د افـغانستــان اسـلامې جـمهوري دولت
 د سیـــمه ییزوارګانونو خپلواکه اداره
د غـزنـي ولایت
خبرپاڼه
۴-۱۲-۱۳۹۳
په دغه مراسمو کې د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده، د اړوندو ادارو ریسانو  ،د ولایتی شورای وکیلانو ،د سولې شورای غړو ،قومې مشرانو ،علماو ،ځوانانو او فرهنګې ټولنو ګډون کړي وو.
غونډه د قران غظیم الشان د څو سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ،چې وروسته د غونډې پیلدونکې وینا د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده وکړه ،نوموړې په خپلو خبرو کې وویل غزني د میلاد څو سوه کاله د مخه د ښارونو ناوی ،وروسته د اولیاو ښار او په ۲۰۱۳ میلادې کال کې د اسلامې تمدن پلازمینې نوم خپل کړ، اکبرزاده په خپلو خبرو کې وویل غزني په طبعی ډول د دغه مقام ترلاسه کولو استحقاق لرې ځکه چې په دې ښار کې د اسلامې فرهنګ دومره میراثونه شتون لرې چې سارې یی د هیواد په نورو ښارونو کې نه لیدل کیږي ،محمد موسی خان اکبرزاده زیاته کړه چې د اسلامې تمدن پلازمینې په ویاړ او د دغه نوم ژوندې ساتلو په موخه  باید هر کال د کب ۴مه ولمانځل شې.
1وروسته بیا په خپل وار سره  د غزني ولایت د ولایتی شورای مرستیال عبدالجامع جامع ، قومې مشراو عالم مولانا عبدالرحمن حکیمی ، قومې مشر ډاکترعلی جان جمال او سولې شورای د دارلانشان مسول مدیر صاحب شیرجان خبرې وکړی دوۍ هم په خپلو خبرو کې وویل چې زمونږ هیواد د لرغونو  تاریخې اثارو او فرهنګی میراثونو د درلودنې په لحاظ د نړۍ له ډيرو سترو او بډایه هیوادونو په لیکه کې دروي او په نړیواله کچه یی د لرغون پیژندې او څیړونکو او ګرځندویانو د پاملرنې وړ ګرځوي.
د غونډې له پای وروسته  د غزني ولایت ولسونو ددې ورځې په ویاړ ملی اتڼونه وکړل او ورزش کارانو هم خپل نماشونه وړاندې کړل .
 
شفیق ننګ ساپی
د غزني ولایت ویاند 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *