د افغانستان کرکټ بورډ ټاکنیږ کمیسیون په ماليزيا کې د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ پریمیر اسيايي سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه. د (ايشين پريمير ليګ) په نامه دا پنځوس اووريزې يو ورځنۍ سيالۍ د ثور په ١١مه، ( د می په لومړۍ) نیټه په ماليزيا کې پيلېږي.
په دې سياليو کې افغانستان، عمان، هانګ کانګ، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې برخه اخلي.
ملي لوبډله په لاندې ډول ده:
محمد نبي عيسى خېل ، نور علي ځدران ، عثمان غني ، محمد مجتبی، شفيق الله شفق، سميع الله شينوارى، ، ناصر جمال احمدزى، حشمت الله شاهدى، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، اميرحمزه هوتک، ميرويس اشرف، رحمت شاه زرمتى .
شرف الدین اشرف، افسر خان، جاوید احمدي او نجیب تره کی په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.
افغانستان د می په لومړی له هانګ کانګ، د می په دویمه نیټه له اماراتو ، د می په څلورمه له مالیزیا، د می په ۵مه، له عمان او د می په ۷مه، له نيپال سره تر سره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد ددغو سياليو لپاره د ملي لوبډلې له چمتووالي يادونه وکړه او زياته يې کړه ، چې د تل په څېر به يو ځل بيا ملي لوبډله د خپلو سيالانو پر وړاندې له بريا څخه ډکه لوبه ترسره کړي .