خبریال: میرویس جلالزی – د اسیا چاپېریال له جدي خطر سره مخامخ شوی او د ګلتوني ګازونو مخ پر زیاتیدونکی تولید د دې لامل شوی چې په دغه لویه وچه کې یو شمیر ملکونه له ستر خطر سره مخامخ کړي.

   د هند هیواد د علومو او چاپېریال نړیوال مرکزCenter for Since and Environment دغه خبرداری په فرانسه کې د چاپېریال ساتني د نړیوالې غونډې له جوړیدو دمخه د یوه رپوټ په ترڅ کې څرګند کړی دی.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د چاپېریال له اړخه له جدي خطر سره مخامخ دی او په لویو ښارونو کې یې د چاپېریال حالت ډیر ناوړه دی.

د نړۍ په کچه د ګلتوني ګازونو زیات تولید د دې لامل شوی چې په ټولیزه توګه د ځمکي د تودوخي درجه لوړه کړي چې دا کار نه یوازي دا چې په هوا کې کاربون او نورو خطرناکو ګازنو د زیاتیدو لامل ګرځي بلکې په الاسکا کې د کنګلونو د ویلي کېدو سره د نړۍ ډیرې برخې د سیلابونو او ځمکي ښویدنې په سبب زیانمن شوي او په زرګونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د اسیا په کچه چین او د نړۍ بل ستر هیواد امریکا دوه هغه ملکونه دي چې ډیر شین کوړیز ګازونه تولیدوي او د اسیا په ګډون د نړۍ د نورو وچو خلک پر همدې دوو ملکونو ډيرې نیوکې کوي چې دوی ولي مجبوره دي چې د یادو دوو ملکونو د ګازونو لوړه بیه پرې کړي.

له دغو ملکونو یو هم هند دی چې پر چین او امریکا نیوکه کوي چې چاپېریال یې په ډیر بد حالت کې دی او د نړۍ دا دوه زبرځواکي باید د شيڼ کوړیزه ګازونو تولید تر ډیره حده را ښکته کړي.

که څه هم د امریکا دولت ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۵ کال پوري به د خپل شیڼ کوړیزه ګاز له تولید څخه ۲۸ سلنه کموي او همداراز چین ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پوري به د خپل شیڼ کوړیز ګاز له تولید څخه یوه غټه اندازه کموي او په روان کال به د خپلې انرژۍ تولید هم شل سلنه له تجدید ‌نه مننوکو سرچینو څخه بادي او لمریزيې بریښنا څخه تر لاسه کړي.

د هند هیواد د علومو او چاپېریال مرکز Center for Since and Environment په یوه راپور کې ویلي چې د نړۍ دوه مقتدر ملکونه لکه چین او امریکا باید د هغو ګازونو د تولید کچه ټیټه کړي چې د ځمکې د اوزون برخې د زیانمنولو لامل ګرځي.

د دغه مرکز یوې مشرې Sunita Narain پر وینا د دوی هیواد ژمن دی څو د نړیوالو قوانینو او پریکړو په رڼا کې له نړیوالو سره د انسانانو او څارویو لپاره د چاپېریال په خوندي کولو کې همکاري وکړي.

دغې ادارې په فرانسه کې د روان کال په پای کې د نړۍ د چاپېریال په باب د جوړیدونکيې نړیوال غونډې لپاره یو لړ وړاندیزونه هم برابر کړي چې دغه وړاندیزونه له چین پرته د اسیا د ډیرو ملکونو له لوري له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

په یادو وړاندیزونو کې د تجدید مننونکي انرژۍ له بادې اولمریزې انرژۍ څخه د کار اخیستنې په پراخولو او تر څنګ یې د ځنګلونو او خوراکي توکو د کیفیت په خوندي کولو ډیر ټینګار شوی دی.

یادې ادارې ویلي چې د اسیا ډیره برخه ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل کیږي او تر څنګ یې له بادي او لمریزې انرژۍ څخه هغسي چې په کار ده کار نه اخیستل کیږي او دا هغه لاملونه دي چې د اسیا د چاپېریال د ککړیدو نور لاملونه شمیرل کیدای شي.

په فرانسه کې په جوړیدونکې نړیواله غونډه کې به د ملګرو ملتونو د کیوتو تړون په اغیزمنتوب او همدا راز پر نویو لارو چارو خبرې وشي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره هم په فرانسه کې له دغې جوړیدونکې نړیوالې غونډې تمه لري چې دغه هیواد د اسیا د زړه په توګه د خپل تمرکز یوه برخه وګرځوي، ځکه طبیعي منابع یې په بې رحمۍ له مینځه وړل کیږي او د چاپېریال حالت یې له ناورین سره مخامخ دی.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال ښاغلی ملکزی وايي که څه هم افغانستان د اسیا په کچه د چاپېریال له اړخه ډیر ککړ نه دی لیکن د خپلو یو شمیر شمالي او سویلي ګاونډیانو په پرتله یې چاپېریال څه نا څه په نامناسب حالت کې دی چې باید ورته نړیواله پاملرنه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *