د اسلامي کنفرانس رييس

تاند- د اسلامي همکارۍ تنظیم (سازمان) په افغانستان کې د اوربند د مودې د اوږېدو په اړه د سعودي عربستان د پاچا ملک سلیمان غوښتنه وستایله.

د سعودي عربستان پاچا د چهارشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې به د هغه اوربند موده اوږده شي چې د روژې په میاشت کې اعلان شوی و.

له جدې څخه د عرب نیوز د راپور له مخې، د اسلامي همکارۍ تنظیم (OIC) سرمنشي یو سف بن احمد اتیمن د افغانستان په سوله او اوربند کې د سعودي عربستان د پاچا ژوره دلچسپي د اسلامي نړۍ په چارو کې د ملک سلیمان د لېوالتیا نښه بللې ده.

د اسلامي هیوادونو دې تر ټولو سترې ټولنې همداراز د افغانستان د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند د اعلانونو ستاینه او هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان پاچا د کوچني اختر په ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د هرکلي ترڅنګ د اوربند د غځېدو غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د شاهي ماڼۍ له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی کوي او له دواړو خواوو غواړي چې اوربند ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان پاچا هیله کړې چې د افغانستان اوربند به تمدید شي او دومره به دوام وکړي چې دواړه خواوې د دایمي سولې لپاره پر یوه جوړجاړي سلا کېږي.

ده همداراز ویلي، افغانان چې د جګړې وحشت سخت ځپلي دي، غواړي چې په هیواد کې یې د جنګ فصل پای ته ورسېږي او د سولې، پخلاینې او سوکالۍ یو نوی باب پیل شي.

د افغانستان ولسمشر، چې د روژې له ۲۷ د اختر تر درېمې پورې اوربند اعلان کړی و، وروسته لس ورځې نور هم اوږد کړ خو طالبانو یوازې د اختر په درو ورځو کې اوربند وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *