حامد مایار

افغانستان کې سیاسي تربګنۍ ورځې بلې ته قوت اخلي او د خپلو سیاسي رقیبانو د په ګونډو کولو لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه اخیستل کیږي.

د اوسني حکومت څو د ګوتو په شمېر سیاسي مخالفین او منتعقدین چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې د ولس په ستوني پښه اېښې وه، د خوار ولس په حق او برخه یې ځانونه پړسولي اوس د ملت غم اخیستي دي.

په دې ټول باور او یقین لري چې د اشرف غني په مشرۍ ملي یوالي حکومت په ډېر حساس، بد اقتصادي، امنیتي او کړکیچن سیاسي وضعیت کې واک تر لاسه کړ خو له هغې سره سره دوی وضعیت یو څه ښه مدیریت کړ چې د پخوانۍ لاسته راوړنو د خوندیتوب تر څنګ وضعیت له اقتصادي او بنسټیزو کارونو له اړخه مخ په پورته روان دی.

د قدرت تږې سیاسي څېرې د ولس له هغه برحقې نیوکې چې د نظام د لا سمون لپاره یې کوي ناسمه ګټه اخلي او قومي مسایلو ته په فشار ورکولو وضعیت زهرجن کوي، ولسونه پر حکومتي مشرانو نیوکه له دې امله نه کوي چې نظام دې ړنګ او پاچا دې په دار شي خو دغه څېرې بیا دا غواړي.

روال دا دی چې منتعقدین لومړی باید د یو څه لپاره بدیل وګوري او له هغې وروسته یې له مخې لېرې کړي، دوی نه یوازې چې بدیل نلري بلکې د حکومت د تشې د ډکېدو لپاره په منطق ولاړه خیالي نظریه هم نشي وړاندې کولی.

د ولس له غمه تمثیلي څېرې که له عطا محمد نور یې راونیسې بیا تر نبیله پورې د شخصي ګټو او د خپلې کورنۍ د غړو له خدمت مه وایه د ولس لپاره یې د ستنې د سر په اندازه خیر هم نه دی رسیدلی .

د مخکیني ولسمشر په لار ښوونه د هغه د واکمنۍ یو شمېر چارواکو له ټولو لارو چارو کار واخیست چې موجوده حکومت د خلکو تر پام بد او مات کړي خو له زیات فشار او زور سره سره دوی نه یوازې په دې بریالي نشول بلکې هغه څه د دوی له خولې راوتل چې د ولسونونو کرکې یې د ځان په وړاندې راولاړې کړې.

که د نبیل له استعفاء یې را ونیسئ بیا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په تالار کې د یو شمېر غړو غیر مسولانه او له ثبوت پرته څرکندونې د هغې پلان لویه برخه ده چې د غني په ضد کارول کیږي او ممکن د راتلونکې واکمنېدو لپاره دوی ډېرې لارې چارې  لا هم په سر کې ولري.

دا خبره هم غلطه ده چې اوسنی حکومت ډېر ښه دی او د خلکو د ټولو ستونزو ځواب ویونکی دی خو که د حامد کرزي له دوه دورو سره یې پرتله کړئ له هر پلوه دا حکومت په کم وخت کې له هغې حکومتونو څخه زیاتې لاسته راوړنې لري.

که د حکومت پرتله په ځای پریږدو د حکومت اوسني چارواکي چې د حامد کرزي له هر چارواکي سره پرتله کړو بیا هم د ښېګڼو له اړخه اوسني پرې غني دي.

نو د لویې جرګې او د موقت حکومت لپاره له مزاحمت څخه ډکې چیغي د څه لپاره ؟

په دوی چې اوس لاره ورکه شوې د حکومت د ړنګېدو خبره ترې خطا شوې، دوی په دې هڅه کې دي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره ځان چمتو او د ولسمشر غني تر لاسه شوی محبوبیت د خلکو تر پام بد کړي.

که د لویې جرګې او موقت حکومت غوښتنکو څېرو شالید مطالعه کړئ یو کرښه به هم پیدا نه کړئ چې د دوی د ښه توب زباد وکړي، عطا محمد نور، ظاهر قدیر، امرالله صالح، اسماعیل خان، رحمت الله نبیل او دې ته ورته نورې نمایشي څېرې به ولس ته دا قناعت ورکړي چې دوی ترلاسه شوې شتمني له کومو مدرکونو تر لاسه کړې!؟

اصلي خبره دا ده چې میراثي ستونزې باید د نورو په اوږ بار نشي، د پرمختګونو په وړاندې ولاړې ستونزې ټولې مخکینۍ دي او زیږنده یې خیالي منتعقدین دي، نو باید اوسني حکومت ته لا زیاته موقع ورکړل شي تر څو دغه ستونزې حل کړي.

One thought on “د اسلامیت او افغانیت ضد څېرې د افغانانو ستونزې حلوئ شي!؟ | حامد مایار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *