تاند – د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد په یوه لوکس پنځه ستوریز، سیرینا هوټل، کې د اروپایي هېواد هنګري د سفیر د مېرمنې موبایل غلا کړای شو.

سما تلوېزیون د سفیر د مېرمنې،‌ ایمیلیا سلابو، له قوله په خپل وېب سایټ لیکلي، چې موبایل یې د هوټل د لوی تالار په مېز ایښی او دا تشناب ته تللې وه، چې راستنه شوه ګوري چې موبایل یې نشته.

مېرمن سلابو د هوټل مدیریت له پېښې خبر کړی خو هغوی ورته ویلي چې په تالار کې کمرې نه دي لګېدلي نو نشي ویلی چې موبایل به یې چا پورته کړی وي.

په اسلام اباد کې د هنګري د سفیر مېرمنې د هوټل د مدیریت په خبره قناعت نه دی کړی، او په پلازمېنه کې یې پاکستاني پولیسو ته عریضه کړې، او غوښتنه یې کړې چې د موبایل د IMEI د پلټلو له لارې دې د هغې د موبایل پل پسې واخیستل شي.

تر دې مخکې، د روان کال د سپتمبر په میاشت کې یوه جیګپوړي پاکستاني چارواکي اسلام اباد ته د ورغلي یوه کوېټي هیئت له مشر څخه د هغه بکسه او د پیسو بټوه غلا کړي ول چې وروسته پولیسو ونیو.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *