نن افغانستان پچه وګټله او نیپال ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. نیپالي لوبغاړو په 45 اورونو کې 134 منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځوېدل.

افغان لوبغاړو بیا په 36 ام اوور کې د 5 لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ. شهیدالله په توپوهنه کې ډېر ښه وځلېد، ده په 59 توپونو 52 منډې وکړې چې 3 شپږېزې او 3 څلورېزې په کې وې.

افغانان په توپ اچوونه کې هم ډېر ښه وو. راشد خان څلور، ضیاالرحمن او شاهد الله دوه دوه کسان وسوځول. تر ټولو کمې منډې بیا طارق ستانکزي ورکړې، ده په 10 اورونو کې یوازې 17 منډې ورکړې او شپږ اورونه یې مېډن (بې نمرې) وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *