د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نولس کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو او آسیایي پریمیر کپ سیالیو لپاره ملي نولس کلنه لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن د نولس کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو او آسیایي پریمر کپ سیالیو کې د ګډون لپاره ملي نولس کلنه لوبډله اعلان کړه.
ملي نولس کلنه لوبډله به کویټ کې د آسیا په پریمر کپ سیالیو کې د روان زیږدیز کال اکتوبر په ۷ نیټه ګډون کوي او د نیپال متحده عربي اماراتو، مالیزیا، سعودي عربستان او قطر ملي نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې به خپلې سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي نولس کلنې لوبډلې د چمتووالي بهیر اغیزمن وباله. نوموړي ووییل چې د ملي نولس کلنې لوبډلې له ځوانو لوبغاړو ډیره تمه لري او دوی به د نړیوال جام سیالیو تر درشله یو بریالی مزل وکړي.