مالیې وزیر د اسیا پراختیایې بانک له سره د ټرانسپورټ سکټور پیاوړي کولو په موخه د ۳۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت وړیا مرستې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د لېندۍ ۲۶ مه ۱۳۹۶

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د لېندۍ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، د کابینې غړو او د پارلمان وکیلانو په شتون کې د اقتصاد عالي شورا په پیل کې، د اسیا پراختیایې بانک له مرستیالې اغلی شانی کمپبیل، سره د ټرانسپورټ سکټور پیاوړي کولو په موخه د ۳۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت وړیا مرستې دوه هوکړه لیکونه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړل.   

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د دې هوکړه لیکونو په هکله وویل:  سړکونه د افغان حکومت د پراختیایي اجنډا یوه بنسټیزه برخه ده، د سړکونو جوړول له حکومت سره مرسته کوي چې د یوه متصل افغانستان موخې ته ورسېږي. همدارنګه د ځمکني ټرانسپورټ او د اوسپنیزو کرښو شبکه کولی شي، چې د سیمې له اقتصاد سره د افغانستان نښلولو حیاتي پیوند جوړ کړي. د دې تر څنګ د لویو لارو د پام وړ اقتصادي ګټې نشو کولی چې د بیا رغونې او پوره ساتنې څخه پرته وساتو. یاد هوکړه لیک له موږ سره مرسته کوي، چې سړکونه له کومې خرابۍ او اقتصادي زیان پرته تر یوې مودې خوندي کړو.”

د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک مرستیالې اغلی شانی کمپبیل وویل: د اغېزمن او باور وړ ټرانسپورټي سکټور لرل، د افغانستان د اقتصادي ښه والي ستن ده. دوه پروژې چې نن لاسلیک شوې، د  سړکونو ټرانسپورټي خدمتونو څرنګوالي او اغېزمنتوب ته ښه والی، سیمه ایزې اړیکې اسانه او هر اړخیزې اقتصادي ودې ته زیاتوالی ورکوي. د اسیا پراختیایې بانک (ADB) ژمن دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي او خپلو پراختیایي موخو ته ورسېږي.

 د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د لومړني هوکړه لیک مرسته به له قیصار څخه تر دره بوم پوري د ۱۵۱ کیلومتر سړک جوړول، سټراتېژیک دهلېز  او په سیمه کې د هیواد د ګډون مهمه برخه ده. یاده مرسته د افغانستان لپاره ۱۵۰ میلیونه د نوې صندوق او ۱۸۰ میلیون نور یې د سپما په صندوق کې دي. یاد سړک د افغانستان د ۲۲۰۰ کیلومتره لویو لارو له ډلې څخه وروستۍ برخه ده، چې د دې هیواد مهمې برخې سره نښلوي او همدا رنګه په منځنۍ اسیا کې د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ مهم دهلېز ګڼل کېږي.

دغه پروژه د اوبو د لېږد او هم د مدرنو لویو لارو د ساتلو ځانګړنه لري. همدا شان د سړک زېربنا اړوندې اسانتیاوې، له دې ډلې د کلیو سړکونه او د ۶۰ کلیو لپاره پراختیایي پروګرامونه په دې پروژه کې په نظر کې نیول شوي دي. یاد سړک د پېښو د خطرونو کمولو او اقلیمي بدلونونو معیار ته په کتو سره ډیزاین او جوړېږي.

د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت دویم هوکړه لیک د سړکونو د شتمنیو د پروژې مدیریت لپاره د اضافي مالي مرستې په توګه لاسلیک شو.

دغه اضافي مالي مرسته د لویو لارو د شتمنیو مدیریت پروژه، کولی شي چې د مالي تدارکاتو د بدلون او د پروژې د نېټې نوې کولو څخه را منځته شوې تشه ډکه کړي. په دې پروژه کې د افغانستان د جنوبي لوري له غزني څخه تر کندهار پورې د ۲۴۰ کیلومتر حلقوي سړک جوړول او ساتنه چې په هیواد کې د شرقي سیمې اقتصادي کرښې په توګه حسابېږي شامل دي.

پراختیایي مالي مرسته د پراختیا یوه برخه او د وړتیا لوړول دي، چې د سړکونو د شتمنیو مدیریت او لویو لارو د ساتنې پایداره کارونه څرګند وي. د سیمې د نښلونې پروژه د ځمکني ترانسپورتي خدمتونو د کیفیت او اغېزمنتیا په ښه والي کې مرسته کوي او د افغانستان هر اړخیزه اقتصادي وده پیاوړې کوي.

یاده مرسته د تېر کال  اکتوبر په میاشت کې د اسیا پراخیتایې بانک ۲۵.۵ میلیونه ډالرو وړیا مرستې د تصویب په دوام کې، چې د هیواد د لویو لارو د پایداره مدیریت جوړولو تر څنګ د سړکونو د مدیریت لپاره د ټولګټو وزارت تخنیکي وړتیا لوړول په کې شامل وو، کیږي.

 د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک نوې ستراتېژۍ پر بنسټ چې د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر میاشت کې تصویب شوه، ترانسپورت له افغان حکومت سره د دې بانک د همکاریو له درې ګونو مهمو سکټورونو څخه دی، دوه نور سکټورونه یې کرنه او انرژي او همدارنګه طبیعي زېرمي دي. له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا اسیایي پراختیا بانک (ADBله افغانستان د ۸۵۰ کیلومتره سړک په جوړولو او رغونه کې مرسته کړي او د ۸۵۰ کیلومتره نور سړک په جوړولو کار روان دی. د سړک، اوسپنیزو کرښو او هوایي ډګرونو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره د دې بانک ټولې مرستې ۲،۲میلیارده ډالرو ته رسېږي.

د آسیا پراختیایي بانک چې مرکزي دفتر یې د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې دی، د دوامداره اقتصادي ودې، د چاپیریال ساتنې د ښه والي او سیمه ایز پیوستون له لارې په آسیایي هیوادونو او اوقیانوسیه کې د بیوزلۍ د کچې راکمولو لپاره کار کوي. د آسیا پراختیایي بانک په ۱۹۶۶ کال کې جوړ شوی چې ټولټال ۶۷ غړي لري چې ۴۸ یي آسیایي هیوادونه دي. دا بانک د سیمه ایزو همکاریو ۵۰ کلیزه لمانځي. په ۲۰۱۶ کال کې، د دې بانک د مرستو کچه ۳۱.۷ ملیارده ډالره وه چې په هغې کې ۱۴ میلیارده ډالره ګډ تمویل شامل وو.

د یادونې وړ ده چې د یادو هوکړه لیکونو په اړه معلومات نن د مالیې وزارت او د اسیا پراختیایې بانک له خوا د حکومت د رسنیو په مرکز کې له رسنیو سره شریک شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *