احمد رشاد:

د ارام ژوند په لټه یو ستړي ځوان له خپل وطنه ډير لرې په یوه ټاپو کې ساه ورکړه او له هغو کړاوونو څخه په دمه شو چې هر شیبه به یې شکنجه کوه.

د ((The Huffington Spot  انګریزي ویبپاڼې، دغه ځوان د فیصل اسحاق احمد په نوم یاد کړی دی.

دا اوویشت کلن سوډانی د پاپوا نیو ګینا اړوند په مانوس توقیف خونه کې اوسیده.

 یاده شوې توقیف خونه د اسټرالیا حکومت په مالي ملاتړ چلیږي او هغه کسان پکې ساتل کیږي چې په ناقانونه توګه اسټرالیا ته د راتګ په مهال نیول شوي وي.

متوفي چې د زړه او سر دردۍ په ناروغۍ له مودو راهیسې  اخته و، تیره پنجشنبه و غورځیده او سر یې ژور ټپونه وخوړل، روغتون ته انتقال شو ؛خو درملنې یې نتیجه ورنکړه.

ځوان په الوتکه کې له مانوس څخه اسټرالیا ته انتقال شوی و او هلته یې بیا د ضعفیت له کبله د (Royal Brisbane) په روغتون کې ساه ورکړه.

د مانوس توقیف خونې لپاره د اسټرالیا حکومت په مالي ملاتړ  د روغتیا او طبي خدمتونو نړیواله اداره  (International Health and Medical Services فعالیت کوي، خو د مانوس کډوال دغه اداره په بې غورۍ تورنوي.

د کډوالو د عمل ائتلاف ((Refugee Action coalition  په نوم یوه ټولنه، چې د متوفي له یوه ملګري سره یې په مانوس کې خبرې کړي، وايي چې د هغه په درملنه کې ډیره بې غوري شوي ده.

د دې ټولنې په حواله، د متوفي ملګري بهروز بوچاني ویلي چې له شپیتو ډیرو کسانو د روغتیا یادې شوې ادارې ته د متوفي د ناروغۍ په اړه ولیکل، خو توجه ورته ونشوه.

بوچاني، دا هم ویلي چې دغه سوډانی له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې له بیمارۍ کړیده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې،  فیصل به هره ورځ د درملنې لپاره ته، خو درملنه یې نه کیده او حتی څو ورځې وړاندې خو د یادې شوې روغتیايي ادارې یوې نرسې ورته ویلي و چې درملنې ته اړتیا نلري او روغ دی، خو دا دی له شدیدې بیمارۍ یې ساه ورکړه.

دغه راز د کډوالو د عمل ائتلاف ویاند ای ین رنټول (Ian Rintoul) ویلي چې دوی د ځوانیمرګ سوډاني له روغتیايي وضعیته له اونیو راهیسې خبر وو.

د اسټرالیا د سیډني اوسیدونکی ای ین رنټول چې سیاسي فعال او د کډوالو د وکیل په نوم هم شهرت لري، ویلي چې د معلوماتو له مخې یې متوفي، د څو اونیو راهیسې  په ضعفیت حالت کې و  او کله کله به غورځیده خو تر دې  دمه د هغه د ضعفیت او غورځیدو په اړه څیړنه ونشوه.

  د وکیلانو ائتلاف دغه مړینه یوه غمیزه ګڼلې او د ملامتۍ ګوته یې د کډوالو چارو وزارت ته نیولې ده. د یاد ائتلاف ویاند ویلي: ((زموږ باور دا و چې دی باید توقیف خونه کې نه وای، د مانوس په جزیره کې نه وای او روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی درلودای.))

خو مقابل لوري د متوفي له ناروغۍ ناخبري ښودلې او په مرګ یې خواشیني.

د اسټرالیا حکومت اړوند د مانوس او نایرو توقیف خونو څخه، چې په ټاپو ګانو کې پرتې دي، وخت ناوخت د ناوړه روغتیايي وضعیت خبرونه خپریږي. راپورونو ښودلې چې دلته ډيری اوسیدونکي په بیلابیلو رواني ناروغیو اخته دي او  حتی ځینو یې ځانوژنې هم کړي دي.

د توقیف خونو اوسیدونکي دعوه کوي چې له روحي فشارونو سربیره، مناسبو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نلري او له همدې کبله یې ناروغۍ اوږدیږي.

په ۲۰۱۴ کال کې یو ایرانی ځوان حامد خزایي په مانوس توقیف خونه کې ومړ. د هغه پښه ټپي شوې وه او بیا د نه درملنې له کبله یې وینه میکروبي شوه.

ځینې په دې باور دي چې اسټرالیا قصدا د توقیف خونو کسانو ژوند ته پاملرنه نه کوي او په دې توګه غواړي چې څوک دغه هیواد ته د بیړیو په ذریعه راتګ ته زړه ښه نه کړي.

اسټرالیا په اوبو کې ایساره لویه وچه ده چې ناقانونه کډوالو ورته د انساني قاچاقبرو په همکارۍ په بیړیو کې د راتګ هڅې کوي.

که څه هم د بشري حقونو  ځینې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د کډوالو په اړه د اسټرالیا په سختو کړنلارو نیوکې کوي، خو د اسټرالیا حکومت په زغرده وايي چې دوی به خپله کړنلاره نرمه نه کړي او هیواد به یې د ناقانونه کډوالو دمه  ځای نشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *