تاند- د اسلامي همکارۍ موسسه وايي چې د ترهګرۍ پر ضد د یوې ګډې ستراتیژۍ د جوړولو په هدف د اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو او سفیرانو په ګډون غونډه جوړوي.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي نن وویل، دا کنفرانس به، چې دیني عالمان او په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو سفیران به پکې ګډون وکړي، په پېښور ښار کې دایرېږي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د اسلامي کنفرانس سرمنشي ایاد بن امین مدني، چې پاکستان ته په سفر تللی دی، دا خبره د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر پروېز خټک ته وکړه. ده د کنفرامس د جوړېدو د نېټې په اړه څه ونه ویل.

ایاد بن امین مدني، چې د پېښور د پوځي ښوونځي د سې شنبې د ورځې د حملې د ټپیانو د لیدو لپاره پېښور ته تللی، د خیبر پښتونخوا له اعلي وزیر سره په کتنه کې دا برید وغانده او د قربانیانو او ټپیانو د کورنیو له غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د پېښور د سې شنبې د ورځې په برید کې ۱۴۸ تنه ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *