لیکنه: محمد هارون (حماد)
یواځینی پوره او بشپړ دین د اسلام سپېڅلی دین دی چې د ژوند ټولو اړخونو او څیزونو ته شامېلېږي، پدې لیکنه کې په لنډ ډول داسلام د مبین دین په رڼا کې د چاپېریال ساتنې او پاکوالي د ارزښت په اړه مهم ټکي د قلم په ژبه چمتو شوي دي، د اسلام سپېڅلی دین د چاپېریال ساتلو لپاره د اړینو او ضروري توکو په ملاتړ ځانګړې او زیاتې سپارښتنې لري، چې ټولې هغه یې دانسانانو د ښېګڼې، نیکمرغۍ، همدارنګه د اوسني نسل او راتلونکو نسلونو د اړتیاوو د بشپړولو او تضمین کولو په اړه دي، الله (ج) هر څه په لومړیو کې آزاد، سوتره، سپېڅلي او د ککړتیا لېرې پیدا او منځ ته راوړول، وروسته يې د انسانانو په واک کې ورکړل، مګر دا ورکړه یې د امانت په څېر او بیلګې باندې وه. څو خپلې اړتیاووې ورڅخه پوره، او د الله د نعمتونو او هستیو څخه ګټه پورته کړي بې لدې چې زیان ورته ورسوي، د هغې د استفادې لارې چارې یې ورته په ځلونو ځلونو په قران او احادیثو کې بیان کړې، له بې ځایه استفادې او اسراف یې منعه فرمایلې او د ټولو موجوداتو ذاتي ارزښت ته یې اشاره کړې همدارنګه بې ځایه کارونه یې په سخته غندلې ده، او دا یې څرګنده کړې چې نباید د نورو نسلونو او ژوند بڼو حقوق تر پښو لاندې کړو او ورباندې تیرۍ وکړو.

«إِنّا کُلَّ شَیءٍ خَلَقناهُ بِقَدَرٍ». (قمر ، 49)
ژباړه: ” او بې له شکه چې هر څه مو په ټاکلې اندازه پیدا کړي “
ددې وینا په تطابق باندې ویلی شو چې د اسلام په کامل دین کې هر څه خوندي دي، او هر څېز ته يې یوه څرګنده پوله او سرحد ټاکلی دی، او لازمه یې ګڼلې پر مونږ چې د هرې طبیعي زېرمې او هر څیز په استفادې او کارونه کې تیری او زیاتی ونکړو.
بل ځای د سورت البقرې په ۲۷ آیت کې الله ج داسې فرمایلي:
” الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ” (سوره البقره ۲۷)
ژباړه: هغه کسان چې په ځمکه کې فساد کوي د زیانکارانو او تیري کوونکو څخه دي.
که پورته آیت ته متوجې شواو پوره غور وکړو چاپېریال، طبیعي زېرمې، ژوند بڼې او ټول څېزونه الله تعالی پیداکړي او په هغې کې د ګډوډیو رامنځ ته کول او خرابي راوستل خپله ذات کې یو فساد دی او نتیجه به یې خامخا زیان او هلاکت وي، نو باید په ساتلو کې یې ډېر پام وکړو.
په یو بل ځای الله تعالی په خپل کلام کې فرمایلي دي:
ژباړه: ” او تاسې اسراف مه کوی چې الله (ج) اسراف کوونکي نه خوښوي”
دا آیت هم په ښکاره معنا یو لازمي امر دی چې مونږ ته الله پرې له زیاتي منعه کړې ده، که ژور فکر وکړو، هر څه باید په منظمه توګه استعمال شي کنه زیاتی پکې د ورانۍ او منځه تللو لامل ګرځي، هغه که طبیعي زېرمې، ژوند بڼې، ځنګلونه، اوبه ، او هر څه وي باید له اسراف او زیاتې کارونې چې د خپلې معینې پولې ور اوړي ځان وساتو او نور هم دې ته پرېنږدو چې زیاتۍ او اسراف وکړي.
پاکوالی او نظافت د اسلام په پاک دین کې د ایمان له نښانو څخه ګڼل کېږي چې دا خپله د پاکواليیو ارزښت دی چې اسلام ورته ځانګړی کړی دی، نو چې کله الله ج او د اسلام سپېڅلی دین پاکالي ته دومره اوچت او هسک مقام ورکړی نو مونږ انسانان خو باید سل په سله پاکوالي او نظافت ته پاملرنه وکړو او چاپېریال مو له ککړتیاوو لېرې وساتو.
رسوا الله ص په یو حدیث شرف کې فرمایلي دي:
«ان قامت علی احدکم القیامه و فی یده فسیله فلیغرسها».
که چیرې قیامت رامنځ ته شي او په لاس کې مو نیالګی ولرئ نو هغه کښت کړئ.
دا چې ځنګلونه، شنه بوټي، ونې او نور نباتات په پاک چاپېریال ساتلو کې څومره ارزښت لري د رسول ص د پورته حدیث څخه ښکاري، او دا هېڅ مناسبه نده چې شنه بوټي او نیالګي د څوک پرې کړي او له منځه یوسي.
په چاپېریال کې هغه بدلولونه چې د ناوړو اغیزو لرونکي وي، د ککړتیا په نوم یادیږي د هواککړتیا، د اوبو ککړتیا، د خاورې ککړتیا او د جامدو توکو ککړتیا په ټوله هغه ستونزې دي چې نړی او اوس مهال افغانستان کې هم زیاتې شوې دي، په ځانګړې توګه د اوبو کمښت او د هوا ککړتیا هغه ستونزې دي چې زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې په یو لوی ناورین بدل شوې دي. په ځانګړې توګه په کابل ښار او نورو لویو ښارونو کې تر ډېره په سترګو کېږي چې د زیاتره وګړو، څارویو، او نباتاتو ژوند یې له ګواښونو سره مخ کړی دی او د مختلفو ناروغیو او مرضونو لامل ګرځېدلي دي.
له بلې خوا د کابل ښار د نفوس بې کچې زیاتوالی او د نفوس تر څنګ د سوون توکو زیاتیدنه او د ښاري فرهنګ نه مراعات کول هم ددې ستونزو سربېره د چاپېریال په ککړتیا کې لوی لاس لري، همدارنګه د منظم تراسپورتي سیستم نشتوالی او د شخصی موټرونو زیاتوالی د هوا په ککړتیا لوې اغېزې اچوي اوتر څنګ یې د غږ ککړتیا هم رامنځ ته کړې ده.
نو د الهی احکامو او د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې د چاپېریال ساتل او ورته پاملرنه زموږ دنده نه بلکې یو اړین مسولیت دی چې تر څو په پاکوالي او نظافت کې یې ځانګړې پاملرنه وکړو، پورته مو یو ځای یادونه وکړه چې پاکوالی او نظافت د ایمان جز او له نښانو څخه یې یوه ده نو که چېرې مونږ خپل چاپېریال ته پاملرنه ونه لرو، نو آیا دا به زمونږ پر ایمان او اسلام کومه اغېزه ونلري؟