تاند- افغانستان، پاکستان، امریکا او چین نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې په خپله څلور اړخیزه غونډه کې د سولې د پروسې لپاره د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو د ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پر فوري پیلېدو ټینګار وکړ.
دوی ویلي چې باید دواړه خواوې د افغانستان د یووالي، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې په هدف د سولې خبرې وکړي.
د څلورو هیوادونو استازو په اسلام اباد کې په خپله لومړنۍ غونډه کې په دې خبره ځانګړی تاکید کړی چې د سولې په مخامخ خبرو کې دې د طالبانو ټولې ډلې برخه واخلي.
دوی دا تاکید هغو اندېښنو ته په پام کړی چې ممکن د طالبانو ځیني ډلې سوله ومني او ځیني حتي د سولې په خبرو کې ګډون ونه کړي.
د اسلام اباد د غونډې په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د افغانستان جګړه د ټولې سیمې ثبات ګواښي.
د څلورو هیوادونو استازو همداراز موافقه کړې چې بله غونډه به راتلونکې اوونۍ /دوشنبه/ د جنورۍ اتلسمه/ په کابل کې جوړېږي.
لا هم د اسلام اباد د غونډې له لوري سولې ته د جوړ شوي میکانیزم په اړه دقیق معلومات نشته. دوی نه دي ویلي چې په څه ډول د سولې پروسه پر مخ بیايي او د طالبانو کومې ډلې په خبرو کې ګډون کوي او کومې نه کوي.
مخکې الجزیرې ویلي و چې د پاکستان حکومت افغان چارواکو ته د هغو طالبانو چې د سولې په بهیر کې ګډېږي او د هغوی چې ګرد سره سوله نه مني، لیست سپاري.
د اسلام اباد غونډې ته د پاکستان د صدراعظم د سیاسي چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل، باید لومړنی او اساسي هدف دا وي چې وسله والو طالبانو ته قناعت ورکړای شي چې د خبرو مېز ته راشي او له جګړې لاس واخلي.
ده همداراز وویل چې باید طالبانو ته وارمخکې شرطونه کښېنښودل شي.
د سرتاج عزیز اشاره د یو شمېر افغان چارواکو له لوري دې غوښتنې ته وه چې طالبان باید تر خبرو مخکې جګړه بنده کړي.
سرتاج عزیز له قوې څخه د کار اخیستلو مخالفت هم وکړ، ویې ویل چې په دې ډول د طالبانو ټولې ډلې خبرو ته نه شي حاضرېدای.
د سرتاج عزیز اشاره هغې موافقې ته وه چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د کابل په وروستي سفر کې له افغان چارواکو سره کړې وه او پر اساس یې ویل شوي و چې که د طالبانو هرې ډلې سوله نه غوښته د هغې خلاف به افغانستان او پاکستان په ګډه پوځي اقدام کوي.
د ملا منصور د ډلې طالبانو تراوسه پوري د اسلام اباد د غونډې او په راتلونکي وخت کې د څلورو هیوادونو له لوري د سولې د پروسې لپاره په ترتیب کېدونکي میکانیزم کې د ګډون کولو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د ملا محمد رسول د ډلې ویاند او مرستیال مشر ملا عبدالمنان نیازي د سولې په خبرو کې د امریکا، پاکستان او چین هرراز منځګړتوب رد کړ.
ده د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«موږ د سولې د خبرو په اړه څرګند دریځ لرو؛ ټول نیواکګر بهرني پوځیان باید ووځي. مسله د افغانانو ترمنځ ده، او یوازې یې افغانان حل کولی شي. موږ درېمګړي قوت ته اجازه نه ورکوو چې په موږ کې منځګړتوب وکړي.»
ملا منان نیازی ته باید وویل شی چی د خارجی قواوو د راتلو او بیا تر اوسه اوپه راتلونکی کی د پاته کیدو علت اوسبب تاسی یاست. تاسی دوی ته بهانی په لاس کی ورکوی چی دلته جنګ او جګړی دی ، امنیت نشته ، افغانانو او نړیوالو ته د بی امنی سبب کیږی. که تاسی اوربند وکړی او د افغانستان له قانونی او انتخابی دولت سره خبری وکړی نو له یوی خوا به په ګران هیواد کی سوله راشی ، افغانان به نه وژل کیږی ، د خارجی قواو د پاته کیدو لپاره به کوم دلیل نه وی موجود او له بلی خوا به تاسی د یو متمدن انسان په حیث په خپل هیواد کی ژوند کولو حق ترلاسه کړی، که همداسی لجاجت کوی نه تالیب په آرام و ی نه به ملت.