تاند- د اسلامي همکارۍ موسسې (OIC) په افغانستان کې وروستۍ تروریستي حملې په کلکه وغندلې.
دې موسسې ویلي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې پر حکومتي او عامه ځایونو بمي او انتحاري حملې او د تروریستي بریدونو پراختیا په کلکه غندي.
د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي یوسف بن احمد الثیمین د کندهار د مې د دوه ویشتمې (سې شنبه) حمله غیرانساني او وحشیانه بللې چې په لړ کې یې لږترلږه ۱۶ تنه شهیدان او ۳۸ نور ټپیان شول. (تفصیل)
ده د قربانیانو له خپلوانو، د افغانستان له حکومت او ټولو افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او هیله یې کړې چې ټپیان ژر تر ژره روغ شي.
د اسلامي همکارۍ موسسې سرمنشي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې د طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې درست اسلامي هیوادونه د افغانستان له سولې، سوکالۍ او ثبات سره مرستې ته ژمن دي.