تیره ورځ ( شنبه ۳۰ مئی ۲۰۱۵) افغان محصلینو اتحادیې له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د ۹۰ افغان محصلینو، له مختلفو څانګو د لیسانس او ماسترۍ تر کچې د فراغت په ویاړ د فیصل مسجد تر څنګ په علامه اقبال آډیټوریم کې غونډه ترسره کړه.

غونډه د قاري عبدالباسط په ښکلي آواز د قرآن پاک په څو مبارکو آیاتونو پیل شوه، د قرآن پاک د تلاوت وروسته د افغان محصلینو د اتحادیې رییس ښاغلي صلاح الدین ایوبي فارغو ځوانانو ته د مبارکۍ تر څنګ د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سفارت څخه راغلو میلمنو هر یو سید عبدالناصر یوسفي، احمد شاکر قرار، زاهد فیاض، قاضي عبدالولي حامد، حاجي همایون او جلال الدین وقاد او په پاکستان کښې د افغان محصلینو د عمومي شورا رئیس حضرت الله رحیمي، عمومي سکرتر اسدالله مبارز او د پخوانۍ اتحادیې رییس قاري صیب عبدالله سعید او په تالار کښې ناستو ګډونوالو ته په غونډه کښې په برخه اخیستلو ښه راغلاست وویل.

ښاغلي ایوبي فارغو ځوانانو ته په خپله وینا کښې ځینو مهمو ټکو ته اشاره وکړه چې د پام وړ یې ؛تاسي د علمي میدان څخه د عملې میدان په لوري ګامونه اخلئ، تاسي ته ډیري ننګوني پر مخ کې دي، مسئولیتونه به درسپارل کیږي، ښه په اخلاص سره خپل مسئولیت درک او د هیواد په بیارغونه کې پراخه او فعاله ونډه واخلی؛ دي.

د افغان محصلینو د اتحادیې رییس وروسته د سفارت څخه راغلی میلمه احمد شاکر قرار فارغو محصلینو ته مبارکي ورکړه، او د افغان محصلینو اتحادیې ته یې د سفارت له خوا د نورو زیاتو مرستو ډاډګیرنه ورکړه او یاده غونډه یې د افغان محصلینو د اتحادیې یو لوی ابتکار او نوښت وګڼل.

له ښاغلي احمد شاکر قرار څخه وروسته د سفارت محترم مشاور او د غونډي مشر میلمه ښاغلی سید عبدالناصر یوسفي د ۹۰ افغان محصلینو فراغت په بهرني ملک کښې یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله او هیله یې څرګنده کړه چې همدا ځوانان به هیواد له شته ستونزو څخه د علم په زور باسي.

د مشر میلمه ښاغلي سید عبدالناصر یوسفي څخه وروسته په پاکستان کښې د افغان محصلینو عمومي رییس ښاغلي حضرت الله رحیمي د شوری په نماینده ګۍ فارغو ځوانانو او کورنیو ته یې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې له یوه پوهنتون څخه په دومره لویه کچه فارغین ښيې چې هیواد کښې مو د علم ډیوه په بلیدو ده.

په پاکستان کښې د افغان محصلینو له عمومي رییس ښاغلي حضرت الله رحیمي څخه وروسته د سفارت څخه راغلی بل میلمه ښاغلي زاهد فیاض صیب په لنډ ډول فارغو ځوانانو ته مبارکي او اتحادیې سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

له ښاغلي زاهد فیاض څخه وروسته د افغان محصلینو د اتحادیې پخواني رییس قاري صیب عبدالله سعید فارغو ځوانانو ته مبارکي وویله او د افغان محصلینو د نویي ټاکل شوي اتحادیې بی ساری یاد پروګرام یې ویاړ وګڼل او فارغو محصلینو ته یې په خپلو څانګو د تخصص او پرمختګ وړاندوینه وکړه.

د ویناوو وروسته د ښاغلي کلیم الله او ملګرو له خوا یې په ښکلي ترنم سره ترانې پروګرام ته لا ښکلا وروبښله.

د افغان محصلینو اتحادیې د پروګرام په پای کښې د سفارت څخه راغلو میلمنو ته جوایز ورکړل او د لا همکاریو هیله مندي یې تري وغوښته.

د سفارت له خوا ځینې ډالۍ افغان محصلینو اتحادیې او د پوهنتون اداري ته مختص شوي وي.

وروسته له ستاینلیکونو ویشلو فارغو محصلینو خپلې خوږي او ترخي خاطرې د محصلینو او میلمنو سره شریکې کړي چې د ګډونوالو پام یې ځانته راواړول، او پاتې محصلینو ته یې پخپلو کې د ښو اړیکو ساتلو او یو موټي کیدلو سپارښتنې وکړي.

غونډه د قاري عبدالله سعید په اختتماییه دعا سره پای ته ورسیدله.

پاتي دې نه وي چې د ویندویۍ چاري ښاغلي عبیدالله ساحل او بابر تیموري پر مخ بیولي.

راپور: د افغان محصلینو اتحادیه

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *