خبریال: احمد رشاد- د کډوالو پر وړاندې د اسټرالیا حکومت د نوې طرحې برخلیک لا د پارلمان پریکړې ته په تمه دی، خو  د طرحې له ملاتړ سره، مخالفتونو  هم سرونه را پورته کړي دي.

د لومړي وزیر مالکو م ټرنبل حکومت یوه هیښوونکې طرحه د تصویب لپاره چمتو کړې، د کومې له مخې چې ټول هغه کسان د تل لپاره اسټرالیا ته له بیا راتګه محروم کیدای شي،چې د بیړیو له لارې ورغلي دي.

د اپوزیشن مشر بل شارټن (Bill Shorten)، د طرحې پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی.

هغه یاده شوې طرحه مسخره ګڼلې او ویلي یې دي چې کله پارلمان ته راغله، نو د دوی ګوند (کار ګر) به ور سره ګوري.

اپوزیشن دا مهال په ولسي جرګه کې له (۱۵۰) څخه  (۶۹) څوکۍ لري. دوی بار بار د کډوالو  په اړه د حکومت په طرحو نیوکې کړي دي، خو  حکومت وايي چې دوی ته د کډوالو ستونز ې د کار ګر ګوند له حکومت څخه په میراث راپاتې دي.

 د بهرنیو چارو وزیره جولي بیشاپ (Julie Bishop)، له نوې طرحې څخه ملاتړ کوي. هغې  (ABC) راډیو ته ویلي چې دا په سرحدونو کې د ګډوډیو د لرې کولو لپاره، د حکومت وروستي اقدامات دي.

د نوموړې په وینا،  اوسني حکومت ته دغه ګډوډي د کارګر ګوند له حکومت څه راپاتې ده.

د وروستي ځل لپاره په (۲۰۱۳) کال کې، لیبرال ګوند له کارګر ګوند څخه ټاکنې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ.

لیبرال ګوند واک ته له رسیدو سره سم خپلې سمندري پولې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې ټینګې وتړلې او کړنلارې یې سختې کړې.

د استرالیا د ولسي جرګې غړې ماریا وم واکینو( Maria Vamvakinou) چې د کار ګر ګوند عضویت لري، هم دغه طرحه، ظالمانه او مذخرفه ګڼلې او ویلي یې دي چې کارګر ګوند به یې ملاتړ ونکړي.

خو د اسټرالیا لومړي وزیر مالکوم ټرنبل (Malcolm Turnbull)، دغه طرحه یوه اړتیا ګڼي او عملي کول یې مهم بولي.

د هغه په وینا د طرحې په تطبیق سره به انسانان له غرقیدلو څخه وژغورل شي او د انساني قاچاق مخه به ډب شي.

چې کله هم د کډوالو پر وړاندې د سختو کړنلارو په اړه نیوکه کیږي او د بشري حقونو ضد ګڼل کیږي، نو حکومت هغه وختونه رایادوي چې د اسټرالیا سمندري پولې د نن په څير ټینګې تړلې نه وي او قاچاقبرو ورته په ناخوندي بیړیو کې خلک را انتقالول.

د شمیرنو له مخې له( ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ ) کال پورې شاوخوا (۱۲۰۰) کسان ،چې غوښتل یې په ناقانونه توګه استرالیا ته داخل شي، غرق شوي دي.

 خو کله چې د (۲۰۱۳) کال په سپټمبر کې د سرحدونو د خوندي ساتلو عملیات پیل شول، نو د غرقیدو کچه صفر شوه.

د اسټرالیا د لومړي وزیر د څرګندونو له مخې، د سرحدونو د خوندي ساتلو د ځانګړو عملیاتو له پیل راهیسې یوه ناقانونه بیړۍ هم اسټرالیا ته نه ده داخل شوې.

اسټرالیا حکومت بار بار ویلي چې که دوی کړنلاره نرمه کړي نو انساني قاچاقبر به ترې د مارکیټنګ په توګه استفاده وکړي او په اندونیزیا کې د اسټرالیا په تمه په زرګونو میشت کسان به د سفر موزې په پښو کړي.

حکومت ویلي چې دوی ته د خپل هیواد امنیت او ثبات لومړیتوب لري او د همدغه لومړیتوب لپاره به هیڅ ناقانونه کډوال ته د راتګ اجازه ورنکړي.

د لومړي وزیر د څرګندونو له مخې، اسټرالیا کولای شي چې له خپلو سرحدونو او  ارضي تمامیت څخه ساتنه وکړي او ولس یې پوه شي چې څوک یې سرحدونو ته داخلیږي.

د نوې طرحې له تصویب وروسته به هغه ټول کسان اسټرالیا ته د همیش لپاره د ورتګ چانس له لاسه ورکړي چې له (۲۰۱۳) کال وروسته ورغلي خو بیرته شړل شوي او یا په توقیف خونو کې اوسیږي.

د طرحې له مخې که دغه کسان په راتلونکي کې ویزې ترلاسه کړي او حتی د سیاحت او سوداګرۍ نیت هم ولري نو د استرالیا دروازې یې په مخ تړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *