سید اصغر هاشمي

پوهنیار سیداصغر هاشمي –

مخکې له دې چې د اشرف خان هجري په تحت الشعوري شاعري بحث وکړم، اړين بولم چې ناشعوري (راغلې) او شعوري (راوړې) شاعري باندې يو زغلنده نظر وکړم.

په پښتونخوا کې ناشعوري شاعري ته (امد) او شعوري شاعري ته (اورد) وايي.

ناشعوري شاعري هغه ده، چې د شاعر ذهن ته فکر او خيال ورشي او هغه د شعر په يو چوکاټ (ځيل) کې لکه: قصيده، غزل، مثنوي، ازاد شعر او نورو کې وليکي.

د شاعر خوښه نه وي چې شعر وليکي، بلکې د شعر خوښه وي چې شاعر يې وليکي، دې ډول شاعرۍ ته ځينې اديبان او شاعران الهامي شاعري وايي. (١)

کوم شعر چې د قوي شاعرانه تجربې، مشاهدې، جذبې او احساساتو ادبي اظهار وي او د شاعر له احساساتو او جذباتو د رالړزېدلې وريځو نه لکه د پشکال د باران په څېر راڅڅېدلى وي، د شاعر شاعرانه تجربې دا مجبور کړى وي چې د الفاظو په شکل کې يې ښکاره کړي، د دې جذباتو او احساساتو تجربه شوى مثال د هغه ماشوم دى، چې نوى پيدا او ډېر سپېڅلى وي، دا به خامخا چغې او کرېږې وهي او خپل اظهار به کوي، نو شاعر که په شعر کې د يو داسې تجربې اظهار کوي، نو دې ته ناشعوري (راغلې) شاعري ويلاى شو، دې خيال ته الهام وايي او شاعر يې په شعر ويلو مجبور کړى دى، دا د شاعر مجازي اولاد دى او د شاعر نه زېږېدلى دى. (١)

ځينې خلک د شاعر ناشعوري عمل ته د الهام لفظ استعمالوي، دا خبره ښه ښکاره واضحه ده چې د پيغمبر الهام حقيقت وي او هغه دا حقيقت خلکو ته د پېغام په ډول پوره، پوره رسول غواړي، دې کې هغه د خپل ځان نه څه کمى او زياتى نه شي کولاى، بلکې څنګه چې پرې يو ايت نازل شوى وي، په هماغه ډول يې اولس ته وړاندې کوي، د دې برعکس د شاعر الهام او د ده ادبي حقيقتونه حقيقي نه وي، شاعرانه حقايق د شاعر په تصور کې حقيقي وي، خو د ده ادبي اظهار ورته حقيقي رنګ ورکوي او دې ته ادبي حقيقت وايو، يعنې د الهام پرځاى چې د ناشعوري لفظ استعمال شي، ښه به وي.(٣)

کلاسيک شاعران (خوشحال، رحمان بابا، عبدالحميد مومند، ګل پاچا الفت او نور…) ټول ناشعوري شاعري کوي.

خوشحال خان خټک په دې هکله وايي:

زه د شعر په کار هېڅ نه يم خوشحال
ولې خداى مې کړ په غاړه دا مقال
رنګ زما د شعر هېڅ سره ساز نه دى
لکه سپى راپسې ګرځي په دنبال
که د شعر ويل هرڅو د صفت وي
بيا په شعر کې پيدا شي انفعال
دا خبره بده نه ده چا ويلې
په تحقيق چې شعر حيض دى د رجال
په جهان تر شاعريه بد څه نشته
خداى اخته مه کړه سړى په دا جنجال
تفکر د شاعر به لړمون شين کا
د غليم دې په نصيب شي دا اشغال
يو يې زړه د واړه خلکو نه جدا شي
بل اخته وي د خپل فکر په تکال
بل که هر څو در ګوهر به يې په شعر
عيب جويي او جاسوسي کا د افعال
هر شاعر يې په ويلو ګوتمنډي کا
که په شعر کې ته من يې دى مثقال
دانايي علم و حکمت په کې زياتېږي
څوک چې ښه وکا د شعر استعمال
د خبرو تنستې چې و اوبدې شي
څوک اطلس او بې په شعر ځينې اشغال
کرامت دى يا اعجاز دى يا جادو دى
چې په شعر راپيدا شي له اقوال
شعر کار د هر فاسق او فاجر نه دى
نه د هر يوه وږ سترګې د کنګال
شعر کار يا د سالک يا د مالک دى
د عاشق دى د دردمند دى د ابدال
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دُر دانې پلوري په مال
غاښ وتلى ږيره سپينه لا تر اوسه
باز په لاس ګرځم په غرونو په جبال
بندوبست د پښتو شعر ما پيدا کړ
ګڼه شعر د پښتو وغير وسيال (٤)

د خان بابا د پورتني قصيدې څخه معلومېږي چې ښه شاعري ناشعوري شاعري ده، چې د جذباتو او احساساتو نه په غير ارادي ډول رالړزېدلي وي، يعنې پورته ياده خبره بابا په خپلې قصيدې کې تائيد کړې ده.

د پښتو ژبې کلاسيک شاعر عبدالحميد مومند وايي:

ما چې وپېيل دا دُر په باريکي
غوږو ورکړه يو له بل مبارکي
شعر نه دى دا خو ناب د زخمي زړه دى
يا وتلى وروستى دم له خولې د مړه دى
يا نغمه د نيم بسمل مرغه د خولې ده
يا مجنون ته معما ښکلې ليلا ده
يا د وينو اباسين وهلى موج دى
يا د ښاره د حيرت وتلى فوج دى
څو وهې د فکر ژامې باندې شخوند
زياتوې زماخبرې هومره خوند
نه دې کار د هر نا اهل بوالهوس
چې قدم ږدې د دې ناوې پر جرس
که يې څوک له مخې پورته کا پلو
د ښايست مخې يې نسته هېڅ پلو
دا ګوهر له نازکيه پېیه نشي
ازمېيلى دوباره ازمويه نشي(٥)

دلته حميد مومند هنري شعر چې شعريت په کې وي، ښکاره کوي او شعر په پېيلو ښکلو الفاظو تعريفوي او څرګندوي.

حميد د شعر او نظم توپېر کوي او هر ناظم ته حق نه ورکوي چې د هنر د ناوې په ښکلي جرس کې قدم کښېږدي ،پورتنى شعر هم ناشعوري شعر دى.

شعوري (راوړې) شاعري هغه ده ،چې يو شاعر يا ليکوال هر وخت د نظم د ليکو په فکر او خيال کې وي، فکر کوي، مضمون او موضوع لټوي، غواړي د نظم په يو چوکاټ (جوله) کې نظم وليکي، دغه ډول شاعري پکه وي او ليکوال ته يې شاعر نه بلکې نظم ليکونکى ويلاى شو، مثالونه يې زموږ او ستاسې په ټولنه کې ډېر شته دي، دوى فکر کوي چې شاعران دي، خو په حقيقت کې دوى شعر نه پېژني دوى ته بايد ناظمان وويل شي.

په شعوري شاعرۍ کې د ډېر غور او فکر کولو وروسته د نظم په لباسه کې په ليکلو مجبور شوى وي، يعنې خيال خپله د ښکاره کېدو لپاره بې قراره نه وي، شاعر په طبعیت زور اچوي او داسې اراده کوي، چې طبعیت يې غواړي او که نه غواړي، خامخا به شعرونه ليکي، نو داسې اشعار چې د احساساتو، عواطفو، جذباتو او خيالاتو تر تاثير لاندې نه وي ليکل شوي، بلکې غواړي په ارادي ډول نظم وليکي، دې ته شعوري شاعري ويل کېږي او ويونکي ته يې ناظم ويل کېږي.

دا ډول شاعري په ډېر لږ وخت کې خپل ماهيت، اصليت او حقيقت له لاسه ورکوي.

تحت الشعوري شاعري باندې بحث د روانشانسي د علم په کومک سره کولاى شو چې خپلې څرګندونې او نظريات په دې اړه وړاندې کړو.

په کلي ډول د افرادو شخصيت د دوو عواملو تر اثر لاندې دي ،چې يو ته يې ارثي (بيوژنتيک) او بل ته يې محيط يا (سوسيوژنتيک) ويل کېږي له دې دوو عواملو سره زمان هم د پام وړ دى.

وراثت او محيط (چاپېريال) د شخصيت په تشکيل او همدارنګه د انسانانو حتى د ټولو ژونديو موجوداتو په ټولو چارو کې جوړونکى رول لري.

له وراثت څخه موخه او منظور ټول هغه رواني او بدني مشخصات دي ،چې د نسل د توليد له لارې د مور او پلار (والدينو) څخه بچيانو ته لېږدول کېږي.

د وراثت تاثيرات په بدني مشخصاتو له موږ څخه به هر يوه کې د خپل پلار او نيکونو ارثي خاصيتونه پاتې کېږي، لکه د پوستکي رنګ، د بدن جوړښت او هډوکو ډول،قد، څېره، رنګ، وېښتان او داسې نور چې دا ټول ارثي بڼه او ريښه لري ،چې د والدينو نه انتقال مومي.

خو د وراثت تاثيرات په رواني مشخصاتو�� لکه: د انسان ذکاوت، استعداد، علم، پوهه، قهر، غوسه، خوشحالي، خپګان او ځينې وخت شاعري او ليکوالي د والدينو نه انتقال مومي.

محيط هم په رواني مشخصاتو تاثير لري، خو د ارثي خصوصياتو هم سترګې نه شو پټولاى، ډېر داسې موارد ليدل کېږي، چې شاعري يا ليکوالي په وراثت کې انسان ته پاتې شي او د يو ليکوال په روحياتو او نفسياتو کې د شاعرۍ استعداد او ذکاوت پروت وي ،چې د کورنۍ نه ورته پاتې وي. (٦)

موږ نفسياتي يا روحياتي کره کتنه لرو، دغه کره کتنه ډېره لرغونتيا نه لري او د نوي عصر زېږنده ده.

د دې کره کتنې بنسټ (فرويد) ايښى دى، په دې کره کتنه کې، کره کتونکي هڅه کوي، چې په ادبي اثر کې د ليکوال تحت الشعوري مطالعه کړي او هغه ټول روحي او نفسياتي عوامل ځانته معلوم کړي، چې د ده ادبي اثر د رامنځته کېدو سبب ګرځيدلی وي، نو په دې کره کتنه کې هم بايد کره کتونکي ارثي خصوصيات په نظر کې ونيسي، که چېرې يو شاعر يا ليکوال ته شاعري يا ليکوالي ارثاً پاتې شي، دې ته تحت الشعوري شاعري ويلاى شو، د دې خبرې د اثبات لپاره غواړم څو مثالونه وړاندې کړم. (٧)

په درېيو ادبي دورو کې که موږ او تاسې وګورو او د لرغونې دورې څخه شروع کړو، بيټ نيکه شاعر و، په عين وخت کې زوى يې شيخ اسماعيل هم شاعر و.

د بيټ نيکه مناجات

لويه خدايه، لويه خدايه
ستا په مينه په هرځايه
غر ولاړ دى درناوى کې
ټول ژوي په زاري کې
دلته دي د غرو لمنې
زموږ کېږدۍ دي په کې پلنې
دا وګړي ډېر کړې خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه
دلته لږ زموږ اور بل دى
و وړ کورګى دى ووړ بورجل دى
مينه ستا کې موږ مشته يو
بل د چا په مله تله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستا ده
د مړو وده له تا ده
دا پالنه ستا ده خدايه
لويه خدايه، لويه خدايه (٨)

مناجات پټې جرګې او د راز خبرو ته ويل کېږي او الله تعالى ته د بنده عاجزي، خواري او احتياج وړاندې کول دي او د الله تعالى څخه د خپلو اړتياوو د پوره کولو غوښتنه، بلنه، دعا او زاري کولو ته وايي.

لنډه دا چې پورتنى شعر مذهبي، ديني او اخلاقي رنګ لري، اوس د بيټ نيکه د زوى شعرګورو. (٩)

اسماعيل پاړکى

تېښته وکړه له ابليسه
چې ابليس لعين ښکاره شي
هلته ورکه پلوشه شي
ټول نړۍ توره تياره شي
سړى وران شي له ابليسه
غوڅ د پس په کټاره شي
که هر چا ابليس خرڅ کړ
نو يې هله ننداره شي
که سړى ابليس ته پړ شو
نو پر کور د وير ناره شي (١٠)

د بيټ نيکه او اسماعيل شعرونه نسبتاً يو ډول ځانګړتياوې لري اوله ورايه معلومېږي، چې مذهبي او ديني رنګ لري ، شيخ اسماعيل ته شاعري له پلاره ارثاً پاتې وه او د دواړو د شعرونو ځانګړتياوې هم يو شان دي، دې ته تحت الشعوري شاعري ويلاى شو.

په فرهنګيالي خوشحال کې چې د خان بابا د څلورسومې کليزې په وياړ د جرمني د کولن په ښار (١٣٨٠هـ ق-٢٠٠١م) غونډه کې د مقالو مجموعه ده، په دې مقالو کې لومړنۍ مقاله د کانديد کاډمېسین پوهاند مير حسين شاه د (زنده ګی و روزګار خوشحال) تر عنوان لاندې په دري ژبې ليکل شوې ده. وايي:

بابر مؤسس خانواده ګورګاني، خود به زبان پارسی و ترکی شعر گفته، ابو الفضل دانشمند معاصراز درباريان نوه او درباره شعر ګويی مې نوسيد، به زبان فارسي نيز اشعار دلپذير دارند.

درويشان راګر چه نه از خويشانم
ليک از دل جهان معتقد ايشانم
دورست مګوى، شاهی از درويشی
شاهم ولى بندۀ درويشانم

همايون ذوق ادبی را از پدر به ارث بورده بود که اين طور شاعری به نام تحت الشعوری شاعری ياد میشود:

بود خون ان قوم درګردنت
بود دست ان جمع در ګردنت
همان به کى بر صلح راى اوری
طريقه مروت به جاى اوری

همايون ته شاعري د خپل پلار بابر نه پاتې وه ،چې مثال يې مخکې وړاندې شو.

په منځنۍ دورې کې د خوشحال بابا زامنو او لمسيانو د خټکو ادبي مکتب ډېرو لوړو پوړيو ته رسولى دى او دغه شاعري د خټکو کورنۍ ته د بابا نه په ارثي خصوصياتو کې پاتې وه.

د خوشحال بابا په اشعارو کې د ننګ او نارينتوب، عشق او مينې، انتقادي، تصوفي، فلسفي، سياسي اونور…… شاعري د غزل، قصيدې او داسې نورو مشترکو نظمونو کې یې ټولنې ته وړاندې کړي دي او هېره دې نه وي چې بابا په پښتو او پارسي ژبو شعرونه ويلاى شو.

د بابا مشر زوى اشرف خان هم د خپل پلار په شان په پښتو او پارسي ژبې شاعري کولاى شوه او د شعر ځانګړنې يې يو اندازه خپل پلار ته ورته دې، چې دغې ته تحت الشعوري شاعري ويلاى شو.(١١)

د خان بابا پارسي شعر:

نوبهار ومى ومعشوقه وجام است انجا
زهد وپرهيزو روح را چه مقام است اینجا
قصه کوتاه که در مذهب ما اى صوفى
غير مى هر چه بود جمله حرام است اینجا

د اشرف خان هجري پارسي شعر:

طبعیت هم ندارد ميل برګفتار افغانی
چو اشعار زبان فرس در خاطر ميسر شد
همان بهتر که نظم فرس ګويم تا شود ظاهر
که مثل شعر شاهی ګرنشد، چيزى فرو ترشد

ننګ او نارينتوب د بابا له نظره:

د افغان په ننګ مې وتړه توره
ننګيالى د زمانې خوشحال خټک يم
په خپل نام و ننګ چې راشم لېونى شم
خبردار کله په سود و زيان د لک يم
چې نيولى مې دا هوډ د ننک و نام دى
که له خپله هوډه واوړم کنيزک يم

د اشرف خان له نظره:

تخت وتاج ته به سرکوز د همت نه کا
چې په داد د دهر پوه ازاده مرد دى

***

ستا له ستمونو دوره چا ورته ژړا کړم
وله مې په غشو ما همت درته نيولى

***

عشق او مينه د بابا له نظره:

جان او تن سره مثال کړه دواړه توکه
محبت که حقيقت دى که مجاز

***

عقل و عشق چې سره دواړه په دعوى شي
بل مجال د عقل نشته بې ګرېزه

***

عشقه ته تر اورنګ زيب باچا بهتر يې
چې خوشحال دې په عالم کې سربلند کړ

د اشرف خان له نظره:

په انداز زما د سوز کله پوهېږي
چا چې نه وي ازميلى د هجران اور
عشق مې شعر د زړه هسې ويرانه کړ
لکه خوږ په ژړا تور د خطروان کا

د ځان ستاينه د بابا له نظره:

ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ
د پښتو ژبه به اوس په اب و تاب شي
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ

***

زه هغه سړى يم چې قلم واخلم په لاس
ناظر مې عطارد وي چې به څه کښي په قرطاس
د خوشحال قدر که نن په جهان نشته
پس له مرګه به يې ياد کړي ډېر عالم

د اشرف خان هجري له نظره:

په پښتو ژبه مې سيال د شعر نشته
د معنو په جهان شاه اشرف خټک يم
زه شاعر نه يم بې شکه سحرګر يم
دا بياض د شعر نه د سحر کان دى

***

که هرڅو مې سيال د شعر ليده نه شي
ولې زه طفلک مکتب پدر استاد دى
د لرې برې کار نشته په ميان کې
د بابا اشعار زما داد بابا وي

اشرف خان هجري د ځان په ستاينه کې بيا هم د خپل پلار نه ځان لوړ نه ګڼي او خان بابا ته په ډېر احترام قايل دى.

په پورتنیو مثالونو کې په ډاګه معلومېږي، چې د بابا او اشرف خان هجري شاعري ډېرې ورته ځانګړتياوې لري، چې د تحت الشعوري شاعرۍ ښه مثال دى.

په معاصرې (اوسنۍ) دورې کې يې ډېر مثالونه موندلاى شو، خو د بېلګې په ډول د شمس الدين مجروح شاعري چې فلسفي رنګ لري او دغه شاعري او ليکوالي يې کورنۍ کې زوى بهاو الدين مجروح ته پاتې ده چې د تحت الشعوري شاعرۍ په نامه يادېږي. (١٢)

ماخذونه

١. خليل، ډاکټر حنيف، تنقيدي ادب، يونيورسټي بُک ايجنسي، پېښور، ١٣٩١ل کال، ص١٦.

٢. بېتاب، ګل محمد، تنقدي ادب، يونيورسټي بُک ايجنسي، پېښور، ص٤١.

٣. خليل، ډاکټر حنيف د پښتو ژبې او ادب تاريخ، يونيورسټي بُک ايجنسي، پېښور، ص١٢٠.

٤. زيور، زيور الدين، د پښتو ادبياتو لرغونې دوره، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار، ١٣٩٠ل کال .

٥. الفت، ګل پاچا، ادبي بحثونه، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور،۱۳۸۷ل کال.

٦. سالمي، محمد عالم، د عمومي ارواپوهنې ارونه، ګودر خپرندويه ټولنه، ننګرهار ١٣٩٠ل کال .

٧. هاشمي، سيد محى الدين، ادب پوهنه، اريک خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨١ل کال، ص٥.

٨. الفت،ګل پاچا،پښتو سندرې، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور ،١٣٨٦ ل کال، ص١.

٩. مسلم دوست، عبدالرحيم، خوږه ژبه، عنايت خپرندويه ټولنه، پېښور ١٣٨٨ل کال، ص٢٥٩.

١٠. محمد هوتک، پټه خزانه، کندهار، ١٣٣٩ل کال .

١١. په زيار د سرمحقق زلمي هېوادمل، فرهنګيالى خوشحال، ١٣٨٩ل کال.

١٢. زيور، زيور الدين، د پښتو ادبياتو تاريخ، منځنۍ دوره، مومند خپرندويه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۰ل کال ،ص١٤٩

2 thoughts on “د اشرف خان هجري تحت الشعوري شاعري”
  1. ددردکرښې
    نه شاعره نه مې زده ده شاعري ـــــــ ددردکرښې په کاغذ دي تحریري
    راو باسم ئې له زړه نه کله ،کله ـــــــ کني شي به په مغزو کې ځنځیري
    چاپیریال رابانـدې داسې اثرکړئ ـــــــ نـه بـه وو ینــم جهان کې بـدتـري
    زه دخپلو،پردوخلکو څه ګیله کړم ـــــــ دزړه توان مې ختـم کړئ زهیري
    ددنیا غم به په څه باندې شي لرې ـــــــ په ګوګـل کې راته جوړشو ډبري
    خالـــــده ده له آسـمــانـه رالویدلې ـــــــ ځـکه باسي هـره کرښه اثــــــري
    زه نه پوهیږم چه داشعر دئ که دا خبرې . ماته کله،کله له ځانه سره خبرې ښکاري ، چه انسان له یوازیتوب نه خلاصوي۰۰۰

  2. کومه شاعرۍ شعوري او کومه تحت الشعوری ده ؟
    یوازې دعه پوښتنه ځوای کړئ ، بیا به پوه شئ چې څومره تیروتې یا ست ، هیله ده چې لږ مطالعه وکړئ ، ادبیات په دغه ماخذو کې نه تشریح شوي او نه يي په کي څرک لګي ، ځکه هغوی خپله په ادبیاتو باندې له ژور لیده نه لیکنه کړي او نه سم پرې پوهیدلی دي ، ځکه نو تاسوهم پرهم هغه غلطه لار روان یاست ، دمقالي سرلیک مو له متن سره ګرده سره تړاو نه لري .
    خدای مو مل شه
    زرین ګل له ډیلی څخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *