په کابل کې د اسټراليا سفير ښاغلى جان فليپ د افغانستان کرکټ بورډ ادارې څخه د ليدنې پر مهال د خپل هېواد له اړخه د اوږدو مهاله همکاريو ډاډ ورکړ.
د اسټراليا سفير جان فليپ چې د سفارت دریم مرستیال په شمول يو شمېر نورو مامورينو هم ورسره ملتيا کوله، ددوشنبې په ورځ (د سنبلې په ٢٠مه ) د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې دافغانستان کرکت بورډ څخه ليدنه وکړه.
هغه د کرکټ بورډ ادارې له بېلا بېلو څانګو څخه د ليدنې پر مهال له اړوندو مامورينو سره هم وليدل. دغه راز نوموړي دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس، سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد سره هم د ځانګړې ليدنې پر مهال د خپل هېواد له اړخه د اوږود مهاله همکاريو ډاډ ورکړ. جان فليپ وويل چې دى به د سفارت په وسيله د افغانستان او اسټراليا کرکټ بورډونو ترمنځ ښې اړيکې جوړوي او هڅه به کوي، چې ددواړو بورډونو ترمنځ اوږود مهاله همکاري شتون ولري.
د اسټراليا سفير ددې ليدنې پر مهال د کابل کرکټ د نړيوال لوبغالي څخه هم ليدنه وکړه او د افغانستان د کرکټ ادارې د پرمختګونو ستاينه يې وکړه. د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد د اسټراليا سفير ته د هرکلي ويلو ترڅنګ وايي، ” دافغانستان کرکټ بورډ ادارې په کم وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري او ډېر پرمختګونه یې کړي دي.
اوس بهرنۍ نړۍ او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې کرکټ پکې ډیر شهرت لري، پخپله راځي، د افغانستان کرکت له ادارې څخه ليدنه کوي او د همکاریو ژمنې کوي”.