غفور احمد جاوید –
تېره اونۍ افغانستان وکولای شول د مالیې د وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په هڅو د AIIB)) بانک غړیتوب واخلي. دا چې د افغانستان لپاره ددې بانک غړیتوب ترلاسه کول ولې مهم دي او لویه لاسته راوړنه یې بللی شو، په دې لیکنه کې پرې بحث کوو.
د AIIB بانک مخینه:
د AIIB بانک دروازه د 2016 ز کال په جنوري کې په چین کې د نړۍد لسګونو هېوادونو د استازو په حضور کې پرانستل شوه، چې غړي هېوادونه يې د سیمې، نړۍ او اسلامي هېوادونو پياوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه دي، لکه: چین، هند، ایران، روسیه، اندونیزیا، کوریا، سعودي عربستان او نور. …
د AIIB بانک د پانګونې ساحه هم د پام وړ ده، چې غواړي په شپږو برخو کې کار او پانګونه وکړي لکه کرنه، د کلیو پراختیا، برېښنا، چاپيریال ساتنه، اوبه رسونه، ټرانسپورټ او کمونیکېشن یا اړیکي.
په همدې دلیل د افغانستان لپاره ددې بانک د غړیتوب ترلاسه کولو لویه لاسته راوړنه ده، چې افغانستان په پورته برخو کې د غړو هېوادونو پام او ملاتړ ترلاسه کولای شي.
سیاسي ګټه:
دا چې دغه بانک د لسګونه میلیارده ډالرو په پانګونې سره رامنځته شوی او یوه موخه یې هم په نړۍ کې د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک سره د پانګونې او بیارغاونې په برخه کې سیالي ده، نو غواړي په ټول قوت سره پخپلو غړو هېوادونو کې پانګونې ته لاره هواره کړي.
همدارنګه ددې بانک غړي هېوادونه (چین، روسیه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او شانګهای سازمان) ددې بانک بنسټګر دي، چې په همدې دلیل هم د افغانستان اقتصاد او بیارغاونې ته د دغو نړیوالو سازمانونو او غښتلیو هېوادونو پام خورا ارزښتمند دی. پر دې سربېره هند، ایران، تاجکستان او سعودي عربستان هم ددې بانک غړي هېوادونه دي، چې کولای شي د افغانستان لپاره په سیمه او اسلامي نړۍ کې لا زیات سیاسي ملاتړ جلب کړي او دا د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت د ټیکاو لپاره خورا مهم ګام دی. دا په دې دلیل، چې که چېرې د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت ثبات ونه مومي، نو ښکاره ده، چې ورسره به سیمه هم ناامنه او بې ثباته وي/ شي.
له بل لوري په پانګونه کې تضمین خورا اړین دی، نو که دغه بانک وکولای شي د هغو پانګه والو، چې په افغانستان او سیمه کې پانګونه کوي تضمین وکړي، دا یو بل سیاسي او اقتصادي ملاتړ دی، چې نړیوالې کمپنۍ او سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي او د خپلې پانګې لپاره به یې یو نړیوال متحد هم پیدا کړی وي. دوی به کله هم په افغانستان کې د خپلې پانګې د محوه کېدو وېره ونه لري. دا ټول له پانګه والو سره مرسته کوي، چې په افغانستان کې د خپلې پانګې په تړاو وېره او ترهه ونه لري.
اقتصادي ګټې او فرصتونه:
دا چې ددې بانک اصلي رامنځته کوونکی او لوبغاړی چين دی، نو چین غواړي په سویلي او منځنۍ اسیا کې پراخه پانګونه وکړي او دغه سیمې په اقتصادي زون بدلې کړي، ځکه دا سیمې پراخې بشري سرچینې، مارکېټ او طبیعي زېرمې لري. هغسې چې باید په دې سیمو کې پانګونه شوې وای، نه ده شوې او نه هم دغو سیمو د نورې نړۍ په پرتله پرمختګ کړی دی. په همدې دلیل کله چې چین غواړي دلته پانګونه وکړي ښکاره ده، چې ددې سیمو نښلونکې نقطه افغانستان دی او دوی په همدې دلیل مجبور دي افغانستان ته خپله پاملرنه ډېره کړي، څو په افغانستان کې په زېربنایي پروژو لکه: برېښنا، رېل پټلۍ، سړکونو او ګمرکي سیستمونو پانګونه زیاته شي. تر هغو چې په دغو برخو پانګونه ونه شي منځنۍ اسیا به کله هم سویلي اسیا ته د انرژۍ د لېږد ظرفیت پیدا نشي کړای او نه به له سویلي اسیا څخه منځنۍ اسیا ته د صنعت د لېږد زمینه برابره شي.
سویلي اسیا د پراخ مارکېټ او پراخ صنعت په لرلو سره د انرژۍ له کافي کمبود سره مخ ده او منځنۍ اسیا د پراخو انرژیکي زېرمو په درلودلو سره د صنعت د نشتوالي او اوبو ته د نه لاسرسي له امله کړېږي، نو همدا د افغانستان لپاره یو بل ښه اقتصادي فرصت دی، څو د دواړو سیمو د وصل د نقطې په توګه وکولای شي له یوه د انرژۍ او له بله د صنعت د لېږد او ترانزیټ په بدل کې کافي ګټه پورته کړي. افغانستان به په دې توګه چانس ومومي، چې یوازې د ترانزیټ له لارې د کال سلګونه میلیونه ډالره ترلاسه کړي. د دغو پیسو یوه برخه همدا اوس هم افغانستان ترلاسه کوي، خو باید زیاته کړای شي.
ددې بانک ډېری غړو هېوادونو لکه هند، ایران او چین په وروستیو کې په مختلفو برخو لکه کرنه، ټکنالوژي او تخنیک کې بلا ډېر او چټک پرمختګونه کړي دي، نو افغانستان کولی شي له دې فرصت څخه په ګټې اخیستو دغه تجربې خپلې کړې او د کرنې او ټکنالوژۍ په برخه کې په عملي ډګر کې ترې ګټه پورته کړي.
امنیت:
د پانګونې لپاره امنیت ډېر اړین دی. خو بدبختانه سیمه دا مهال د نړیوال ترورېزم له جدي ګواښ سره مخ ده او ترورېزم هغه څه دی، چې د هر ډول اقتصادي پرمختګ مخه ډب کوي. ددې بانک غړیتوب به د افغانستان له امنیتي وضعیت سره په دې دلیل مرسته وکړای شي، چې ددې بانک غړي هېوادونه او په ځانګړي ډول چین به د سیمې د نښلونکې نقطې په توګه د افغانستان امنیتي وضعیت ته ځانګړې توجه وکړي. دوی مجبور دي د خپلې پانګونې لپاره هم د افغانستان امنیت ته جدي توجه وکړي. چین همدا اوس هم په افغانستان او پاکستان کې د نا امنیو له وجې له سختو ستونزو سره مخ دی. په بلوچستان کې د نا امنیو له وجې د چین ۴۲ میلیارده ډالره پانګونه همدا اوسمهال له ستونزو سره مخ ده. ددې ترڅنګ په لوګر ولایت کې د مس عینک په کان کې هم د نا امنیو له وجې د چین پانګونه له ستونزو سره مخ ده. که د سیمې هېوادونه د همدغو مجبوریتونو له وجې د افغانستان په امنیت کې مثبت رول ونه لوبوي، نو ښکاره ده، چې په دې بانک کې به خپلې ونډې له لاسه ورکړي.
په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او پروسس هغه نورې ستونزې دي، چې د پانګونې پر وړاندې یې لویه ستونزه رامنځته کړې ده. د نشه یي توکو لوی قاچاقچیان په دې هڅه کې دي، چې سیمه نا امنه کړي او په اسانۍ سره خپل کاروبار پرمخ یوسي، نو دا یو بل ښه چانس دی، چې ددې بانک غړي هېوادونه په افغانستان کې امنیت ته متوجه کوي او ورسره به ددې بانک غړي هېوادونه د نشه یي توکو پر ضد عملي مبارزې ته متهعد کړي.
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي په دې نظر شول، چې که چېرې هېوادونه په اقتصادي ډول له یو بل سره وتړل شي په نړیواله کچه د جنګ او جګړو مخه نیول کېږي. ددې دلیل دا دی، چې هلته ټول ګټه ترلاسه کوي، خو د سلنې او ظرفیت په تفاوت سره. که چېرې دغه بانک او غړي هېوادونه یې په افغانستان کې مشترګې اقتصادي ګټې ولري او ګډې پروژې پرمخ یوسي، ښکاره ده، چې د خپلو دغو پروژو د بریالیتوب لپاره به هم د افغانستان امنیت ته پام زیات کړي او ورسره به په هېواد کې دننه د بېکارۍ کچه ټیټه شي. بېکاري هم د نا امنیو یو لوی لامل دی.
پایله:
دې ټولو فرصتونو ته په کتو باید اوس افغان حکومت او د دغه بانک غړي هېوادونه څه وکړي؟
ـ دټرانزیټ لارې لکه د وریښمو لار، لاجوردو لار، چابهار بندر، تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر او داسې نورې لارې، چې منځنۍ اسیا له سویلي اسیاسره نښلوي، افغان حکومت باید اوس د ترانزیټ له همدې فرصت څخه په استفادې ددې بانک له غړو هېوادونو د ملاتړ او پانګونې غوښتنه وکړي.
ـ پراخ لابینک؛ څو سیمې ته ددې پيغام ورسوو، چې یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.
ـ چین او نور هېوادونه باید پوه شي، په سیمه کې هغه وخت د دوی پانګونه خوندي کېدای شي، چې په افغانستان کې نشه یي توکي نه وي، نړیواله ترهګرۍ نه وي او مرسته وکړي، څو مرکزي حکومت قوي او غښتلی شي. دا کار د دوی پانګونه تضمینولی شي.
ـ چین باید د ځان ریښتني ښودلو لپاره پر پاکستان فشارونه زیات کړي، څو د سیمې په امنیت کې مثبت رول ولوبوي.
ـ چین باید له هند او هند له چین سره خپل جنجالونه کم کړي او په سیمه کې ګډه پانګونه وکړي.
دې ټولو فرصتونو ته په کتو کېدای شي دا بانک په کم وخت کې د نړیوال او اسیایي بانک بدیل وګرځي او افغانستان ددې بانک د غړیتوب په ترلاسه کولو سره په سیمه او نړۍ کې خپلې اقتصادي ګټې خوندي وساتي.
د سوکاله افغانستان په هیله