د سعودي حکومت د هند لومړی وزير په خپل ترټو ارزښتمن مډال  و نازاوه,
د پاکستان مطبوعات وايې چې سعودي حکومت په دې کار سره اسلامي نړۍ حيرانه کړه,، ځکه مودي د مسلمانانو قاتل دی او هغه په دي نه ارزيده,د دوی په اند سعودي حکومت په دي کار سره ډيری مسلمانان ناراضه کړيدي.

حقيقت دادی چې هغومره کسان چې د پاکستان واکمنو د خپل واکمنی پر مهال وژلي ټولي پاکستاني رسني چې د دې هيواد د څارګرې ادارې په انحصار کي دي هميشه چوپه خوله پاتي شوې او يا يې هم انعکاس په سمه توګه نه دۍ… ورکړی,د مثال په توګه د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کي د سور جماعت(لال مسجد)لسګونه زده کوونکي چې اکثرا يې د پښتنو قبايلي سيمو زده کوونکي وه د دغه هيواد د ظالم او جابر ديکتاتور د پوځ سرلښکر مشرف په امر ووژل سول,او تړاو يې د ترهګرۍ سره ورکړ او د هغوې د جسدونو سره يې وسلي کيښودلې ترڅو خپل دروغجنه ادعا په حقيقت بدله کړې حال داچې هغه ماشومان هلته د ديني زدهکړو لپاره تللې وه او هغوۍ د يوې شومي پليدي دسيسي ښکار سول,هيڅ کومي پاکستاني رسنۍ د بي شرف دې عمل ته جنايت و نه وايه,ځکه دوی ته تر اسلام ننګ ناموس ساتلو پرزای پاکستان ساتل مهم دي,او دا يې شعار دی” سب سے پہلے پاکستان”

پنځلس کاله يې د امريکايانو د خوشالی او د پيسو د لاس ته راوړلو لپاره يې په وزيرستان کي د ترهګری سره د مبارزې تر عنوان لاندي په زرګونو بي دفاع پښتانه ووژل,په لکونو کورنی يۍ کډوالی ته اړويستلې.

همدارنګه يې په بلوچستان کي په زرګونو ازادي غوښتونکي ملت پاله بلوچان ووژل,ډير شمير يې هند ته د جاسوسې په تور اختطاف کړل تر ننه يې د مرګ او ژوند هيڅ مالومات کورنيو ته نشته,حتی د هفوې په يو سپين ږيري قومي مشر(اکبر بګټي) هم ترحم ونکړ په يو بي رحمه بمبارد کي يې د کورنۍ څو غړو سره يو ځای شهيد کړ.

ديرش کاله کيږي چې د افغانانو پہ وينو يې تجارت روان کړی کله د يوې ډلې کمک کوې کله د بلې هر کله چې يوه ډله ښه قوي کړې بيا نو لکه د بيزو ويش د هغې بلې ډلې کمک ته را و دانګي او د هغې بلې ډلي خلاف مټي را بډ وهي,
مشرف د خپلې ديکتاتوری پرمهال په لاوډسپيکرونو کي پر اذان بنديز و لګاوه خو!تيره ورځ مي د هند د لومړي وزير مودي ويډيو وليدله چې پلويانو ته د وينا پر مهال د اذان غږ اورې,د اذان اوريدلو سره سم مايکونه بندوي د اذان د احترام په خاطر څو د قيقي خاموشي اختياروي!

مودي که هر ډول وي په هند کي د ميليونونه مسلمانانو وژنه نه کوي,مذهبي ازادي لري,د امريکا د خوشالولو په خاطر خپل مسلمانان د تروريست په نامه پر امريکا نه پلوري,

زموږ د هر فاتح نوم په ډير ادب احترام سره اخلي,حال دا چې هغوی هلته په زرګونو هندوان سيکان مرهټيان ووژل,تاسي پوهيږی هغوی زموږ اتلان وه او د هندوانو لپاره يرغلګر غاصبين وه,ددې سره سره مودي بيا هم په ډير احترام د هغوی نوم اخلي,له دې څخه د هندوانو د مشر شخصيت ثابتولای سو,

پاکستان زموږ د اتلانو په نامه توغندي جوړوي(غوري,ابدالي) د هغوی توهين کوي,او غواړي په دي کار سره هند ته پيغور او زموږ اتلان يرغلګر جنګ خوښونکي معرفي کړي,که چيرۍ دوی په رشتيا هم د هغوی سره مينه لري بيا دي پوهنتونونه مدرسي هسپتالونه علمي ځايونه د هغوی په نامه و نوموي,

راځم خپل اصلي خبري ته د سعودي حګومت دي کار اسلامي نړۍ نه ده حيرانه کړې بلکي د پاکستان واکمنان حيران کړې,

6 thoughts on “د اسلام قاتل څوک دئ؟ / حفیظ بدر”
  1. Salamoonah,
    D`angrezano haremooney aw os d`amrikayano gholaam> pokistan(penjabistan) tal de mosulmanano aw pa tera bya d`Afghanano gholawlo aw ferybkaryo sara zaan d`Islam-Abott turyalyan balely , hal da che Hindustan ki d pokistan la nofus saxa dder Mosulmanan osegy aw la doy saxa sha mosulman diey , Saudi ham os lag hoshyar sawi!

    Allah de wakrri che Afghan Taliban d monafekko iy-is-aeiy la net tsaxa zan xlas krry!

  2. Sok che pakistan ta yaw islami hewad gonah da, sok che de pakistan defah kawi kheyanat aw marg ye da yahodo ghonde rawah da pa de khatr che angrezano oa asia ke pakistan dohm israel jokarai, cha che da pakistan pa madrasso ke talim ??? Karai beyad che de shak pa stargo worta wagoro aw pa Afghanistan ke khpali makhi ta prenagdo, cha che pa de drughjano rahbarano pase lmonz karai la Allah na de berta toba wo ghwari, sok che da kum qawmi masher defa kawi bayad che enkar wakri, sok che de kum jangsalar na defa kawi bayad che las tr wakhli, sok che mili khainan di aw de noro mazdoran di bayad che woles ye malum kri aw makh ta ye prenagdo che de afghanano pa wino khpl dallar tr lasa kri….tr so che zmoz watanwal poh nashi aw ghairat wanakri aw khpl mashoman maktab ta laho nakri no nor ba hm dar pa dara aw zr kala wrosta ba mo hm hamdasi hal wi kum che os da. Islam hm khpl jay lari aw de watan abadi aw sokali bayad che zmoz awl hadaf wi. Nan pa watan ke na islam shta na ye neshan, kho pa kholeh ye yadawo aw aml mu nada karai.

  3. pakistan ta islami molk wail khpala la islam sara stra jafa da pakistan pa sima ki de shaitan haisiat lare la pakistaniano na hinduan 100 zala kha de wazni kho mo na

  4. تر منافق اوشیطان صفته مسلمان هر کافر چی اسلام او مسلمانانو ته تکلیف او ازار نه رسوی ډیر ښه دی .

  5. څارنوال صاحب
    دا خو ستا د پلار دین نه دی چې هر ډول چې ستا خوښه وي داسې فتواګانې صادرې کړې
    یومسلمان چې په هره اندازه ګنهګار هم وي له غیر مسلمان څخه بهتر دی او هېڅکله ترینه غیر مسلمان نه وي ښه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *