پاکستان د دې لپاره چې د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې له فشارونو نه ځان بهر کړي په کابل کې یو لړ سیاسي فعالیتونه پیل کړې دي، څو د ملي وحدت حکومت په کور دننه تر فشار لاندې شي او د پاکستان په وړاندې له سخت دریځه یا په شا شي او یا په خپل غم اخته شي.
په دې ترڅ کې د راپورونو له مخې ویل کیږي چې ښایي روانه اونۍ په کابل کې د حکومت پرضد یو شمیر کسان چې احتمالا د پاکستان ګټو ته ژمن دي او هلته یې کلونه کلونه ژوند کړی دی مظاهرې وکړي.
بل لور ته پاکستان غواړي چې قومي مسایلو ته لمن ووهي او داسې احساساتي خبرې یو شمیر کسان وکړي چې د هغوی په وړاندې نور قومونه راپاڅي او بیا هم د افغانستان دننه ستونزې پیدا شي.
قومي موضوعات ملي شورا ته د ولسمشر غني تر وینا وروسته په څو ډوله مطرح شوي، په هرات کې د پوهنتون لوحه لرې شوه د دانشګاه لوحه نصب شوه، بیا هغه لرې شوه او بیرته پوهنتون شوه، په کابل کې د ثور د اتمې نیټې په ورځ ښاغلي ډاکټر فاورق اعظم په ښکاره د پښتونو د حقونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دایکندي دومره محصلین لري او لوی کندهار دومره لږ چې دا کار نور د زغملو نه دی. د ښاغلي اعظم مخاطب هزاره وروڼه دي چې ښایي عکس العمل وښيي.
ښاغلي اعظم په ورته وخت کې د ناټو بمباریو ته اشاره وکړه. ناټو خو په تیرو پنځلس کلونو کې بمبارۍ کولې خو هغه وخت یوه ورځ هم چا د پښتون ویر ونه کړ.
د ولسمشر د لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم دې خبرو چې امنیت شورا ماته اجازه نه راکوي چې په کندوز کې علمیات وکړم ، په رسنیو کې داسې انعکاس موندلی دی چې پښتانه په ازبکانو باور نه شي کولی. حال دا چې د جنرال دوستم د رسنیو د برخې ځینو مسوولانو دا خبره کړې ده چې د لومړي معاون وړاندیز امنیت شورا د دې لپاره رد کړی دی چې حکومت نه غواړي له امنیتي چوکاټه بهر ډیر وسله وال په جګړو کې برخه واخلي، خو دا برخه ځیني رسنۍ نه منعکس کوي.
اسلام اباد بل لور ته د ولسمشر غني تر وینا وروسته د افغانستان پر ختیځ د درنو مرمیو ډزې وکړې. ښایي پاکستان به په دې ډول غوښتل چې کابل به غلی شي او بیا به په ملي شورا کې د دفاع او کورنیو چارو او ملي امنیت پر رییس د خپلو وکیلانو له لورې فشارونه زیات کړي چې دا کسان غونډې ته وروبولي.
پاکستان ولې داسې هڅې کوي؟
د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د امریکا اشنا تلویزیون ته روانه اونۍ وویل چې پر پاکستان د امریکا د متحد ایالتونو له لورې له نژدې یو کال راهیسې سخت فشار دی. د جلالي په وینا د دې فشار له کبله اسلام اباد څلور اړخیزو خبرو ته چمتو شو او ژمنه یې وکړه چې طالبان به د خبرو میز ته چمتو کوي.
د جلالي په وینا د کابل وروستي برید یو ځل بیا د اسلام اباد ژمنې ترسوال لاندې راوستې دي او ملي شورا ته د ولسمشر اشرف غني وینا دغه فشار زیات کړی او زیاتوي. خو د علي احمد جلالي په باورهغه وخت به پاکستان ډیر فشار احساس کړي چې د افغانستان دننه حکومتي چارواکي، ملي شورا، مدني ټولنې او سیاستوال خپلې ملي ګټې درک کړي او یو بل تخریب نه کړي.