خبریال: احمد رشاد: د اسټرالیا د سمندري سرحدونو د خوندي ساتلو عملیات درې کلن شول او حکومت دعوه کوي چې په دغه موده کې یې د انساني قاچاقبرو هڅې شنډې کړي او هم یې د خلکو له غرقیدو مخنیوی کړی دی.
دغه عملیات چې (Operation Sovereign Borders) په نوم یادیږي، د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر کې پیل شول. دا هغه وخت و چې په ټاکنو کې لیبرال ګوند له کارګر ګوند څخه میدان وګټه او د ټوني ابوټ (Tony Abbott – 18 Sep 2013_ 15 Sep 2015 ) تر مشرۍ لاندې حکومت جوړ شو.
د یادو شویو عملیاتو لومړی قوماندان جنرال انګوس کمپبیل (General Angus Campbell) و او بیا د ۲۰۱۵ کال د می په ۱۶ مه، د ده پر ځای جنرال اندریو باترل (General Andrew Bottrell) وګمارل شو.
د اسټرالیا د سرحدونو د تحفظ او کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن (Peter Dutton) یاد شوي عملیات بریالي وګڼل او زیاته یې کړه چې د همدې عملیاتو په برکت د خلکو ژوند ژغورل شوی دی.
د دغو عملیاتو له پیل وړاندې، د اسټرالیا سمندري سرحدونه خوندي نه وو او د انساني قاچاق لپاره تر ډېره لاره پرانستې وه.
اسټرالیا په اوبو کې ایساره لویه وچه ده او غیر قانوني خلک ورته د انساني قاچاقبرو په مرسته، د بیړیو له لارې راځي.
د رسمي شمیرنو له مخې، د سرحدونو د خوندیتوب له عملیاتو پنځه کاله وړاندې، په (۸۰۰) بیړیو کې (۵۰۰۰۰) کسان اسټرالیا ته داخل شوي وو.
ثبت شوې شمیرې دا هم په ډاګه کوي چې په دغه موده کې (۱۲۰۰) کسان اسټرالیا ته د راتګ په مهال غرق شوي دي.
پیټر ډوټن چې د یادو شویو عملیاتو د درېیمې کلیزې په اړه یې دوه ورځې وړاندې( د سپټمبر په ۱۸مه) وینا کوله، همدې ارقامو ته په اشارې وویل چې د سرحدونو د خوندي ساتلو عملیاتو د انسانانو ژوند ژغورلی دی.
هغه زیاته کړې: ((کله چې موږ د سرحدونو د خوندي ساتلو د عملیاتو تر چتر لاندې د ناقانونه بیړیو بیرته ګرځول شروع کړي، نو یو تن هم نه دی غرق شوی.))
وزیر ویلي چې دوی به سرحدونه همداسې خوندي ساتي، انساني قاچاقبر به ځپي، خلک به له غرقیدو ژغوري او انساني قاچاقبر به په دې ونه توانیږي چې بیړۍ یې اسټرالیا ته را ننوځي.
خو پیټر ډوټن دا هم په ډاګه کړې چې اسټرالیا ته د انساني قاچاق د مخنیوي په پار، په کار ده چې لا هم خپل سمندري سرحدونه تر ټینګې څارنې لاندې وساتي او دا ځکه چې دا مهال له (۱۴۰۰۰) ډیر کسان په اندونیزیا کې د پښو پر سر ناست دي او که د سرحدونو د خوندي ساتلو کړنلاره همدا نن کمزورې شي نو سبا دوی په بیړیو کې را روانیږي.
وزیر یو ځل بیا له خپلې کړنلارې ننګه وکړه او وې ویل: (( زموږ پیغام سخت خو مناسب دی او هغه دا دی چې څوک چې په بیړیو کې اسټرالیا ته د راتګ هڅې کوي، نو دلته به ځای په ځای نشي.))
له ټوني ابوټ وړاندې دوه صدراعظمان سر په سر د کارګر ګوند وو. میرمن جولیا ګیلارد ( Julia Gillard ) د [۲۰۱۰ کال د جون له ۲۴ مې څخه د ۲۰۱۳ کال د جون تر ۲۷ مې پورې] او بیا کیوین روډ ( Kevin Rudd) د [ ۲۰۱۳ کال د جون له ۲۷مې څخه د همدې کال د سپټمبر تر ۱۸] پورې، لومړي وزیران وو.
د لیبرال ګوند د حکومت وزیر پیټر ډوتن تور پورې کړ چې د کارګر ګوند د دغو دوو صدراعظمانو حکومتونو د دې توانايي نلرله چې د ناقانونه بیړیو مخه ډب کړي او له توقیف خونې څخه ماشومان وباسي.
د ډوټن د څرګندونو له مخې د کارګر ګوند د یادو شویو صدراعظمانو په حکومتونو کې له (۸۰۰۰) ډیر ماشومان په توقیف خونو کې وو چې دا شمیره (۲۰۱۳) کې (۲۰۰۰) ته راټیټه شوه او د دوی ایتلافي حکومت دا رقم صفر ته راښکته کړ .
وزیر دا هم وویل چې د دوی حکومت (۱۷) توقیف خونې وتړلې او خپله بودجه یې له دغه لګښت څخه خلاصه کړه.
کډوال د اسټرالیا لپاره یو لوی سرخوږی دی او دغه هیواد ته په لوړه بییه تمامیږي.
یوه تازه څیړنه ښيي چې له (۲۰۱۳) کال راهیسې اسټرالیا په توقیف خونو او د پناه غوښتوونکیو د قضیو د څیړلو په بهیر، نهه عشاریه شپږ (۹/۶ بیلیونه ډالر) لګولي دي.
د څیړنې له مخې، اټکل کیږي چې تر راتلونکیو څلور کلونو پورې پر دغه بهیر پنځه عشاریه اوه (۵/۷ بیلیونه ډالره) نور، لګښت هم راشي.