تاند-  پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد پولیسو ۳ افغان ښځې، چې په جعلي اسنادو لندن ته روانې وې، د اسلام اباد په هوايي ډګر کې نیولي دي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې چارواکو وویل، دا درې افغان ښځې یې د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې ونیولې چې د افغانستان پاسپورټونه او کابل ته د تلونکې پي آی اې الوتکې الوتکارتونه (بورډینګ پاسونه) یې لرل.

دوی وايي، کله چې دا درې ښځې خروجي سالون ته ورسېدې لندن ته د تلونکې الوتکې لور ته لاړې لاړې او جعلي بریتانیايي پاسپورټونه او الوتکارتونه یې ښکاره کړل.

لندن او کابل ته د بي آی اې الوتکې په یو وخت روانېدې.

دوی دغه راز وايي چې دغو ښځو د ایمایګرېشن پولیسو یا د اسناد کنټرولوونکو پولیسو ته خپل اصلي افغان پاسپورټونه او الوتکارتونه ښودلي ول.

خو مخکې تر دې چې لندن ته په تلونکې الوتکه کې کښېني، د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیسو ونیولې.

دوی وايي چې په دې تړاو یې د پي آی اې څو تنه کارکوونکي هم په دې تور نیولي چې دغو ښځو ته یې د لندن د الوت بورډینګ پاسونه ورکړي دي.

One thought on “د اسلام اباد په هوايي ډګر کې پولیسو ۳ افغان ښځې د جعلي اسناد په تور ونیولې”
  1. لعنت دی وی په پاکستان.. خپل د پلار هیواد ته هیروین لیږلای شی خو افغانان نه پریږدی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *