د نړیوال اسلامي پوهنتون په انګړ کې د افغان محصلینو د اتحادیې له لورې بریالی شویو محصلینو ته د ښه راغلاست تر سرلیک لاندی غونډه تر سره شوه .

غونډه د کلام پاک په څو مبارکو ایتونو پیل او د دعا په ویلو پاې ته ورسیده .په یاده غونډه کې د پوهنتون د استادانو او ادارې کار کوونکو نه علاوه د افغان سفارت ځینو ډیپلوماتانو او دپاکستان د لوړو زده کړو د وزارت ځینو استازو ګډون کړې وو.

د پوهنتون په استازیتوب ښاغلې استاد دوکتور فضل الرحمن (عبدالغفور) خبري وکړې او د زده کړو په اړوند یې ګډونوالو ته د علم او پوهي ارزښتونه د قران او نبوی ارشاداتو په رڼا کې واورول ، هغه په خپله وینا کې د محصلینو څخه وغوښتل چې خپل وخت دی نه ضایع کوې او د هیواد ناخوالې دي په نظر کې ونیسي تر څو په نړیواله کچه د خپلي وړتیا، لیاقت او شایستګۍ نوم پریږدي.

2بل لورته له افغان سفارت څخه راغلې افغان  ډیپلومات ښاغلې زاهد فیاض د دواړو هیوادونو په ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړي او د پاکستان د اسلامی جمهوریت نه یی مننه وکړه چې افغان محصلینو  ته په خپل هیواد کې د زده کړو زمینه برابروی .

 د یاد هیواد د لوړو زده کړو استازې ښاغلې انجینرجهانزیب خان هم په خپلو خبرو کې ددواړو هیوادونو په دوستانه اړیکو ټینګار وکړ او کلکه ژمنه یې وکړه چې دوی به د برسونو لړۍ نوره هم غځوې او د افغان محصلینو پر وړاندې پرتې ستونځې چې په هر قیمت وی لری کوي ، هغه همدارنګه په ځانګړې ډول د پوهنتون له ادارې کارکوونکو او ښوونکو نه په کلکه غوښتنه وکړه چې د افغان محصلیننو ستونځې په جدي  ډول وڅيړي ، تر څو په ښه ډول خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي .

 په یاده غونډه کي د افغان محصلینو د اتحادیې رئس نجیب الله مومند هم په خپلو خبرو کې نویو بریالیو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ له ټولو راغلو استادانو، ادارې کارکوونکو، د یاد هیواد د لوړو زده کړو د استازو او په خاصه توګه له افغان ډیپلوماتانو څخه په کلکه وغوښتل تر څو د افغان محصلینو په مخ پرتي ( د لیلې او په اسنادو کې دارزیابۍ ) ستونځې  ژر او په جدي ډول وڅیړی .

 یاده غونډه نن ماذیګر په سمییز وخت ۴ بجې پیل او په ۷ بجو پاې ته ورسیده  چې د وینا ګانو تر څنګ یی ملې سرود ، ترانه او تمثلې ټوټه د ګډونوالو د زیات پام وړ وګرځیدل او په درنو چکچکو یې بدرګه کړل .

 سږ کال شاوخوا (۱۰۰) کسانو په یاد پوهنتون کې د زده کړو چانس تر لاسه کړې چې زیاتره یې په خپل شخصې لګښت په مختلفو پوهنځیو کی په زده کړو بوخت دې.

 نړیوال اسلامي پوهنتون چې په ۱۹۸۰ میلادي کال کې یی د تاسیس ډبره ایښودل شوي دا فغانستان په ګډون د نړۍ له ۴۵ هیوادونو څخه پکې شاوخوا  ۳۰ زره محصلین په زده کړو بوخت دی .

هر کال په لسهاوو افغان محصلین د لوړو زده کړو لپاره د پاکستان په ګډون د نړې مختلفو هیوادونو ته  سفرونه کوې چې وخت ناوخته د امنیتي ستونځو له کبله سر ټکوې .

دسعودې عربستان په مالې لګښت ورته پوهنتونه د پاکستان په ګډون په مالیزیا او سوډان هیوادونو کې هم جوړ شوی چې د نړۍ له لر او بر نه پکي په زرهاوو محصلین زده کړی کوې. څو ورځې وړاندي د خواله  رسنیو د راپور له مخې سعودی عربستان د ننګرهار ولایت د غازی امان الله خان ښارګوټې ته څیرمه د ۵۰۰ میلونه ډالرو په مالې لښګت د یوه اسلامې پوهنتون  د جوړیدو ډبره کښیښوده چی د دوکتورا په کچه به پکې زدکړې کیږي .

راپور حضرت الله احسانی

نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام اباد

پنجشنبه , 27/10/2016

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *