داسې ښکاري چې ۱۳۹۵ کال به هم خونړی وي. تیر ژمی توقع کیده چې د څلورو هیوادونو شریکې ناستې به نتیجه ورکړي او طالبان به خبرو ته حاضر شي خو مارچ پای ته ورسید او د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ خبرې پیل نه شوې.

 د مذاکراتو او تفاهم نه کولو ښکاره معنا دا ده چې سږ کال به بیا هم ډیرې میندې بورې شي، ډیرې خویندې به ورارې شي، ډیر ماشومان به په وژل شویو پلرونو پسې وژاړي او ډیرې افغانانې به د وژل شویو میړونو قبرونو ته ودریږي. البته، دا یوازې د جنګ د نتایجو یوازې یو اړخ دی. د بې سرپرسته ماشومانو، کونډو او کورنیو مبهه او تته راتلونکې، د زرګونو زرګونو وطنوالو کډې او د اروپا ، امریکا ، ایران او پاکستان په لمن کې د بې شمیره بې وسه افغانانو لویدل، د فقر او لوږې زیاتیدل او د فقر ، بیکاري او لوږې په نتیجه کې د مایوسي، اعتیاد او بداخلاقي زیاتیدل، دا او داسې نورې بدمرغۍ به سږ کال نورې هم زیاتیږي ، ځکه چې په کوټه کې یا د وزیرستان په سمڅو کې ملا پلانی یا مولوي صاحب پلانی د جګړې ادامه غواړي.

 هغوی چې په افغانستان کې جنګ کوي، په عقیدوي لحاظ مسلمان دي یا لږ تر لږه په خوله وایي چې د اسلام او مسلمانانو لپاره جنګیږي. دوی ته که هر څو د جنګ په نتیجه کې د افغانستان د خلکو مشکلات او غمونه ترسیم کړم، په دوی به چندان اثر ونه کړي ، ځکه د کینې او انتقام اور یې سترګې ورپټې کړې دي او صرف او صرف د هغو کسانو د وژلو په ارمان کې دي چې دوی ته بد کسان ښکاري او دښمنان یې ګڼي.

 زه دغو عزیزانو ته یوه بله خبره کوم. دوی ته وایم چې په نورو اسلامي هیوادونو کې وګورئ چې ایا روان جنګونه او خشونتونه اسلام، مسلمانانو او انسانانو ته څه ګټه رسولای شي؟

 پرون په لاهور کې کربلا جوړه شوه. تر اویا زیات نارینه، ښځې او ماشومان ووژل شول او تر دوه سوه ډیر نور ټپيان او معیوبان شول. دا جنایت د پاکستاني طالبانو یوې جلا شوې ډلې په غاړه اخیستی دی. ظاهرا د لاهور په ګلشن اقبال کې د ماشومانو یو پارک د مارچ په اته ویشتم ماښام ځکه په نښه شو، چې دا د عیسویانو د ایستر اختر نیټه وه او په همدې مناسبت پارک ته عیسویان هم راغلي وو. پاکستان شاوخوا څلور میلیونه عیسویان لري. که داسې وګڼو چې په دې ترور کې یوازې عیسویان وژل شوي دي، بیا هم اسلام، مسلمانانو او انسانیت ته څه ګټه ورسیده؟ ایا که یو عیسوي ، یو یهود، یو بت پرست ، یو ګاو پرست یا د بلې هرې عقیدې خاوند راولاړ شي، په ځانونو پورې بمونه وتړي او د مسلمانانو نر او ښځې د اختر په ورځ قتل عام کړي، د ده د عقیدې پیروانو به څه ګټه کړې وي؟ څه خیر به یې رسولی وي؟

 په لاهور کې، په پیښور کې ، په کوټه کې او د پاکستان په بل هر ځای کې د دغسې جنایتونو او وحشتونو مستقیمه نتیجه دا ده چې له ځینو کسانو ژوند اخیستل کیږي او لا مهمه او لویه نتیجه یې دا ده چې په دغسې ټولنو کې عقدې زیاتیږي او له دغسې ټولنو سرمایې نورو هیوادنو ته تښتي.

 نن سبا په سوریه، عراق، یمن، نایجریا، سومالیا، افغانستان او ځینو نورو اسلامي هیوادونو کې هغو کسانو د مسلمانانو قتل عام ته مټې رانغښتې دي چې ځانونه مسلمان بولي او شاید د زړه له تله به په اسلام باندې عقیده ولري. عجبه خبره ده! څومره عرب مسلمانان چې د القاعده او داعش او داسې نورو افراطي ډلو له لاسه ووژل شول، سلمه او زرمه برخه یې هم یهودو نه ده وژلې.

 نن سبا د مدیترانې د کبانو خوراک د مسلمانانو له غوښو برابریږي. هره ورځ په زرګونو مسلمانان له خپلو ملکونو تښتي او عیسوي اروپا ته پناه وړي. د افراط پلویانو ته باید ووایو چې عزیزانو دغه مهاجر خو نه په شمالي وزیرستان کې پناه غواړي او نه په جنوبي وزیرستان کې، بلکې لویدیځ ته روان دي نو ښکاره معنا یې دا ده چې د مسلمانانو اصلي قاتلان تاسې یاست.

 که داسې وګڼو چې په خدای او اخرت باندې د زړه له تله عقیده نه لرئ نو لږ تر لږه د دې دنیا د یوه ژوندي ساري په حیث فکر وکړئ چې ستاسې په دې اصطلاح جهاد کې څه ګټه متصوره ده؟ که په نورو رحم نه کوئ ، د خپلو بچو ، خپلو خویندو او خپلو لوڼو آینده خو وسنجوئ. ایا د هغه چا د لور او خور به څه حال وي او آینده به یې څنګه وي او د لور او ځوانې کونډې  پرده به یې څنګه کیږي، چې ده په لاهور، یا کندهار یا کوټه یا پیښور کې په انتحاري حمله کې ځان وژلی او د خدای مخلوق یې قتل عام کړی وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *