څه د پرمختګ او سړیتوب سر را پورته کړ، هلته د استعماري ځواکونو روزلیو اشخاصو د جهاد توغ پورته او د هغه قوم د پرمختګ هیله له خاورو سره خاورې کړه. په افغانستان کې د امیرامان الله خان دوره یواځېنۍ داسې تاریخي دوره ده چې د افغانستان د تولیداتو او مصرف بېلانس پکې راغی، او افغانستان له خارجي مرستې پر ځان بسیا شو. د امیرامان الله خان د حکومت په دوران کې په افغانستان کې د انسانانو پېر او پلور منع شو، او د ښوونځیو تعداد تقریباً د کرزي د دوران د ښوونځیو برابر و. افغانستان ته لومړی راډیو سټېشن، لومړی رېل ګاډی، او د ګڼو نورو شیانو لومړی راتګ له هماغه وخته پیل شو. تر ټولو مهمه دا چې تر ترکیې را ایسته د اسلامي نړۍ لومړی منظم پوځ د انګرېز مقابلې ته ور ووت، او انګرېز یې له خپلو الوتکیو او پرمختللیو وسلو او وسیلو سره په څو سنګرونو کې مات کړ. افغانستان د وسلې فعالې کارخانې درلودې او که هماغو صنعتونو دوام کړی وای نو اوس به زموږ د هېواد جوړو وسلو د ایم فور او کلاشینکوف سیالي کولای.
لنډه دا چې د افغانستان د ملي عروج دغه فرصت استعمار د جهاد په نامه د معاصر فساد په وسیله له خاورو سره خاورې کړ. د افغانستان روښانه قشر د سقاو په نامه د کلیو د لنډه غرو لخوا فرار کړای شو او د علم، ریاضي، فزیک، ښځینه تعلیم او د عصریتوب د هر ډول فکر پر خلاف د دین په نامه دښمنۍ زور او رسمیت واخیست.
تر دې وروسته انګرېزانو د دې جهاد له ملاتړه په دې شرط لاس واخیست چې د دوی جاسوس حضرتان، پیران، او د دوی تر نامستقیمې حمایې لاندې مدرسې به له امتیازاتو سره ساتل کېږي او په حکومتونو کې به سهم ورکول کېږي. شاهي کورنۍ له هماغه وخته د استعمار له غوښتنې سره په مطابقت کې د پیرانو او حضراتو چاپلوسۍ ته کش ورکړ. پیرانو او حضرتانو د عوامفرېبۍ لنګرونو ته دوام ورکړ تر څو د افغانستان د بیا پرمختګ او آبادۍ په صورت کې د یوه بل جهاد لپاره د توکو برابرولو دنده ترسره کړي.
نن چې په افغانستان کې کومې سیمې د جهاد په نامه له روان فساد څخه ډېرې متضرري دي، هماغه سیمې دي چې د استعمار نوکر حضرات، پیران، ملایان او تر مرموزې حمایې لاندې مدرسې پکې فعالې وې.
استعمار د ساړه جنګ په دوران کې له اورپا څخه د جهادي ډلو لپاره د آرام بستر، د پیسو، افکارو او رسنیزو فعالیتونو د سوق مرکز جوړ کړ. استعمار د اسلامي نړۍ لپاره د اخوان المسلمین په نامه ډله چاغه کړه. د دې ډلې د فعالیت لپاره له یوې خوا په لندن، او د اروپا او امریکا په نورو ښارونه تر پراخ استخباراتي حمایت لاندې د فعالیت زمینه برابره شوه، له بلې خوا په اسلامي نړۍ کې د دې ډلو د فعالیت لپاره په ملیونونو ډالره ولګول شول چې ښه مثال یې په افغانستان کې د امریکایي او انګرېزي اهدافو لپاره د دې ډلو استعمال او بالآخره د دې ډلو په وسیله د ځینو هېوادونو سقوط ته لاره هوارول و. استعمار دا پروسه داسې عیاره کړه چې د جهادي پروژو لپاره سافټوییر د اخواني ډلو له فکر او د هغو لپاره هارډوېر د دې ډلو له بطن څخه د را ټوکېدلیو نورو خوارجي ډلو له افرادو څخه برابر کړ. د دې ډلو پروسه لکه د ځینو څارویو د نسل د اصلاح پروسه، مرحله واره ده. د دوی لومړي نسلونه یواځې پر پوهنتوني او دفتري خشونت اکتفاء کوي، له ځینو کلتوري او میراثي حافظو څخه محرومېږي، دوهم نسل یې بیا د معتدلو جهادي ډلو، لکه جیش الحر، حزب اسلامي او یا جماعت اسلامي په څېر نسبتاً معتدل فساد کوي، یوڅه ډېرې براین واشن یې کېږي، درېیم نسل یې بیا د وحشت ټالیبي، بوکوحرامي او القاعدوي مرحلې ته ځي، او له څلورم نسل څخه یې داعش ته ورته نږه وحشي، او له هر ارزښته وینځل شوي ډلې رامنځته کېږي چې د مکمل براین واش نمونې وي. دغه نسل چې له انساني عاطفې څخه مکمل محروم شي، غوښین مذهبي روبوټونه وي چې نه په پلار او مور، نه په ورور او کورنۍ، نه په ملک او ټولنه او نه په خدای او رسول تړلي وي.
نن پر دې خبره د اسلامي نړۍ د مفکرینو اجماع ده چې وحشي ډلې استخباراتي دي، سرچینې یې غیراسلامي او مرموزې دي، او د زمینه سازي چاره یې یا لوېدیځ استخبارات په خپل لاس او یا د اجیرو سیمه ییزو استخباراتو په وسیله کوي.
په معاصره اسلامي نړۍ کې جهادي ډلې د کومې دیني جغرافيې پر اساس نه، بلکې د سیاسي او اقتصادي جغرافيې پر اساس را ښکاره کېږي. په نیږدې نیږدې وختونو کې سوریه، چې د اسرائیلو د سترګو اغزی، او په سیمه کې تر عراق را وروسته غښتلی وسله وال ځواک و، د جهاد په وسیله له خاورو سره خاورې کړای شوه.
د جهاد لپاره له وړاندې ټاکل شوې بله سیمه د عربي هېوادونو د تېلو د تر ټولو سترو زېرمو لرونکې لېبیا وه. په سوریه، مصر، لیبیا کې د اخواني فتوا، القاعدوي وسلوالو او د ناټو او کفري نړۍ استخباراتو همغږی عمل وکړ. په لیبیا کې د مجاهدینو هغه مشر چې د ناټو الوتکو یې ملاتړ کاوه، وسلې یې ورکولې او مرسته یې کوله په افغانستان کې د جنګېدونکي القاعده مشر ابویحی اللیبي ورور و.
انګرېزانو د خپلو فاسدو عزایمو د دوام لپاره په تبلیغاتي نړۍ کې خپلې ځانګړې مهرې ساتلي چې د اسلامي نړۍ د ثبات خلاف د ذهنونو د جوړولو کار پرې پر مخ بوځي. د دې ډول مهرو نمونې ډېرې دي خو یوه وړه نمونه یې د لارنس اف آفغانیه، او معاصر یهودي شیطان انګرېز مایکل سمپل لخوا په پاکستان کې د افغاني ملایانو تر حمایت لاندې شبکه ده چې کراچۍ مېشتي ملایان یې هسته تشکیلوي او د نن ټکي آسیا په نامه آنلاین جهادي پروژه چلوي.
په افغانستان کې چې د دوه زره څوارلسم په ټاکنو کې ملت د خپلې رأیې په زور اخواني او جهادي ډلې رد کړې، امریکایانو او استعماري کړيو د دوی د ساتلو لپاره مستقیمه مداخله وکړه او دغه ډلې یې له یوې بلې لارې د افغانستان پر برخلیک تحمیل کړې.
البته، استعماري کړیو د جهاد د سپېڅلی اسلامي ارزښت د اغوا لپاره لومړی د جهاد مفهوم چې کاملاً سوله ییز او انساني دی، په قتال واراوه. پر مسلمان ذهنیت یې دا ومنله چې ګواکې جهاد جګړې ته ویل کېږي، حال دا چې په اصل اسلامي پس منظر کې قتال د جهاد یوه وړه او داسې برخه ده چې د سخت مجبوریت، مظلومیت او نورو لارو د درېدلو په صورت کې مراجعه ورته کېږي.
استعماري استخباراتو د سیمه ییزو مزدورو استخباراتو په وسیله د جهاد ارزښت نادولتي ایکټرانو یا فعالو ډلو (نان سټېټ ایکټرز) ته ور لغاړې کړ، حال دا چې د اسلامي دین د احکامو مطابق قتال یا جګړه اعلانول د غیردولتي ډلو نه، بلکې د اسلامي نظام او حکومت کار دی چې د امیر، بیرغ او سلطه لرونکي نظام موجودیت یې اساسي شرط دی.
تر ټولو بده یې دا چې د استعمار په مالي امکاناتو چلېدونکیو رسنیو جهاد د امیر او وقتي مصلحت محورې اجتهاد پر ځای پر خلکو باندې نصي او کتابي ومانه او داسې وفهمول شوه چې ګواکې مسلمانان د جهاد په کولو او نه کولو کې د عقل او ارادې د کارولو اجازه نه لري، هماغه څه به مني چې په کتاب کې دي. حال دا چې د اسلامي فقهې پر اساس جهاد یواځې هماغه وخت روا کېږي چې ګټه یې تر تاوان ډېره او د ظلم، وحشت، او استبداد د مخنیوي لامل کېږي.
د اسلامي نړۍ معاصر دیني عالم، مفکر او د خوارجي افکارو ځپونکی شهید علامه بوطي رحمه الله ریښتیا وایي چې: استعمار اسلامي نړۍ په جهاد فتحه کوي.
د اسلامي نړۍ علماوو تل د جمعې په خطبو کې د السلطان ظل الله في الارض نارې ووهلې خو هیڅ وخت یې د دې خبرې په معنا خلک ونه پوهول، تل یې له ممبرونو څخه د سلطان اهانت وکړ، په داسې حال کې چې په خپله وایي: من اهانه فقد اهان الله… چا چې حاکم نظام توهین کړ، بې شکه د خدای پاک توهین یې وکړ.
اسلامي نړۍ جهادي حرکتونو ته نه، بلکې سولې، ثبات، پر مسلکي وړتیاوو ولاړو او غښتلیو نظامونو ته اړتیا لري.
ښاغلی قرار سلامونه اودرنا وی مې ومنی!لومړی- حدیث شریف کې وا یې : انما الا عمال باالنیات . دغه تیر ۳۶کلونه چې کومو دووګاونډیوهیوادونو دجهاد په نامه زموږمشرتوب اوحمایه پرغاړه اخیستې ده ددوې نیت دپا ره دخدای نه دې بلکې دوی خپلې ملې ګټې په نظر کې نیولې دې نوځکه زموږ دجهاد ښې پا یلې موږ نه وینو.
great
دویم: موږپه محلې پښتوکې خو شا یې ورته وایو په درې ژبه کې سرګین ورته وا یې.
وا یې چې یووخت ډبره او خوشایې سره مښتې اوداوبو پر سر په ویاله کې راروان وه. یو چا په زبان حال پوښتنه ځنې وکړه دډبرې څخه : ته خو وزن داره جوهرداره یې ډبرې ته ولې داوبو پر سر راروانه یې؟ ډبرې ورته وویل چې: انډیوال (خوشایې) غولن دی. اوس هم دغه دوه په تش په نا مه مسلمانان هیوا دونه چې زموږ مشرتوب پر غاړه ولرې لکه په تیرو ۳۶ کلونو کې نو زموږ دجهاد ثمره به نه وینو او زموږ جهاد به په فساد اوړې.
قرار صیب ژوندی اوسی. ډیر حقیقت مو بیان کړی.په ریښتیا څه دغه رقم جنګ د استخباراتي کړیو یوه منافقانه پالیسی ده نه کوم جهاد.او تاسو په ډیره ښه توګه د دغو ناوړه کړیو څخه پرده پورته کړی.مننه.
قرار صیب په ګوتو د برکت شاه، په دې شیطاني ډلو کې د مذهبي ملایانو او علماوو تر نوم لاندې داسې شیطانان موجود دي چې ان خلک دې ته اړ باسي، ترڅو د کایناتو له مالک څخه مخ واړوي
ګران مجید قرارصاحب!
او ګرانو لوستونکو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی دې وکړي چې ټول روغ او جوړ یاست. دا دوهم ځل دی چې زه د قرارصاحب لیکنه لولم او د داسې شیانو سره مخ کیږم چې کوم شی چې قرار صاحب د هغه په رد پسې قلم راپورته کړی وي بیا هماغه کړنه او شی دده په لیکنه یا په طرزالعمل کې وجود لري.
غواړم دغه ټکو ته په لاندې شکل ډیرپه لنډیز اشاره وکړم، که د تاند چلوونکو خپاره هم نکړل ګیله به می نه وي:
• تاسې د جهاد په اړه لیکنه کړې او هغه مو داسې شرح کړی چې تل استعماري نړۍ ترینه داسلامي نړۍ پرضد ښه په خلاص مټ کار اخیستی دی، که څه هم زه ستاسو له فکر سره کوم مخالفت نلرم، مګر تاسو هم د جهاد تعریف او مستنده پېژندنه لوستونکو ته نه ده وړاندې کړې، همدا شان کړنه ددې شونتیا له منځه نه وړي چې تاسې هم د جهاد تعریف او شرحه داسې وکړي چې د خپلې موخې لپاره مو برابره وي. تاسې جهاد یوازې سولییز اړخ بللی دی او حقیقت له دې سره په ټکر کې دی.
• دلیکنې په لړ کې سخت بې کنټروله الفاظ داسې کاروي لکه پدې مو چې بلکل باک نه وي چې یوه ورځ به ددې الفاظو حساب او کتاب درسره کیږي. تاسې لیکلي دي ( کوم هېواد لږ څه د پرمختګ اوسړیتوب سر راپورته کړ) یعنې ستا په نظر له پرمختګ څخه مخکې په اسلامي نړۍ کې کوم سړی او انسان ملک نه وو؟
• تا ددې دعوای کړیده چې انګریزانو پدې شرط د جهاد له ملاتړ څخه لاس واخیست چې د دوی جاسوس حضرتان، پیران او په پای کې ملایان باید ترحمایې لاندې وي . اول- دغه سند تا چېرته لیدلی؟ دوهم- ته څرنګه ټولو حضرتانو، پيرانو او ملایانو، اخوانیانو، حزب اسلامي اومدرسو او نورو ډیرو زیاتو ته د جاسوسانو او لاسپوڅو لقب ورکوي؟ آیا همدا ستا په قلم د یادو شویو خوارجو او تکفیرانو کړنه نده؟ ته حکم علی الکل یا علی الجماعة په کوم شرعي دلیل کوې؟ که داسې فکر کوې چې د اسلام سپېڅلی شریعت هم د فیسبوک په شان بې پولې او بې سرحد دنیا ده؟ چې څه وایې هغه وایه؟ نه نه داسې نده! دالله تعالی په خاطر د الفاظو د کارونې په آن احتیاط کوه.
• ګوره قرار صاحب چې ستا فکر څومره پله بین دی! ټوله نړیواله استخباراتي لوبه دې یوازې په لویدیځو اویا سیمیېزو استخباراتي ادارو پورې تړلې ده. آیا ته فکر نه کوې چې پدې کې ختیځې استخباراتي ادارې هم لوبیږي؟ بس ستا سترګې یو څه ویني او له بل نه ځان په بڼو پټوي. حال داچې هم لویدیځې او ختیځې استخباراتی ادارې په اسلامي ډلو ټپلو کې کار کوي او دهغوې کړنې له خپلو امکاناتو سره سمې په خپله ګټه کاروي.
• بل دې څه ښکلی تحلیل کړی چې سوریه د اسرائیلو د سترګو خار وه؟ که سوریه د ایران شیعیېېزم اوپه خپله د اسرائیلو، امریکایانو او نورې غربي نړۍ حامي نه وای نو بیا د حافظ الاسد کورنۍ په سوریه کې په کوم شکل واک ته ورسېدله؟ د سلګونو او زرګونو علماوو او اسلامي مفکرینو هغه څېری چې دغې کورنۍ ترخاور لاندې کړې د هغوی له حاله خبریې؟ نور چاته نه غواړم اشاره وکړم یوازې تاسې له تیسیر علوني د الجزیرې له په هسپانیه کې په کوربند خبریال نه پوښتئ دهغه له کورنۍ سره د حافظ الاسد رژیم څه کړي دي؟
• که د ۲۰۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې امریکایانو او نورو ستا په وینا شیطانانو د اخوانیانو او جهادي ډلو مخه ډپ کړه، نو بیا خو هم دوی دادي شته دي او هغه څوک چې ته مخلص وایې هم هغوی ورته د پورته کیناستلو بلنه ورکوي؟ هم هغوی ورته د اسلامي نړۍ د مخکښانو القاب ورغورځوي؟ که نه نو دا خو نه په قرآنکریم کې شته او نه په نور مصادرو کې! چې د امریکایانو او انګریزانو په لوبه کې دې ته په پوهه وردپاسه ځان او افغان مسلمان ولس ښه په ارزانه خرڅ کړه! استعمار یې هیڅکله یوازې په اسلامي شکل کې نه بلکې په نورو اشکالو لکه په ژبني تعصب، سیمیېز تعصب، تنظیمي تعصب، فکري تعصب، مادیاتو، انساني لذتونو او داسې نور کې هم ساتي.
• تاسې وایاست چې: (د اسلامي فقهې پر اساس جهاد یواځې هماغه وخت روا کېږي چې ګټه یې تر تاوان ډېره او د ظلم، وحشت، او استبداد د مخنیوي لامل کېږي) دغه اخذ یا استنباط مو له کومې فقهې کړی؟ ولې د هغې ماخذ نه یادوﺉ؟ ولې خبره ناڅرګنده پریږدﺉ؟ که پدې وریږﺉ چې بیا ستاسو له بې ځایه تحلیل او فکري لارې سره سمون نلري؟ دالله تعالی د ښکلي مخ لپاره په ځان، قلم او وینا کې مو امانت را پیدا کړﺉ؟
• د مرحوم سترعالم شیخ محمد سعید رمضان البوطي رحمه الله تعالی نوم تاسې په سمه توګه نشي یادولای نو دهغه د ارزښتناکو لیکنو او علمي ویناوو څخه به بیا څرنګه اخذ وکولای شئ؟ تاسې هغه ته بوطي ویلای دی. دا له حقیقته نه لیرې نده چې کفري او استعماري نړۍ اسلامي نړۍ په جهاد فتحه کوي خو ترزیاتې کچې ستا په شان افکارو باندې دغه شان لوړو موخو ته رسیږي. ددغه ستر عالم او شهید د شهادت پړه چې د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتې په ۱۲ د پنجشنبې په ورځ د درس پرمهال د مزرعې د کلی په مسجد الایمان کې پېښه شوه، په نړیواله کچه پرې لانجه روانه ده او تا پرته له کوم دلیل او ثبوت څخه په جبهة النصرة ورغورځولې ده؟ له الله تعالی څخه وډار شه!
• ته وایې چې:( د اسلامي نړۍ علماوو تل د جمعې په خطبو کې د السلطان ظل الله في الارض نارې ووهلې خو هیڅ وخت یې د دې خبرې په معنا خلک ونه پوهول، تل یې له ممبرونو څخه د سلطان اهانت وکړ، په داسې حال کې چې په خپله وایي: من اهانه فقد اهانه الله… چا چې حاکم نظام توهین کړ، بې شکه د خدای پاک توهین یې وکړ.) دلته ته د عربي الفاظ غلط کاروي او له دې ناپوهۍ سره سره بیا د اسلامي نړۍ په علمای کرامو پورې په عمومي ډول تور پورې کوې چې هغوې ګواکي اسلامي امت بې خبره ستالی دی. ستا غلطي داده: من اهانه فقد اهانه الله، اما ددې جملې سمه کارونه داسې ده: من اهانه فقد اهان الله…
دوروستي ټکي توګه درته وایم: چې الله تعالی دې هدایت درته وکړي او الله تعالی دې زمونږ سره دخپل دین او نظام لپاره وکاروه! نه د هغه د سپکوالي او اهانت لپاره… اللهم آمین ثم آمین
ملا شریف السلام علیکم. ورورګله خبرې بیخې ډیرې دې. په لنډه به ووایم چې تا سې دمسلمانان دګران هیواد ودغه ته مجبوره کړیدې چې ستا سې په مخالفت راپورته شې. کاش تا سې داسلام په رڼا کې هغه څه کولای چې ملت یې غواړې. ملت اسلامې کوم شیان غواړې؟ مکتب ، پاخه سړکونه ، داوبو بندونه او ……..دا سمه خبره ده چې کفار لکه څنګه چې وا یې هغسی کار نه کوې خو تا سې هم دبیګانه ګانوپه هدا یت دډیرو روا شیانو مخالفت کوې.نندفراه ولا یت دپخش ابا د دجوړولو مخالفت اودسلګونو نورو عام المنفعه پروژو مخالفت نه کوی؟
اسلام د دین او علم په حېث ، د الهی خلف مخلوق، انسان د ذهني علمي سویي ، امکاناتو ،ضرورتونو او مجبورتونو په کچه اولینه او اخرینه اکمل او اتمم ، لازمي او کافي ،الهی علمي بېلګه ګڼل کیږي . دین علم او علم دین دې او دواړه یواځې الهی خلقت دې .انساني دین او انساني علم وجود نه لري ، انسان یواځې د الهی خلف مخلوق په صفت ، د خپل معبود په پېرزوینه او روادارۍ سره د الله(ج) د خلقتونو د علمي قانونمند پېدا یښت ، پایښت ،بدلون او تکامل د معرفت قابلیت لري او هغه هم په اندکه او قلیله کچه ، ځکه چې الله (ج) په خپل کلام کې لیکي : وما اُ تیتم من ا لعلم الا قلیلا . نو ځکه ، همغسي ،چې خپلو مادي پرسته ، د دین او الهی احکامو څخه کا ملا ً بې خبره او په پېسو باند ې د دین او ټولو مقدساتو پلورونکو چجګیرو ملایا نو ته وایم ، دغه د انسان په جامه کې وحشي ځناورو ( بلا تشبیه) ته وایم ، چې د الله (ج) په دین او علم کې او هغه هم د پېسو او مادیاتو په خاطر ، دغه ډول بر بریت او وحشتونه جایز نه دي . اسلام دعدل ، انصاف ، پېرزو ینو ، ښېګڼو ، تناسب او توازن دین او قانون دې . الله (ج) خو، بلا تشبیه ، څه انسان نه دې ،چې نن اوباما د ټولې نړۍ پاچا د یوې ښځې او دوه لوڼ، د ادارې له عهدې څخه نه شي وتلي او ر سوا یي یي ملیاردونه انسانان په تلوېزونونو کې ویني .د الله په دین ،علم او قانون کې نیمګړ تیاوې او اشتباه وجود نه لري او په خپلو پرهېزګاره بنده ګانو ډېر رحیم او مهربانه دې ، خو دهغه چا په هکله ،چې هڅه او فکر کوي ،چې ګوندې الله(ج) وغولوي ،قهار او نه بخښونکې دې . یواځې د سرمایدارۍ لعنتي بېقانونه نظام دې ،چې یواځې په ظلم ، ناروا ، قتل ، قتال او جبر چلېدلې او پردۍ شتمنۍ غصبولې شي .دغه تور مخپټي ،چې بېګناه انسانان او مسلمانان وژني د سرمایي د لېونیانو دزرخریده مزدورانو څخه بل څوک نه دي ! ! !
هیله ده چې دتا ند لوستونکې دغه مالومات راکړې : ډاکټر شیراغا حرکت د نورمحمد تره کې په حکومت کې دکا بل ښا روال وو. دغه لیکنه چې یې کړیده هغه دی که بل څوک؟ خدای دې کمونیستان تبا ه اوبربا د کړې زموږ هیواد اوزموږ هیواد وال خو ددوی له لا سه تبا ه شوه.
زما په اند ما اشتبا ه کړیده. ډاکټر شیراقا حرکت دکا بل والې وو دنورمامد تره کې په حکومت کې.
قراره زوندي دي وي اشنا رشتيا به زره بوري ليكنه دي كري. د خاينينو جهاد ته لوي خيانت وكر. ها بخوا يوه ملكري رانه ويل جه ((العياذو بالله ماته د جهاد نوم حتا قران شريف كي هم خوند نه راكوي)) نو رابه شو دلته دا د هغه خبره وه خو خداي ج شته جه دي ايخوانيانو او جهاد كرو لوي خيانت اسلام ته وكر.اوس دنيا كي خلك مجاهد به نوم د غله ،،رهزن،بيسواده،جاهل بيزني او بس.
داسلام په مبا رک دین کشې خو دغه سرخدونه او دهیوادونو نومونه نشته .اسلام خو ملت واحده دی. ته حقیقت ووایه ستا دکورپر شا وخوا داسلام احکام پیا ده او عملې دې؟ نن چې دغه هیواد چې ستا سې حمایه کوې ستا سې دوینو اوسرونو په قیمت زموږ دهیواد په اوبو ، خاوره ، معدنونو او تقریبا په هر څه کې برخه غواړې. ایا تا سې دهغوی او دهغوی دمنافعو لپا ره کا رنه کوی؟ ملا شریفه لږ خو پخپل ګریوان کې سر کښته کړی. او داسلام په رڼا کې دمسلمان اولس غوښتنې ومنی ! مسلمان اولس نن دغه ستا سې حا مې هیواد ته ددوست په سترګه نه ګورې ! خدای دې زما سره هدا یت درته وکړې .امین
ته او انصاف په دغو تیرو درې نیمې لسیزو کې داسلام اوجهاد په نامه لږ غلاوې اوحرام او ډیرې ښا یستې ما ینې ګانې ونه سوې؟ او ډیر خلګ دسرمایو اوجایدادونو خا وندان نشوه؟ ایا هغه بې دینه کمونیستانو اودشوروې چیچانوبه په دغه اندازه غلا وې کړیوې؟ سره ددغه چې موږ او تا سې دقیامت ورځ اوورځ دحشر منو !خو کمونیستان قیا مت ، لمونځ حتا دخدای دوجود څخه هغوی منکر دې. باید دپیسو غلاوې او دچوکۍ شوق ترموږ دوی ډیر کولای. ولې خبره برعکس ده؟
دی څنګه ژوندی پا ته شویدی ؟ او په کوم بهرنې هیواد کې اوسیږې ؟
sleeping cell قرار صیب لیکنه مو ډیره ګټوره ده. استمعاری کړیو هغه افغانان چې تر اوسه په یوه او بل نامه استمعالوی د
یا ویدو حجراتو اصطلاح پکاروی. ستاسو د لیکني په تاید ډیر ویده افغانان د جهاد په سپیڅلی فلسفه د غرب د ګتو لپاره او د اسلام د بدنامولو لپاره استعمال شول
سلامونه ګران او ستر قرار ته
د کاڼې کرښې دې لیکلي،په ګوتو او قلم دې برکت شه
ټکې په ټکې درسره همغږی یم.
په درنښت
هیوادمل
ماشا الله قرار صاحب.
ستاسی په دیانت ، رښتینولی او صداقت پوره یقین لرم. اسلام تر ټولو آسمانی ادیانو کامل او بی له کومی نقیصی دین دی. مونږ او تاسو ته یی سمه لار راښودلی ده. په اسلام کی دروغ، قتل ، غلا، ظلم ، بهتان ، اهانت ، سود ، چور او چپاول ، زنا او …. حرام دی او مونږ یی منع کړی یو چی پورتنی یاد شوی کارونه باید ونه کړو. د الله تعالی ج له هدایت سره سم که چا یو بیګناه انسان مړ کړ لکه ټول بشریت یی چی وژلی وی او که چا یو انسان له مرګه وژغوره لکه ټول بشریت یی چی ژغورلی وی. الله تعالی خپل دین په خپله ساتی . کوم کسان چی د درواغو دعوی کوی چی مونږ په افغانستان کی اسلام ته نجات ورکړ ، دروغ وایی. دوی د اسلام مبارک او سپیڅلی دین بدنام کړ او د نړیوالو له پامه یی وربد کړ. دوی هغه کارونه وکړل چی اسلام منعه کړی دی. دوی مسلمانان نه بلکه منافقین دی . له همدی کبله دوی ځانوته مسلمانان نه بلکه اخوان المسلمین وایی یعنی د مسلمانانو ورونه. په رښتیا هم دوی په اسلامی مملکتونو کی پیدا شول او ممکن د دوی ورونه مسلمانان وی. اسلام خو دا 1400 کاله کیږی چی شته له دغو کاذبو مسلمانانو مخکی هم اسلام موجود و او ساتنه یی شویده. البته ځینی خلک اسلام او کمونیزم یو دبل تضاد معرفی کوی. اسلام یو الهی دین دی چی په هغه کی د دنیا او آخرت په شمول ټول مسایل لکه اعتقاد ، ایمان، عمل ، ثواب ، ګناه او د بیا را ژوندی کیدو او نور مسایل شامل دی . خو کمونیزم یوه اقتصادی – اجتماعی تیوری وه چی غوښتل یی د ټولنی اواقتصادی مسایلو په باب تغییرات را ولی . کمونیزم نه دین و او نه دین ته کوم مشابهت لری . په شلمه پیړۍ کی کمونیزم لکه سرمایداری یوه حربه وه چی څنګه نور هیوادونه په خپل قلمرو او تر نفوذ لاندی سیمو کی شامل کړی. د سوړ جنګ په دوران کی هم شوروی اتحاد او هم سرمایداری هیوادونو پراخه تبلیغات وکړل تر څو نور هیوادونه تر خپل نفوذ لاندی را ولی . د جنګ وخت کی هر سړی په قهر وی او بل طرف ته ښکنځلی کوی خو ګټه یی بیا بل چاته رسیږی. هغوی زمونږ له جهاد او اسلامه د خپلو ګټو ساتلو او د نورو د ځپلو لپاره ناوړه ګټه پورته کړه. په نتیجه کی مونږ افغانانو او نورو مسلمانانو تاوان وکړ.
اوس د دی وخت راغلی چی مونږ افغانان سره متحد او پخلا شو . که مونږ افغانان سره متحد او یو شو نه به کورني دښمنان وی او نه به باندینی .
هیله ده چی خپلی تبصیری او انتقادونه یو د بل اصلاح او د کلام د تکمیلیدو لپاره ولیکی نه د پنجاب او فارس د خوشحالی لپاره.
ټولې خبرې دې رښتیا دي اشنا
رنځور وطن ته مو دوا دي اشنا
د قلم رنګ دې چرې ختم مه شه
تورو تیارو ته مو رڼا دي اشنا
قرار صاحب دا څلوریزه تاسې ته ډالۍ ده
قرارصیب سم لکه دیو اسلام دښمنه مستشرق په ډول دې ډیره خواري دې کړی خو ای کاش چې خپله پوهه دې داسلامی تفکر دیو شاګرد په حیث دې داهرڅه دیو سپیڅلی هدف لپاره کارولی وای افسوس پدی پکاردی چې زمونږ ناپوهه خو ناپوهه دی خو پوه بیا تر دی حده فکري وینځل شوی دی چې هرڅه (لکه اسلامی ډلی، جهاد ، فکری مسلمانان او که په ټول کې ووایو داسلامي نړۍ دعلماوو ، فکری او جهادی رهبرانو ددین، وطن او ناموس دساتونکو شهیدانو او حتی له خپل ځان او خپل ولس،په خپلو افتخاراتو،او خپل تاریخ ) پوری هم خاندی اوهم پری ملنډی وهی . دوی خو یانه پوهیږی او یا الله تعالی په اشتباه کې اچولی هرڅه داستعمار کار او پروګرام بولي لکه په دا= تقریبا دوه ملیارده مسلمانانو کې چې نه خپلواک خلک شته نه واقعی مسلمانان او نه هم داستعمار خلاف واقعی مجاهدین پداسی حال کې چې زمونږ پیغمبر ص فرمایی چې زما امت په دوروغو نه جمع کیږی نو له دی څخه معلومیږی ټولی اسلامی ډلی دکفر په خدمت کې نه دی بلکې ته په اشتباه کی لویدلی یی (ګمراه شوی ) یی بل داچې جناب قرارصیب ستا خبری که ته رښتیا هم د واقعیت په لټه کې یی او دکومی پروژی لپاره کارنه کوی نو زه تاته اسانه او لنډه لاره ښایم قران ته ورشه او وګوره چې الله تعالی څه وایی دالله تعالی خبره خو به دروغ نه وی کنه بیا هماغه خبره راواخله او داسلامی فکری ډلو او اسلامی جهادی ډلو سره یی مقایسه کړه قربان دی شم داخو دومره سخته خبره نه ده چې ته په کې دګمراهۍ تر حده ډوب تللی یی او بیا فتوي هم ورکوي پوهیږی چې لوی الله څه وایی الله تعالی فرمایی ( الم تر الی الذین یزعمون انهم امنو بما انزل الیک وما انزل من قبلک یریدون ایتحاکمو الی الطاغوت وقد امرو ان یکفرو به ویریدالشیطن ایضلهم ضللاآ بعیدا.قرارصیب په خبرو کې دې هم بی حده ډیر تفاوت لیدل خبری دې ګډی وډی نه کوم مفهوم تعقیبوی او نه علمي خبره بس دمسلمانانو دغولولو او په شک کې اچولو پسې دې را اخستي واخطا کیږه مه یو په یو درځم وروڼو قرارصیب په یوځای کی وایی ( معاصره اسلامي نړۍ کې جهادي ډلې د کومې دیني جغرافيې پر اساس نه، بلکې د سیاسي او اقتصادي جغرافيې پر اساس راښکاره کیږي ) دا فتوی له کومه ادرسه ورکوي القاعده دکومي سیاسي او کومي اقتصادي جغرافیی په اساس رامنځ شویده سره لدی چې هغوی خپل وطنونه او کورونه پریښی او داعلای کلمه الله لپاره جنګیږی خپل دارایۍ خپل فکر او خپل ټول ژوند او حتی سرونه یی هم دالله په لاره کې نذرانی ته وړاندی کړی ته له جهاد څخه ډیره یادونه کوی او وایی چې ډیر وسیع مفهوم لری خو داوسیع مفهوم به دې هم لږ روښانه کړی وای الجهاد ماذ الی یوم القیامه جهاد خو به ترقیامته ادامه لری او بل ته وایی چې قتال دجهاد یوه وړه برخه ده خو که متوجه شوی اوسی قران کې له جهاد څخه دقتال ډیره یادونه شوی لکه چې الله فرمایی ( وقاتلوهم حتی لاتکون فتنه ویکون الدین کله لله ) تاسو قتال وکړۍ دالله په لاره کې ترکومي چې فتنه وی او دالله دین قائم شي، ستاله نظره لکه چې نه په دنیا کې فتنه شته او په ټوله نړۍ هم دالله دین حاکم دی. فرمایی ( فلیقاتل فی سبیل الله الذین یشرون الحیات الدنیا بلاخره؛ ومن یقاتل فی سبیل الله فیقتل او یغلب فسوف نوتیه اجرآ عظیمأ. الله خو وایی چې پس جنګ وکړۍ له هغه چا سره چې دنیا یی داخرت په مقابل کې اخستی او څوک چې قتال وکړی که ووژل شی او که غالب شی نو ده ته په دواړو کې لوی اجرشته بیا فرمایی ومالکم لاتقاتلون فی سبیل الله والمستضعفین من الرجال والنساء والولدان الذین یقولون ربنا اخرجنا من هذه القریه الظالم اهلها. ته ډیر کوښښ کوی چې په خپلو غولوونکو خبرو ځوانان بی لاری کړی خو الله بیا خپلو بندګانو ته وایی(فخذوهم وقتلو هم حیث ثقفتموهم). الله خووایی چې ویی نیسۍ او ویی وژنۍ په هرځای کې مو چې پیداکړل اوهمدارنګه مخکې فرمایی (الذین امنو یقاتلون فی سبیل الله والذین کفرو یقاتلون فی سبیل الطاغوت فقاتلو اولیاء الشیطن ان کیدالشیطن کان ضعیفا. الله خو وایی چې دشیطانانو دوستان او مشران ووژنۍ ته ولي پرمونږ دپردیو تپل شوی ظالم او بی دینه نظامونه منی تا لیکلی چې داسلامی نړۍ علماء دالسلطان ظل الله فی الارض ناری وهی اول خو دې الفاظوته پام کوه داناری نه بلکې دسیدنا حضور صل الله علیه وسلم حدیث مبارک دی او ته یی غلط لیکې ته هغه مبارک فرمایی السلطان عادل ظل الله فی الارض عادل او مسلمان پاچا دالله سیوری دی په ځمکه کې داسي پاچا لکه څلوریاران لکه عمربن عبدالعزیر همدارنګه ټول هغه اسلامی خلیفه ګان چې یوازی قران یی دتشریع مرجع وه او دنړۍ دټولو مسلمانانو حفاظت او عزت یی خپله وظیفه ګڼله لکه په اوس وخت محمد المرسی رحمه الله او اردوغان نه لکه پاچا عبدالله او یاسیسی او داسی نور ټول داسلامی نړۍ لنډغر او دغرب تالی څټی او کوڅه ډب مشران چې په نشو اوتماشو او فحاشۍ کې ډوب او غرب یی دخپلو ګټو لپاره حمایه کوی تا داخوان المسلمون خبره کړیده او دادی داستعمار دپروګرامونو یوه برخه بللی قربان دی شم که اخوان المسلین دغرب لخوا دیکته کیدای نو بیا ولی د۸۵ کاله مبارزی څخه وروسته چې کله قدرت ته ورسیدل هغه هم دانتحاباتو له لاری ولی یی نړۍ حکومت یو کال هم ونه زغملای شو دروغ خو دروغ وي نو دارښتیا ولی دروغ ګڼو دمصر مزدور پوځ دچا په اشاره په رابعه العدویه څلورلاری کې په یوه ورځ اته زره ۸۰۰۰ کسان شهیدان کړل، الشیخ لوی مرشد محمد البدیع، دوکتور محمد مرسی دوکتور بلتاجي سره د۲۰۰۰۰ زره دحکومت په وینا ځوانان اوپیغلی ولی دمصر په وحشی زندانونو کې پراته دي ددوی ګناه څه وه دوی خوددوی په اصطلاح دتمدن او دیموکراسۍ له لاری واک ته رسیدلی وو.
عجیبه به نه وي که ووایو ډیر داسی خلک شته چې په بی ځایه او مشکوکو خبرو خلک بی لاری کړی او خلک دسمي لاری څخه منحرف کړی، قران هرڅه روښانه کړی که دچا څخه لاره ورکه وی نو مراجعه دې ورته وکړی ګونګی او بی هدفه خبری دجاهلانو کاردی او زه دقرارصیب په شمول دټولو دوستانو څخه هیله کوم چې بی ځایه او په کورکورانه ډول دې هرچاته چکچکې نه وهی حقیقت دی ولټوی او بیا دې انتخاب وکړی ځوانانو داسلامی نړۍ ټول حکومتونه او رهبری یاپه مستقیم او یا غیر مستقیم ډول دکفری اوغربی هیوادونو لخوا حمایه کیږی دا داسلام په ګټه نه دی دا په شکل داشکالو دهغوی دګټو ساتونکې دی نه دهیواد پروا لری او نه داسلام اوپرمختګ ځکه چې دوی غواړی په قدرت کې اوسی او مزی او چړچې وکړی او بس یو څوک چې خپل ایمان او وجدان خرڅ کړی له هغه به څه ګیله وی دمسلمانانو په لارکې مخکې دوه خنډونه پراته وو اول داچې داسلامی خلافت (عثمانی خلافت) ترړنګیدو وروسته کفار په عملی ډول په اسلامی نړۍ حاکم وو چې اوله مرحله پای ته ورسیده ولی دوهمه دوره چې اوس په اسلامی نړۍ ددوی غلامان حاکم دی لا هم مبازره دوام لری چې دالله څخه غواړو چې دغه غلامان هم د مسلمانانو په لاس ذلیله او رسوا شي او یو واقعی اسلامي خلافت رامنځ ته شی . امین یا رب العلمین
der sha qarar sb