تاند، دوشنبه، د حوت ۵مه: د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو د پرېکړې هرکلی کړی او د افغان سولې په برخه کې يې هر ډول ملاتړ ته چمتووالی ښودلی دی.
د دغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان حکومت په مشوره هغه پرېکړه ستایي، چې د جګړې شدت کموي او یوې سرتاسري سولې ته لاره هواروي.
په خبرپاڼه کې د اسلامي همکاریو سازمان د سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین له قوله راغلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانانو په رهبرۍ د بین الافغاني مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
ددرې ورځې وړاندې طالب او امریکايي استازو د سولې د توافقنامې لاسلیک ته د زمیني او مناسبې فضاء د برابرولو په موخه، د جګړې د شدت په کموالي هوکړه وکړه، چې ورسره جوخت په تېرو درو ورځو کې د هیواد دننه د امنیتي پېښو ګراف تقریبا صفر ته راکښته شو.
د امریکايي ځواکونو قومندان او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو مشر جنرال سکاټ میلر هم ویلي، چې د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې يې کمښت د صفر کچې ته را ټيټ کړی دی.