تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: له هغې وروسته چې په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد، پاکستاني چارواکو او د ملا غني برادر په مشرۍ د ۱۱ کسیز طالب پلاوي د ناستې خبرونه خپاره شول، په دې اړه اوس ارګ ویلي، یوازې د افغان دولت په مالکیت سوله ورته لومړیتوب لري.
دا خبره د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده او زیاته کړې یې ده چې سوله یې لومړیتوب دی، خو په دې شرط چې د افغان دولت په مالکیت او مشرۍ وي.
افغان حکومت تر دې وړاندې د سولې د یوې بیړنۍ هوکړې په تړاو هم اندېښمن و او ویل کېدل چې له طالبانو سره د خلیلزاد په هوکړه کابل جدي اعتراضونه کړي وو.
د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د ملګرو ملتونو په ۷۴ یمې اسمبلې په عمومي غونډه کې هم په دې خبره ټینګار وکړ چې په افغان سوله کې بېړه د دښمن د قوي کیدو په معنی ده.
نوموړي یو ځل بیا په بین الاافغاني خبرو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مذاکراتو ته هغه مهال وړاندې کېږي چې اوربند ټینګ شي.