محمد عارف رسولي
(دوهمه برخه)
څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د مثنوي په مرسته د سوله ییز فرهنګ په هکله خبرې زیاتې تاوراتاو شوې. زیاتو افغانانو له راز راز زاویو وکتل او تبصرې یې ورباندې وکړې. په ډاډ سره وایم چې دا تیروتنه ده چې موږ په اسلام کې د سولې په هکله فکر کوو، خو بنسټ (اصل) چې قرآن او سنت دی پریږدو، ځان ورباندې نه خبروو، یا ورباندې باور نه لرو او په فروعاتو پسې ګرزو.
په تیره لمړی برخه کې د اسلام د سوله ییزې څیرې په معرفي کې یو څه مطلبونه وړاندې شول او اوس دادی دوهمه برخه له درنو لوستونکو سره شریکیږي تر څو که ممکنه وي ورڅخه ګټه واخلي.
سوله په اسلامي فرهنګ کې
اسلام، سلام او سوله له یوې مادې جوړ شوي دي. سوله زموږ په ژوند کې ژورې اعتقادي، فکري، کلتوري او ټولنیزې ریښې لري. د الله تعالی یو نوم «السلام» دی، موږ ګورو زیات مسلمانان په خپلو زامنو عبدالسلام نوم ږدي. مسلمانان چې له یو بل سره مخ شي یو پر بل سلام اچوي. معنی یې داده چې سلام، سوله، امن او نیکمرغي د وي په تا او هم له خپله پلوه د امن ډاډ او پیغام ورکوي. بل لوری هم ورته ځواب او اطمنان ورکوي او ورته لورینه ورته څرګندوي. مسلمانان په دیني مراسمو او لمانځه کې د الله تعالی په رسول، او په یو بل سلام وایي او یو بل ته امن او سوله غواړي.
سوله په دیني متونو کې
د جنګ او حرب کلمه په ټول قرآن عظیم الشان کې شپږ ځلې راغلې، خو د (السلم: سولې) او له دېنه اخیستل شوې الفاظ په (۱۲۳) مبارکو آیتونو کې راغلي دي. سوله د اسلام د بنسټیزو هدفونو په قطار کې قرار لري. قرآن کریم په ډاګه وایي چې د اسلام اصلي اومطلوبه موخه سلامتیا، امن، سولې او رڼا لور ته لارښوونه ده.
په اسلام کې د سولې بنسټونه
- انسانان که د هرې ژبې، هر قوم، او هرې سیمې وي، سره وروڼه دي. ټول د یوه پلار او یوې مور زامن دي: الله تعالی فرمایلي: « ترجمه: اې خلکو له خپل هغه رب څخه وویریږئ چې له یوه نفس یې راپیدا کړئ او له هغه یې د ده جوړه راپیدا کړه او له دواړو یې ډېر نارینه او ښځې خواره کړل. (النسا :۱). قرآنکریم په ډېرو ځایونو کې موږ انسانانو ته د آدم علیه السلام د اولادې په نوم خطاب کړی دی. د دې ډول قرآني خطاب حکمت او فلسفه داده چې موږ د ورورۍ حق په یاد وساتو او په یاد مو وي چې ورور باید په ورور ظلم او تیری و نه کړي. قرآن حتی انسان او حیوان د یوې نړۍ چې د روح او حس لرونکې نړۍ ده غړي بللی دي. له دې مبارکو ایتونو او احادیثو داسې څرګندیږي چې مسلمانان که سره په جنګ کې هم وي یو د بل په دیني لحاظ وروڼه دي او تر څو یې دین نه وي پریښئ یو د بل ورور ورته ویلای شو. په افغانستان کې هم که څوک کوم جنګېدونکي مسلمان ته د مصلحت او سولې په خاطر ورور خطاب وکړي بل څوک له دیني اړخه حق نه لري چې ورباندې نیوکه وکړي.
- مینه، مرسته، او له ټولو انسانانو سره ښه کول د هغه ایمان بنسټ دی چې الله تعالی ته د منلو وړ او د انسانانو تر منځ د غوره والي معیار دی.
د الله رسول فرمایي: « لایومن احد کم حتی یحب لاخیه مایحب لنفسه». له تاسو نه د یوه ایمان هم تر هغې بشبړ نه دی چې تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړئ چې د ځان لپاره یې خوښوئ.
الله تعالی په (المایده :۲) کې فرمایي: ژباړه: په ښیګنې او تقوا کې یو د بل مرسته وکړئ، په ګناه او تیري کې یو د بل مرسته مه کوئ.
په بل مبارک حدیث کې راغلي: مخلوقات ټول د الله تعالی عیال دی او تعال ته تر ټولو ګران او نژدې هغه دی چې مخلوقاتو ته ګټه رسوونکي وي.
مهرباني، شفقت او د هر ژوندي مرسته له هغو لویو ښیګڼو څخه دي چې انسان جنت ته رسوي. په یوه مبارک حدیث کې راځي: ترجمه: یوه سړي سو سپی ولید چې له ډېرې تندې خاورې څټي، نو ده په خپله موزه اوبه ورته را و ایستې، ترڅو تنده یې ماته شوه. الله تعالی یې د دغه عمل د شکرانې په بدل کې جنت ورکړ. اصحابو عرض وکړ: یا رسول الله ! ایا په څارویو کې هم زموږ لپاره اجر شته؟ رسول الله و فرمایل: په هر ژوندي مخلوق کې اجر شته، مطلب دا چې پر هر ذیروح مهربانی، رحمت، او مرسته یې اجر او ثواب لري، بلکه د ځمکې پرهر موجود رحمت د الله تعالی د رحمت او ثواب لامل ګرځي. (مصطفی سباعی: د سلطان محمود صلاح ژباړه).
د مخالفینو سره چلند
د الله رسول چې د الهي وحیې په مرسته رهبري کیده د مدینې د مختلفو قبیلو لپاره یې چې د مختلفو دینونو پیروان ول یو جامع قانون جوړ کړ او په چا جبر نه وو چې اسلام و مني. قرآن عظیم الشان په صریح نص سره دا موږ ته تشریح کوي چې په دین قبلولو کې اکراه او جبر نشته. د دې قانون په بنسټ د هغه وخت په محاکمو کې د یوه جلیل القدره صحابي او یوه مشرک او یهودي توپیر نه و، او په نظام کې د هر چا عزت، مال او ناموس خوندي وو. د حیرانۍ ځای دادی چې هغه کسان لکه د قریشو یو مشر عبد الله ابن ابی ابن سلول، په ظاهره یې اسلام منلی و، خو مومنان نه بلکه منافقین وو د الله رسول نه یوازې زغمل بلکه عامه خلکو بلکه خپلو نیږدې یارانو لکه عمر ته یې هم نه افشا کول. ده په دې هکله یوه صحابي ته راز ویلی و چې که اړتیا شي له ضرره یې ټولنه وساتي. موږ ویلای شو چې دا د زغم ستره بیلګه ده.
هغه د نړۍ پاچاهانو ته لیکونه استول، په ښه روښ یې له خپل رسالته خبرول، یو ډول دعوت یې ورکاوه، رابطه یې ورسره ساتله، دیپلوماسي یې کوله. دا له مخالفینو سره د سوله ییز ژوند کولو ښه مثالونه دی.
اسلام او د جنګ اصول
دیني عالمان وایي چې اصل په اسلام کې سوله ده نه جنګ. مسلمانان به هغه وخت جنګ کوي چې ورباندې وتپل شي او ورته مجبور شي، غدر او خیانت ورسره وشي، د تړون په خلاف ورباندې برید وشي، د سوله ییز دعوت او عبادت مخه یې ونیول شي او تجاوز ورباندې وشي. د الله د رسول غزوات هم د هغه وخت د مشرکینو، یهودو او د اسلام نورو دښمنانو د ډول ډول تیریو په وړاندې شوي دي.
په جنګونو او غزواتو کې هم د الله د رسول چال چلند او دیني ارشادات چې د وحیې په مرسته رهبري کیدل روښانه دي. د خپل ټول بعثت په وخت محمد (ص) په هیڅ کومه معاهده کې له مشرکینو، کفارو او خپلو دښمنانو سره وعده خلافي نه ده کړې او په کلکه یې ورباندې عمل کړی که څه هم د هغه یارانو ته به هغه معاهده نامرغوبه وه. هغه د امین په نامه پیژندل شوی او مخالفینو یې هم په دې باور درلود. د الله رسول فرمایي چې په کړکیچنو او جنګي حالاتو کې کله هم کوم کس په تاسو سلام واچاوي ضرر ورته مه رسوی. هغه امر کوي چې مسلمانان به د جنګ په وخت کروندې، کښتونه، باغونه، د اوبه خور سهولتونه له منځه نه وړي. بوډاګان، موشامومان، او ښځې به نه وژني. په جنګ کې چې مخالف جنګیالي ورته تسلیم شي سر به یې په امن کې وي، مړي به نه مصله کوي، انساني کرامت ته به یې احترام کوي.
الله تعالی د مایدې سورې په ۱۹۰ آیه کې فرمايي: او جنګ کوئ ( ای مومنانو!) په لاره د الله تعالی کې! له هغو کسانو سره چې جنګ کوي له تاسو سره. او مه کوئ زیادت (پر هیچا باندې ای مومنانو!). بیشکه چې الله تعالی نه خوښوي تېرېدونکي له حده. او وژنئ! دوی په هر ځای کې چې ومومئ دوی وباسئ! دوی له هغه ځایه چې ایستلی دي دوی تاسو. دلته مفسرین کرام وایي چې تر حد تیریدل دادي چې فاتح د جنګ په ځای او مفتوحه سیمو کې د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو، دیني لارښوونکو او هغو چا چې درباندې سلام یې واچاوه قتل وکړي. په دې ځای کې ښکاره ده چې د تجاوز په وړاندې له ځانه ننګه او بالمثل عمل روا دی او تیری د مسلمانانو له شان او د الله تعالی له حکمونو سره په ټکر کې دی.
د اسلام رویښ له خپلو دښمنانو سره په جنګ او په مفتوحه سیمو کې موږ ته هغه وخت ښه څرګندیږي چې د مکې له فتحې وروسته د الله تعالی د رسول چال چلند د خپل سابقه دار دښمن او د مشرکینو له سردار ابو سفیان او د هغه له نورو سرسخته دښمنانو سره مطالعه کړو. پیغمبر علیه السلام که څه هم پوره واک درلود، ورڅخه هر ډول غچ یې اخیستلای شو، ابوسفیان یې نه یوازې و باښه بلکه دا اعزاز یې هم ورکړ او امر یې وکړ چې هرڅوک د هغه کور ته ورشي په امن کې به وي. د خپل کاکا، غښتلي حامي او زړور جنګیالي حضرت حمزه قاتل یې هم وباښه. بل یې امر وکړ چې د مکې د فتحې په وخت چې هر څوک په خپل کور کې پاته شول بښل کیږي. که هغه د سولې او امن پلوی نه وای، که هغه د سخت زړه څښتن وای، که د انتقام، وینو تویولو او وژلو پلوی وای نو د مکې په فتحه کې خو یې کولای شوای، خو ده خلک وبښل.
د الله تعالی رسول که کله هم کوم څوک محاکمه کړي یوازې یې د الله د حکم د پلي کیدو، د عدالت او نورو انسانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره محاکمه کړی او هیڅ کله یې د خپلې شخصي عقدې او کینې په اساس څوک نه دي ځورولي او وژل خو یې لا پریږده.
د الله رسول چې د الهی وحیې په مرسته رهبري کیده، هیڅکله د وینو توېېدو او جنګ پلوی نه و، په هغه وخت یې غزواتو او وسلوال جهاد ته مخه کړې چې مقابل لوري بله لاره نه ده پریښې. اسلام موږ ته تعلیم کوي چې مسلمان باید جنګ ونه غواړي، خو که جنګ ورباندې و تپل شي نو بیا به له جنګه تیښته نه کوي او له هغه جنګه تیښته کبیره ګناه ده. په اسلام کې نه ظلم په بل چا روا دی او نه د بل ظلم منل روا بولي. اسلام وسله وال جهاد او جنګ په هغه وخت روا او غوره بللی چې د ظلم، تیري او جنګ د له منځه وړلو لپاره یې اړین بللی. خو جنګ باید تر ټاکلو موخو او معین وخت پورې وشي او کله هم چې سوله ممکنه شوه باید سوله وشي.
د سولې په هکله هم د اسلام احکام پوره روښانه دي. که مقابل لوري سوله وغوښته او شرایط یې د اسلام د ذلت لپاره نه وو نو سوله ښه ده، د کفارو له مکره مسلمانان باید الله تعالی ته پناه یوسي، هغه ورته کافی دی او سوله کولای شي. د قرآن کریم په انفال سوره ۶۱ ایت کې صریح حکم دی: او که میل وکړی کفار صلحې (روغې ته نو ته هم میل وکړه دې (صلحې) ته او توکل (اعتماد) وکړه په الله تعالی ( او مه ویریږه له مکره د دوی) بیشکه چه دغه (الله) هم ښه اوریدونکی. ( د ټولو اقوالو) ښه عالم (دانا پر ګردو او ټولو احوالو). البته د حالاتو تر پوره څیړنې وروسته د مسلمانانو په شورا سره باید پریکړه وشي. له دې ټولو څرګندیږي چې اسلام د ظلم، تیري او تجاوز دین نه دی او کله چې په مسلمانانو تیری وشي د متجاوز سره مقابله ورباندې واجبیږي.
د حدیبیې غزا او سوله
کله چې د هجرت په شپږم کال د اسلام پیغامبر له شپږ کاله وروسته و پتیله چې د مکې شریفې زیارت وکړي، هیڅ د جنګ اراده او تیاري یې نه لرله او د مکې په لوري له خپلو یارانو سره روان شو. خو په لاره کې خبر ورته راغی چې قریشو درته تیاري نیولې، مکې ته دې د زیارت لپاره نه پریږدي. کله چې د مکې او جدې تر منځ د حدیبیې سیمې ته راورسیدل یوه ډله قبایلی خلک ورته راغلل او مکې ته د تلو د علت په هکله یې ورنه پوښتنه وکړه. ده ورته وویل چې یوازې زیارت او عمره یې هدف دي. دې خلکو قریشو ته احوال ورکړ چې مسلمانان یوازې د عمرې او زیارت لپاره راغلي دي. خو هغوی و نه منله، خپل وفد یې راولیږه او دا خلک هم د الله د رسول او یارانو تر اغیزې لاندې راغلل او قریشو ته ورغلل چې باید مسلمانانو ته اجازه ورکړي خپل زیارت او د خپل رب عبادت وکړي خو هغوی بیا هم د رد ځواب ورکړ. د اسلام پیغمبر حضرت عثمان قریشو ته ورواستاوه، خو هغه هم ځنډ وکړ او د وژل کیدو اوازه یې راغله. د الله رسول نو دلته بله چاره ونه لیده او له ټولو صحابوو یې بیعت واخیسته چې له قریشو سره به جګړه کوي، له جنګه به نه تښتي، یا به فتحه وي او یا شهادت.
کله چې قریش خبر شول وویریدل او د سولې داسې وړاندیز یې وکړ. سږ کال د محمد (ص) بیرته لاړ شي، او بیا دې راتلونکی کال بیا مکې ته د عمرې لپاره راشي. په مکه کې د دری ورځې تیرې کړي، له یوه سړي سره د یوازې یوه نیزه او توره وي او بس او تورې د هم په تیکې (پوښ) کې ایښې وي. د سولې دا طرحه چې د قریشو په خوښه وه لاسلیک شوه او پریکړه وشوه چې د لسو کلونو لپاره به بیا جنګ نه سره کوي. د سولې د طرحې په متن کې دا هم ولیکل شول چې هغه څوک د مسلمانانو له خوا قریشو ته ورتسلیمیږي بیا به مسلمانانو ته نه ورسپارل کیږي خو که د قریشو لخوا مسلمانانو ته تسلیمیږي بیرته به قریشو ته ورکول کیږي. په صحابوو د انساني طبیعت په اساس دا ډول سوله زیاته درنه تمامه شوه، او زیات خواشیني شول او حضرت عمر فاروق زیات خوابدی و او د الله رسول ورته وویل چې زه د خدای بنده یم هغه مې نه ضایع کوي.
نبی کریم (ص) صحابه وو ته له عمرې د خلاصون امر وکړ خو دوی په کې ځند وکړ. ځکه له مکې نه د هغوی منع کول او د سولې ځینې شرایط ورته زړه بوږنوونکي وو. په دې وخت کې د الله رسول خپله د عمرې نه ځان خلاص کړ او بیا نورو صحابوو هم ورڅخه اطاعت وکړ. دا شرطونه او دا ډول سوله مسلمانانو ته په لمړي سر کې خورا سخت و، خو د الله رسول د خپل رب په وحیې د دې سولې له فیوضاتو خبر و او دې سختې پریکړې ته یې تن ورکړ او وروسته د الله تعالی حکمت پکې څرګند شو. الله تعالی دا غزا فتح مبین (ښکاره فتحه) وبلله. (اې پیغمبره! موږ تاته ښکاره فتحه درکړه ترڅو چې الله ستا له مخکینۍ او وروستنۍ هرې کوتاهۍ نه درتیر شي او پرتا باندې خپل نعمت بشپړ کړي او تاته سمه لاره دروښيي او تاسره قوي مرسته وکړي. الفتح ۱-۳).
د حدیبیې غزا او بیا سوله د مسلمانانو لپاره د جنګ او سولې په مسئلو کې ستر درس دی. دا موږ ته ښيي چې په سوله او جنګ کې له احساساتي دریځه ځان وساتو او د مسلمانانو، اسلام او خپلو خلکو لوړو ستراتیژیکو او اوږدمهاله ګټو ته وګورو.
همدارنګه، قرآن عظیم الشان د آل عمران به سوره ( ۱۰۳ ) آیه کې فرمایي: منګولې ولګوئ (ای مومنانو!) په رسۍ د الله ( چې قرآن دی) ټول او مه سره مختلف کیږئ (وروسته له اسلامه). او یاد کړئ تاسې (ای مومنانو!) نعمت (احسان) د الله پرتاسې کله چه وئ تاسې دښمنان نو الفت یې پیدا کړ په منځ د زړونو ستاسې کې نو وګرزیدئ تاسې په نعمت (رحمت) د الله سره (اسلامي) وړونه. او وئ تاسې په غاړه د کندې د اور ( د دوزخ په سبب د ګمراهۍ او کفر) نو خلاص یې کړئ تاسې له هغه (اوره په اسلام سره). هم داسې (لکه چه داتفاق مفاد او د نفاق ضرر یې بیان کړل) بیا نوي الله تاسې ته دلایل ( دقدرت) خپل له پاره د دې چه په سمه او صافه لاره ثبات او دوام ومومئ! او وي دې تل له تاسې یوه ډله چه بولي (خلق) په طرف د خیر (اسلام) او امر (حکم) کوي (خلکو ته) په معروف (نېکۍ) سره او منعه کوي (خلق) له منکر (بدۍ) نه او دغه (آمرین بالمعروف ناهین عن المنکر) هم دوی دي په مراد رسیدلي. دلته د ایمان، سولې او د مسلمانانو د خپلمنځي یووالي د ګټو څخه یادونه کیږي او د نفاق او شقاق بدۍ موږ ته بیانوي.
د مسلمانانو تر منځ د منازعو حل
الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې فرمایي چې ای مسلمانانو د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او له خپل منځي منازعو او شخړو ځان وساتی، که نه نو خواره واره به شئ، دبدبه او شان شوکت به مو له منځه لاړ شي، له زغم او صبر کار واخلی، ځکه چې الله تعالی د صابرانو مل دی. دلته که ښه ځیر شو الله تعالی په ټولو خپل منځي مسئلو او اختلافونو کې موږ زغم او صبر ته رابولي، له منازعو او کمشکشونو مو منع کوي او راته وایي که مو په خپلو کې منازعو ته دوام ورکړ خوار او ذلیل به شو.
الله تعالی په خپل کلام پاک کې بل ځای په سوره مایده کې فرمایي: هر څوک چې ووژني یو نفس بې له (عوض، بدل د) بل نفس نه (یا بې) له فساده په ځمکه کې ( چه په ملک کې یې فساد کړی وي) نو ګواکي وژلی دی خلق ټول، او هر چا چه ژوندی کړو دغه ( یو نفس چه سبب شي د ژوندون یې) نو ګواکي ژوندي کړي یې دي ټول خلق ټول.
د مسلمانانو په منځ کې وسلوال مخالفت فتنه ده او قرآن او نبوي احادیث ورڅخه منع کوي. که د مومنانو دوو ډلو په خپل منځ کې جګړه وکړه نو په منځ کې یې سوله وکړئ. مګر که یوې له دې دوو ډلو په بلې تیری وکړ، نو تاسو ټول و جنګېږئ د تعرض کوونکي ګروپ په وړاندې تر څو د الله تعالی حکم ته غاړه کیږدي.
له دې څخه مفسرین او علمای کرام دا لاندې معناوې اخلي:
کله چې دوه د مسلمانانو ډلې له یو بل سره په جنګ شي نو الله تعالی نورو مسلمانانو ته امر کوي چې د هغوی په منځ کې سوله وکړي. دا د الله تعالی امر دی او په تاکید وایي چې په منځ کې سوله وکړئ اې مسلمانانو. داسې نه لکه د نن ورځې مسلمانان چې د جنګ په اور پطرول ورشیندي.
بله مسئله داده چې الله تعالی دواړه خواوې که څه هم په خپل منځ کې جګړه کوي مومنان بولي او دا موږ ته راښيي چې زر یو پر بل د تکفیر ټاپې و نه وهو او له زغم او صبر کار واخلو. همدارنګه، بله مهم ټکی دا دی چې تیري کوونکی ګروپ د الله تعالی او د هغه د رسول امر ته د قضاوت کولو لپاره ( چې طبیعي خبره د نورو مسلمانانو په مرسته به د قرآن او سنت په رڼا کې کیږي) غاړه کیږدي او دوی غوږ ونیسي او د حقیقت پیروي وکړي.
له حضرت انس (رض) څخه په یوه صحیح حدیث شریف کې راځي چې د الله رسول فرمایي: مرسته وکړئ له خپل ورور سره، که هغه ظالم وي او که مظلوم. حضرت انس (رض) وایي چې ما ورنه پوښتنه وکړه: اې د الله رسوله! دا سمه ده چې که مظلوم وي ورسره مرسته وکړو که هغه مظلوم وي، مګر څنګه له هغه چا سره مرسته وکړو چې هغه ظالم وي، هغه مبارک و فرمایل: له ظلم څخه د هغه د منع کولو په مرسته ورسره مرسته وکړئ.