د هرات له ولایت څخه کابینې ته دوه نوماندان وزیرانو د اسماعیل خان غوسه یرا پارولې ده. اسماعیل خان باوري دی چې که داودشاه صبا او عبدالرحمن صلاحي کابینې ته لاره وموندله، دی او ډله یي په هرات کې ختمه شي.
د داود شاه صبا دریځ او سابقه ټول افغانستان ته څرګنده ده او اړتیا نشته چی دلته یی ولیکو!
اوس اړینه ده چی پښتانه وکیل صاحبان و پوهیږي، چې انجینیر عبدالرحمن صلاحي څوک دی.
لند به وایو، انجینیر عبدالرحمن صلاحی د هرات ولایت د متخصصانو د شورا مرستیال دی، کومه شورا چې د لمړي ځل لپاره یې د اسماعیلخان د ولایت پر مهال کې د هغه پر وړاندې بغاوت پیل او پرضد یی اوږد مهاله فعالیت کاوو. دا هغه شورا ده چی اسماعیل خان یې د ځمکی په غصب، د جهاد او مقاومت په نامه چور او په نژادي تعصب تورن کړی وو. په لاندې لینک یا تړینه کې د اسماعیلخان په هکله د دې شورا دریځ لوستلای شی(اسماعیل خان در مسند خلافت و چپاولگريهاي بينهايت )
انجینر عبدالرحمن صلاحې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې لهخوا معرفی شوی دی، چی غیر متعصب او یو تکنوکراټه متخصص کس دی. په هرات کې به هېڅ داسې پښتون یا غیرپښتون پیدا نهشی، چې د هغه په هکله به هیڅ منفی نظر ولري.
کابینې ته د ډاکټر داودشاه صبا او انجینیر عبدالرحمن صلاحي معرفی کیدل، په دې معنا دی، چې په هرات کې د ټوپکوالو او ټوپکمارو او پښتونضدو کسانو لړۍ د ختمیدو به حال کې ده او دی ولایت ته به حداقل د لومړي ځل لپاره زمینه برابره شی چی په کې نسبي قومي انډوال پلی شی.
د اسماعیل غیراخلاقي لوبه!
اسماعیل خان خپل ورستۍ سلګۍ وهي. مرګ یې د ولسی جرګې د غړو پلاس. د مرګ نه د خلاسون لپاره یی غیر اخلاقي، غیر انساني او غیر اسلامي لوبه پیل کړې ده.
تېره شپه د هغه ځانګړو کسانو د طلوع نیزو خبریالانو ته داسی معلومات ورکړل چې ګواکې انجینر صلاحي د اسماعیل خان ځانکړی کس دی، او دا خبره هیڅ حقیقت نلري. اسماعیل خان هڅه کوي، چې انجینیر صلاحې د پارلمان څخه رایه ترلاسه نه کړي. هغه غواړي چې د صلاحې پرځای داکترخلیل آذر مخ ته شي او دا هغه وخت شونې ده، چې صلاحي ته پښتانه وکیلان رایه ورنهکړی. اسماعیل خان له هم دی کبله طلوع نیوز ته دا معلومات ورکړ، چی صلاحي د هغه کس دی او به لڼد وخت کې به صلاحي و نه توانېږي، چې پښتنو وکیلانو ته سپیناوی وکړي او صلاحی به له ماتې سره مخامخ شي. اسماعیلخان په پارلمان کې ۷ وکیلان لري او ټولو ته یې امر کړی دی، چې د صلاحې او ټاکټر صبا پر ضد فعالیت پیل کړي.
بله غیر اخلاقي لوبه یې داده، چې د انجنو یو ډله یې جوړه کړې ده او هغوی ته یې دنده سپارلې ده، چې د پارلمان د غړیو سره خبرې وکړي. دا انجونې په ناسمه توګه داسې ښيې، چې ګواکې د داود شاه صبا او انجینیر صلاحي پلویانې دي او په غیر انساني او غیرخلاقی توګه د وکیل صاحبانو شمېرو ته زنګ وهي او ورڅخه غوښتنه کوي، چې دې کسانو ته رایه ورکړي. د پارلمان غړي د دې پېښو شاهدان دي او دوی به هم ویلي وي، چې دا څه ډول کمپاین دی!؟ داکمپاین د دوو نوماند وزیرانو پر ضد، اسماعیل خاني کمپیان دی.
اوس تاسو هم کولای شی، په خپله یې وڅېړۍ او ځان ته یې وګورئ. ډاکټر صبا او انجینیر صلاحي ته د رایې ورکولو له لارې د اسماعیل خان تنظیمي او توپکسالارانه ژوند ته د پای ټکی کیږدئ. دا د هر افغان او بیا د هر پښتون وکیل دنده او دین دی. هر مدني فعال باید دا پیام خپل ملګری وکیل ته ورسوي، او زمونږ هراتیو پښتو سره خپله مرسته روانه وساتي.
سر لوړی او آزاد دې وي لوی افغانستان
مه زن تو را هم کوس کنم و زن تمام پشتون های هم نظر ته.
zan-e-khodat ra koja mebare
ګرانه لیکواله دی خبرو دی هیڅ خوند رانکړی یا به زه نه پوهیږم یا به ته هیله ده چی خفه نشی خو یوه خبره درته کوم چی دجمعیت د ګوند خلک هیڅ وخت داسی کار نکوی چی یو دبل په مینځ کی یی د خفګان او درز سبب شی هغه لکه زه مونږ او تاسی پښتانه داسی ندی چی اسلامی او دینی ګټی ورته له قومی او شخصی ګټو زیات ارزښت ولری بلکه کله چی مسله قومی او شخصی ګټو ته شی نو بیا د اسلام او دین په نوم څه شی نه پیژنی او د خپل ځان د بقا لپاره هر خس وخاشاک ته لاس اچوی دا هر څه چی دوی اوس روان کړی دا هسی یوه ډرامه ده که پښتنو واقعا هم قومی تعصب درلودی نو د طالبانو او حزب اسلامی مشرانو حکمتیار او ملا محمد عمر به ګیری خریلی وایی او د دیموکراسی پدی انډوخر کی به یی ځان شریک کړی وایی اوس به پشتنو انتخابات په اکثریت د اراو ګټلی وایی د عبدالله او بل وبل اخطارونو ته به هم بهانه نه وایی پاتی چی تقلب شوی او یا په هغه ولایتونو کی امن نشته نو خلکو څنګه دومره رایی ورکړی مطلب داچی دیموکراسی د پښتنو لپاره قدرت ته د رسیدلو ډیر آسانه لار ده که قو می او تعصبی چلند وکړی ځکه په افغانستان کی د معتبرو سر شمیرونو له نگاه نه اکثریت دی ولی پښتنو هیڅ وخت قومی چلند ندی کړی بلکه همیشه یی د الله په دین غیرت کړی او خپل ځان او هر څه یی په تباه کړی و لو که هغه د هر استعمارګر او ښکیلاګر په مقابل کی و نو الله به هم ضرور په باندی غیرت کوی او له دی بد بختیو به ورته انشاالله یوه ورځ نجات ورکوی صحیح ده چی بعضی متعصبین به هم په کی وی سړی سل په سل د فرشته والی ادعا نشی کولای ولی دهغو متعصبینو گرد او چارک ته هم نشی رسیدلی چی د افعانستان په نورو قومونو کی دی او دنه تعصب ښه بیلګه یی هم داده چی د اکثرو پاچاها نو یی خپله ژبه نه وه زده لکه ظاهر شاه او امان الله خان او داسی نور
Dears ( I mean Taand administration)
Please remove the above article of Mr Hirati, no need to keep it in this page,
We kindly request please the writer not Afghan & not like Muslim writer,
Magar kela che ma de Abdulrahman Salahi Facebook pana wuleeda dase shkare che der mutaseb kas dey.
https://www.facebook.com/abdulrahman.salahi
د تاند درانه مشرتابه ته: قدرمنو ستاسو په سیاست هم پوهیدل ګران دی …………….. شاېد په پاړسو به نپوهږئ چه د ټیټی تبقی خلکو د ټیټی ژبې سپکې سپورې راباندی لولئ.
د تاند د پاڼی چلوونکی ته
کله چی ستاسو پاڼه کی یوه تبصره ولیکل شی نو یو میسج راځی چی وروسته د اداری د کتلو څخه که به ستاسو نظر یا تبصره نشر شی خو زه وایم تاسو دا لمړی تبصره وګورئ چی یو بی بی ادبه انسان څه شی لیکلی دی او تاسو هغه تبصره نشر کړیدی، ډیره بده ده دا پاڼه ډیر کسان ګوری او لولی یی هیله ده چی داسی تبصری چی ښکنځلی پکی وی خاصتا د یو قوم پسی نو تاسو هغه مه نشروی
مننه
د تاند له محترم ریاست څخه غوښتنه کوم چې د هغه کمنټونو د خپرولو څخه خود داري وکړي چې کنځلې او د انسانیت خلاف ویناوې په کې لیکل شوي وي
خبره د تعصب نه ده ، زمونږ ملی شعور لا دومره وده نه ده کړی چی خپلی ملی ګټی وپیژنو. اکثره وختونه مونږ ته نور خلک لارښوونی کوی او مونږ د دوی په خوله هغه کارونه کوو چی هم مو ځانونه تباه کړل او هم نور نه پریږدو چی یو سم کار وکړی.په مونږ کی لا پخوانی سیاسی مرضونه پاته دی او تر نن پوری یو بل ته خلکی . پرچمی ، اخوانی او طالب خطاب کوو . ترڅو چی داسی سره ویشلی یو دابه مو حال وی. د نورو سپکاوی نه کوو خو له هغوی یی باید زده کړو.
د دوکتور نجیب الله په رګونو کاویانی ، مزدګ ، وکیل ، بریالی ، علومی ، عظیمی ، آصف دلاور، او بابه جان ورننوتل چی د هغو په قومانده یی د خپلو پښتنو قوت په ملی اردو کی مات کړ او په ډیره آسانی سره یی د مسعود راتګ ته زمینه برابره کړه چی آخر یی د ده سر هم وخوړ .
د کرزی دیارلس کلنه دوره له هغو ډیره بدتره وه، د هغه د ګارد باډی ګارډان هم همداسی درواخله او په خپله واکمنی کی یی دومره پښتانه بمباری کړل چی چنګیز او انګریز ورته ګوته په غاښ پاته شول،
اوس هم د ښاغلی اشرف غنی همدا حال دی . ټول هغه کسان چی دوی عالیجناب ته یی رایه ورکړی وه له ځانه خوابدی کړل تر څو نور خوشحاله وساتی اما د دوکتور نجیب الله له تجربی نه ګټه نه اخلی ، چی کله یی یو له خپلو اوږو کوز کړ . ټولو ناری کړی چی مونږ خوږ شولو. د خپل انتقام لپاره یی ټول افغانستان ته اور ورته کړ.
«لوخی د خپل قام سپکاوی وکړ سر یی په اوبو کی ننوت».
دلته غواړم له ټول افغانه د ښاغلی محمدالله ساپی شعر تاسو ته رانقل کړم:
بی پنجشیره نه شل کیږی
محمدالله ساپی05.01.2015 10:04
یو سړی پخپل وطن کی ډیر غریب شو
وږی تږی بد قسمته بد نصیب شو
نه کوم کار اونه روزګار ورته پیدا شو
نفقې ته خپل حیران او په سودا شو
ورځ تر بلی مشکلات یې ډیریدل
اولادونه یې د ولږی زوریدل
یوه ورځی کور کې ده مشوره وکړه
هندوستان په لوری ده اراده وکړه
ویلی لاړ به شم وطن د هندوستان ته
ډیر دولت دنیا به وګټمه ځان ته
که خدای وکړی ډیر به جمع کړم دولت
بیا به خلاص شو دی نیستی او دغربت
یوه ورځی دا د هند په لور روان شو
سړی لاړو مسافر د هندوستان شو
سړی تیر کړل هندوستان کی څو کلونه
ورنه پاتی وو میرمن او اولادونه
چی ګټلې هغه بیرته یی خوړلی
په دی شان یی هلته شپې سبا کولی
نه یی فکر وو کورکلی نه هیواد ته
نه یی فکر وو میرمنی نه اولاد ته
پس له څو کالو وریاد شو خپل وطن
هم وریادی شوی لورګانی هم زامن
سړی بیرته خپل وطن ته شو راستون
ځان یی ورسوو کورته په ژوندون
هم یی ښځه هم بچی یی شول خوشاله
سړی کور ته شو راستون پس له څو کاله
بیا یې ښځی ورته تیری کړی کیسې
بی له تا وې په موږ سختی دلته شپې
بیا هم ګوره ما په فضل د خاوند
ښه په نره می تیرکړی دلته ژوند
ما په چرګ چورګړی خپل بچی ساتلي
هم می نولس روپی ګوره دی ګټلي
تا به هم وی هلته ډیر دولت ګټلی
زر یی وایه چیر ته تا هغه ساتلی
سړی جیب نه یوه روپی راوویستله
بیا روپو کې یې د ښځی واچوله
ویلی ښځی شل دی نه کړې بی له مانه
دغه یوه روپې ده څومره قدردانه
بی پنجشیره دی وطن کی نه شل کیږي
نه دا نولس په حساب کی حسابیږي
نه پښتون مړ نه پښتون دی جهاد کړی
نه ورکړی دی پښتون په وطن مړی
موږ ته ګوری د خپل حق نه ورتیریږو
خړی خړی ورته ګورو تری ویریږو
واقعیت هم دا دی چی تاسو نشر کری دی. که باوری نه لری در هراتی پشتنو سخه یی تپوس وکری>
فرید هراتی
! د تاند د اداري ښاغلو چلوونکو ته
ستاسی په پاڼه کی د ښاغلي تمیم هراتی لیکنه چه د افغانستان د جهادي خاینينو د شیطانی هلوخلو او د هغوی د خاینو څیرو څخه پرده برسیره کړي د قدر وړ ده. د ژورنالستانو دنده دا ده چه په یوه لیکنه مثبته یا منفی نیوکه هم خپره کړي مګر د ژورنالیزم اصول دا ندي چه د لیکوال پر شخصیت او یاد هغه پر ناموس ښکنخل دي هم نشر شی.
د شکیر تبصره وګورئ چه څه یی لیکلي. د تاند مسؤلین یا په سترګو ړانده دې او یا په خوب کښی ډوب دې. زه دغه تبصره نه یواځی ښاغلی تمیم ته بلکه د تاند ټولو لوستونکو ته لوی اهانت بولم او تاسۍ ته مشوره در کوم چه د ژونالیزم اصول، انسانی کرامت، اخلا ق اواد ب مراعت کړی. مننه