لیکنه: مبارک حيدر
د تهذیبي نرګسیت بله بنیادي فرضیه دا ده چي پر بل هر دين د اسلام غالبول زموږ مسولیت دی. قران او حدیث کي د دې فرضیې لپاره هيڅ بنسټ نه شته، په دې لړ کي د قران يوازي يو ايت ذکر کېږي، هغه دا دی:
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (التوبه: ۳۳)
ژباړه: دی هغه دی چي خپل رسول يې له هدایت او حق دین سره لېږلی، څو پر ټولو دينونو دین ظاهر او ښکاره کړي، که څه هم مشرکان يې نه خوښوي.
له ظهر یا اظهر د غالبیت یا مسلط کولو مانا څنګه اخلي، دا مالومه نه ده. قران کي همدا لفظ نور ځایونه هم ذکر شوی چي د ښکارولو او څرګندولو مانا ور کوي، مثلا دا لفظ د تحریم سوره کي هم راغلی:
فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ.
هر كله چي دې هغه خبر کړ او الله هم دا خبره ورته روښانه کړه، نو ده يو څه ور وښوده او د نورو له ښکارولو يې ډډه وکړه.
دا يوه پېښه ده چي د عمر فاروق لور حفصه، د ابو بکر صدیق لور عائشه په کي ښکېلي وي او د رسول الله يو راز يې افشا کړی، الله همدا خبر ده ته ور کړ، رسول الله دوئ په دې پوه کړې چي ستاسو غلطي ماته ښکاره شوې.
نو د لیظهره مانا دا شوه چي رسول دا دین ښکاره او واضح کړي، که څه هم مشرکان يې نه خوښوي. تر دې وړاندي ايت داسي دی: یريدون لیطفئوا نور الله بافواههم والله متم نوره و لو کره الکفرون. دوئ غواړي الهي نور د خولو په پوکلو مړ کړي او الله د خپل نور بشپړونکی دی که څه هم منکرين يې خوښ نه کړي.
د نور د تکمیل او حق دين پر نورو ادیانو ښکاره کول دواړه په داسي ډول بیان شوي چي ګواکي د مخالفتونو سره – سره به د نیکي او رښتینيتوب دا عمل مخ په وړاندي ځي، ور سره جوخت دا هم ذکر شوي چي د دې نور منکر کسان دا نه غواړي او په لار کي يې د خنډ کېدلو هڅې کوي. یاني د يوه جارحانه عمل په مقابل کي هم حق او رښتنولي ژوند کولای شي. دلته دا حکم نه دی یاد شوی چي که د بل مذهب خاوندان د اسلامي مذهب د ختمولو هڅه ونه کړي بیا هم تاسو مخته شئ او هغه مذهب له منځه يوسئ، ځکه د ال عمران په (۸۵) نمبر ايت کي دي: ومن یبتغ غیر الاسلام دینا فلن یقبل منه وهو فی الاخرة من الخسرین.
ژباړه: او څوک چي له اسلامي دين پرته د بل دين لټه وکړي نو هيڅکله به ترې ونه منل شي او اخرت کي به له زیان اوچتونکو وي.
دلته هم د اسلام ټینګار د سلامتي دی نه د نورو د تسخیر او خوارولو، د سمونې اعلان دی، نه د ویاړ یا تکبر. د نورو مذهبونو ختمول په هيڅ ډول نه ترې ښکاري خو يو شمېر کړۍ د(یظهر) له توري د غلبې مانا را کاږي.
بل مهم اړخ دا هم دی چي که د غلبې مانا يې هم ومنو (نو د افغانستان او پاکستان) مسلمانانو یا مجاهدينو ته دا مسولیت نه دی ور له غاړې شوی، ځکه هغه وعده د رسول الله تر ژونده اړه لري. یاني رسول د دې لپاره لېږل شوی چي دا عمل پوره کړي. په (۸) نمبر ايت کي د الهي نور د تکمیل کار الله په خپل لاس کي واخیست او د (۹) نمبر ایت فاعل يې رسول کړ چي د اظهار کار د رسول مسولیت دی. پيغمبر علیه السلام چي په خپل ژوند کي د کوم کار اتمام وکړ هغه د دې وعدې بشپړتیا وه. د مذهبونو له منځه وړل یا د هر مذهب پر منونکو د مسلمانو غالبېدل نه په دې ايت کي شته او نه په کوم بل ايت کي. د بري په نیامت د غوراوي تر لاسه کولو فلسفه که څه هم اسلافو خپله کړه او يو څه وخت د نړۍ پر ډېرو برخو يې خپل واک وچلاوه، لکن د دې اړه له دين سره په هيڅ ډول نه وه او نه د د نننۍ نړۍ لپاره داسي حکم ور کول کېدای شي، ځکه مسلمانان د خپل عمل او علم له مخې د نړۍ ډېر وروسته پاته ملت دی.
نړۍ والو رسول الله د يوه هوښیار، پوه او ځيرک انسان په توګه پېژندلی دی، دښمنانو هم دا منلې چي د يو شي په اړه ښه نظر ور کول، سمه سیاسي تګلاره خپلول او د معاملې په نزاکت ژر پوهېدل د هغه غوره ځانکړنې وې. د لیږ علم او پوهي لرونکی کس که د ده سیرت او د ژوند ډول مطالعه کړي نو ژر به ورته جوته شي چي که دی نن سبا ژوندی وای نو له تشدده په مخ اړولو به يې له نړۍ والو سره اړيکې پاللې او د سخت دريځۍ په مقابل کي به يې سفارتي رابطو او مکالمې ته ترجیح ور کړې وای. د دښمن په لیکو کي چي د عدل او انصاف کوم ځواک موجود دی، د دې مثتبو قوتونو ملاتړ موږ ځکه له لاسه ور کړ چي د ظلم خلاف مقابله و مبارزه کي زموږ د مشري واګې د رسول الله غوندي نړۍ وال مدبر په لاس کي نه دي، بلکي د داسي ناپوهانو او نالایقو لاس ته ورغلې چي د ژوند نظریات يې له انساني تهذیبه پر نفرت او کرکې ولاړ دي.
وری/ ۱۳۹۵