د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ کال لپاره افغان محصلینو خپله اتحادیه په داسې حال کې وټاکله چې د تېرې اتحادیې یو کلنه دوره پای ته رسېدلې وه.غونډه د تل په څېر د کلام الله په څو مبارکو ایتونو پیل او ورپسې ملي سرود واورول شو .
د غونډې په پیل کې د افغان محصلینو د اتحادیې د ټاکونکي کمېسون رئیس محب الرحمن کاموي د یاد پوهنتون د دروند او مخور افغان استاد دوکتور فضل الرحمن عبدالغفور د مبارکۍ او یووالې پیغام د غونډی مینوالو ته ولوست او په دوام یې ښاغلي کاموي د افغان محصلینو د اتحادیې د رامنځته کیدو د تاریخ، د خپلمنځي یووالې ، د اتحادیې د غړو د ناپېیلتوب او د هغوي په صادقانه مسؤلیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چی اتحادیه وخت او ستونزو ته په کتو د افغان محصلینو او استادانو لخوا رامنځته شوې، چې په یاد پوهنتون کې د افغان محصلینو په وړاندې پرتې ستونزې د اړونده ادارو او چارواکو سره شریکې اود حل لاری چارې ورته ولټوي.
ښاغلي کاموي په ټینګار وویل چې د اتحادیې د اجرائيه شورا غړي مکلف دي ترڅو له قومي ، سمتي ، ژبني او مذهبي تعصبونو پرته د محصلینو پر وړاندې پرتې ستونزي حل کړي. نوموړي همدارنګه له ټولو افغان محصلینو وغوښتل تر څو د یادې اتحادیې ملاتړ وکړي او د شتو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي .
ورپسې دافغان محصلینو د اتحادیې نوي رئیس ښاغلي نصیر احمد دراني ، مرستیال عمران مرتضی ، د مالې چارو مسؤل غلام رسول، د بهرنیو اړیکو مسؤل محب الله رهي او د نشاطاتو مسؤل عبدالرب وکیل په خپل وار خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې ژمنې ور کړې چي په صادقانه ډول به خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په مخ وړي او تر خپله وسه به دریغ نکوي. دوي ټولو په یو غږ وویل چې مونږ به د افغان تر کلمې لاندې خپل مسؤلیتونه پر مخ وړو.
هېره دې نوي چې د هرات پوهنتون قدرمن استاد دوکتور فضل احمد مهاجر هم د غونډې له هغو کلیدي ویناوالو څخه وو چې د علم ، پوهې ، یووالي او ورورولۍ په هکله یې د قران او احادیثو له مخي رڼا واچوله او د هېواد حالاتو ته په کتو یې له افغان محصلینو وغوښتل چې د زړه له کومې یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړي تر څو د تل په څېر زمونږ یووالی او اتفاق د نورو لپاره یوه غوره بېلګه وګرځي.
د افغان محصلنو د اتحادیې د واک لېږد غونډه د روان کال د جون په ۲۳ مه نېټه د شپی په ۸:۳۰ پیل او د دعاء په ویلو سره په۱۱:۳۰ پای ته ورسېدله.
راپوره : حضرت الله احسانی MSCS نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد پاکستان