قریب الرحمن سعید

که څه هم لا تر اوسه  څرګنده نه ده چې  دولسمشرۍ له پاره ددواړو کاندیدانو څخه به کوم یو  د (۵۰+۱) تر شرایطو لاندې  دغه لوبه و ګټي ، ځکه تر هغې چې د ټاکنو کمیسیون خپل رسمی اعلان  نه وې کړي نو په آټکلونو   ډیر باور نه شی کیدې .  خو هغه شمیرې چې تر اوسه پورې د  رایو د شمیرلو څخه را بیرون شوي او پخپله ډاکتر عبدالله  پرې  هم  اعتراف کړې ، دهغې له مخې  عبدالله د  اشرف غني څخه نژدې یو میلیون رایی شاته پاته  دې. خو عبدالله  وایی چې دغه رایی ټولې  جعلي اومهندسي شوې   رایی دي چې د واکمنو له لورې  پلان کړل شوې وې . دا چې په دې اړه به د ښاغلي عبدالله منطق څومره د منلو وړ وي ، ستونزمنه ده  ځکه  پخپله  عبدالله په هغه لیک  کې چې د پنجشیر د خلکو د لارښوونو په خاطر یی د ټاکنو څخه لږه  موده  وړاندې خپور کړې و ،   ویلی و چې  پخوا به قندهار د هیواد  د راتلونکې  دبرخلیک په اړه  پریکړه کوله خو اوس د پنجشیر خلک  دهیواد د برخلیک په ټاکلو کې نژدې  ۳۵ سلمه  ونډه لري .

عبدالله او دنظار شورا  د هیواد  د برخلیک په ټاکلو کې  ان د ۱۹۹۲ عیسوي کال را پدیخوا نیغ په نیغه  ونډه  لري . بلکه  ټول  برخلیک دهمدوې په لاسو ټاکل کیږي .  دا برخلیک که د روسانو سره ، یا د اسراییلو او امریکایانو سره اویا هم د ایرانیانو اوپاکستانیانو سره د تړونونو د لاسلیک کولو  په اساس  وي اویا هم  د۲۰۰۱ کال د جرمني د بن په څیر د ننګینو او وطن پلورونکو تړونونو په څیر . دا ټول دهمدوې له خوا په خپل سر لاسلیک شوي ، نه یی په کې د چا نه دپوښتنې کولو تکلیف ویستلې او نه یی دې ته اړتیا کتلې .

د ۲۰۰۱کال د بن  دننګین  تړون ، یعنې هغه وخت چې د نظار د شورا څو کسانو د ټول هیواد په برخلیک سودا کوله ، او بیا یی دحکومت په  جوړښت کې خپلې ونډې غوښتې ، د غونډې  د ګډونکونکو یو شمیر وګړو   پیغامونه  لیږل چې  هیواد  یی په ډیر ارزانه قیمت وپلورل شو ، هم دتیر تاریخ  یوه برخه ده .  هلته چې د نظار شورا د امریکایانو اوبین المللي ټولنې تر نامه  لاندې د ناټو د غړو هیوادونو سره د وزارتونو او حکومت په سر سودا وکړه . هلته هم یواځي  د همدې څو کسو   غږ پورته کیده . ددې  نه اخوا بل هر غږ خاموشه  شوې و .

 ولسمشر کرزی هم  دشمال د ټلوالې د همدې څو کسو   په خوښه حاکم کړل شو ، اوبیا یی دحکومت په ټولو چارو هم  همدوې حاکم شول . ددفاع ، کورنیو چارو  وزارتونه  او نور مهم  پوستونه  ټول د همدوې په لاسو کې اوختل را اوختل .  د فوځ  اوعسکری ځواکونو نژدې ټول  مسؤلین  دهمدې  ډلې  د وګړو څخه ګمار کیدل ، دپولیسو ځواک  او … دهمدوې د ډلې خلک وو او اوس  هم  دهمدوې پورې اړوندکسان دي . په دې اساس دغې  مخصوصي ډلې  نژدې  ۲۲ کاله په پرلپسې توګه په هیواد  حکومت کړې او د ټولو ولسونو برخلیک  یی دهغوې   د پوښتنې پرته   پخپله خوښه  ټاکلې . او اوس هم معلومه  نه ده چې که بیا واک  ته ورسیږي نو څومره موده  به دغه واکمني  په خپلو لاسو کې ساتي .

خو دغه وروستې  اعلانونه چې پخپله د عبدالله اودهغه د ټیم  له لورې  کیږي  دا ډاګیزه کوي چې دغه ټیم  د سختې ماتې سره مخ دې .په دې  اساس یی د ټاکنو دکمیسیون سره د رایو دشمیرلو په پروسه کې د نه ګډون  اعلان وکړ . خپلو وګړو ته یی امر وکړ  چې ددې پروسې څخه را بیرون شی .  تر څنګ یی اعلان وکړ چې د ټاکنو دکمیسیون  له اړخه  هره اعلان  شوې  پایله به  له یوه سره مسترد کړي .

ولسمشر کرزی یی  په لوریتوب  باندی  متهم کړ ، او ګواښ یی وکړ چې که ددوې  نظریاتو ته توجه و نه کړل شی نو د جدیت نه به کار واخلي .  خپلو ځوانانو ته یی حکم وکړ تر څو د خیاباني مظاهرو له لارې   دخپلو رایو څخه دفاع وکړي.

دولسمشرکرزي د لمړي معاون  ښاغلي قانوني په اړه هم ویل کیږي چې د تیره ورځ یی  په یوه غونډه کې  د خپل ولسمشر سره   سخته ژبه کارولې او   ویلي یی دي چې که چیرې د عبدالله غوښتنې ونه منل شی نو  استعفا به  وکړي او دخپلو ولس سره به یو ځاي شي . دغه اودغه راز ټولې نانندرې دناکامۍ او نا امیدۍ څرګندونه کوي  ځکه که په خپل بري یی باور  درلوداې   نو  په دغو ټولو مراجعو باندی به یی باور کاوه  او که د مقابل لورې پرې  د جعل کارۍ هر ډول  تهمت لګیده هغه به یی  بابس  اخست .

اوس مې یوه بله نوې او تازه خبره  د یوه تلویزوني بحث  څخه تر غوږو شوه  اوهغه دا وه چې  د فیضي په نامه یوه څیړونکې  خپله متروکه دحزب اسلامي قیادت باندې را و څرخوله او ویی ویل چې   تر هرڅه لمړۍ خو عبدالله او ټیم  یی خپل ټول باور په ولسمشر کرزي ، د ټاکنو په کمیسیون ، د شکایاتو په کمیسیون  او عدلي ادارو  باندي له  لاسه ورکړي ، خپلو غړو ته یی حکم کړې چې په هیڅ ډول پروسه کې  برخه و انخلي او نه ددې ټاکنو پایلی و مني .  تر څنګ یی ادعا کړې چې دا ټاکني د ولسمشر کرزي ، دحزب اسلامي د قاید او رهبر محترم حکمتیار او د ټاکنو دکمیسیون د دارالانشاء د مشر ضیاء امرخیل  له خوا داسې مهندسي شوي و چې دهغې له لارې یی اشرف غني واکمني ته ورساوه !!؟ ریښتیا یی ویلی چې د ناکامۍ په صورت کې   په سترګو تیاره راځي  اوهره  لورې  ورته دښمن  او تباه کونکې ښکاري .  دا په داسې حال کې ده چې حزب اسلامي افغانستان  په دې  ټاکنو کې  خپله پریکړه اعلان کړې وه  او د هیڅ  لورې خوا یی نه وه نیولې  ، ان تر دې چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مستقل کاندید ښاغلي هلال یی هم د  اشرف غني په ملاتړ  کولو و نه نازوو.بلکه برعکس یی دهغه دغه عمل ته انتحاري عمل ووایه . تر څنګ یی د نظار د ټلوالې پورې اړوندې   د  یوې حقوقي  ټولنې کسانو هم نن وویل چې  دا ټاکنې د اساسي قانون په چوکاټ کې نه دي تر سره شوي ، ځکه اساسي قانون   ددویم  پړاو د ټاکنو له پاره دوه اونۍ وخت ورکړې  و ، په داسې حال کې  چې د ټاکنو کمیسیون په همغه  لمړیو دوه اونیو کې  دا کار تر سره نه شو کړاې نو په دې اساس دا ټاکنې  غیر قانوني دي .  دا هم په داسې حال کې چې  دا حقوقپوهان  ددویم پړاو د ټاکنو نه مخته هم په هیواد کې میشت و او هیڅ یوه دا قانوني مسئله را پورته نه کړه ، خو اوس یی  د مسئلې د لانجمني کولو په خاطر دغسي یو قدم واخیست .

خو بین المللي ټولنې او ملګري ملتونو د رایو د شمېرلو د درولو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه د خواشینۍ وړ بللې اوپه دې پریکړې یی افسوس  څرګند کړې .د ملګروملتو ویندوی فرحان حق د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل:«ملګري ملتونه باور لري چې باید لازمه پروسه دوام وکړي.»

 د ملګروملتو ویندوی ټینګار وکړ:«ملګري ملتونه له کاندیدانو او د هغوی له پلویانو په کلکه غواړي چې مسوولانه عمل وکړي او له داسي څرګندونو او اعمالو ډډه وکړي چې حقوقي پروسه او سیاسي حل لاره زیانمنولی شي.»

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي دفتر وویل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د همکارۍ د ځنډولو په اړه د عبدالله عبدالله اعلان حیرانه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي د دفتر ویندوی نظیف الله سالارزي وویل چې د ښاغلي عبدالله پرېکړې د دوی د تعجبسبب شوې ده.

په هر صورت داسې بریښې  چې د دویم ځلي ټاکنو دپایلو د اعلانولو نه مخته  د عبدالله ټیم چې  فکر کوي دخپلو توقعاتو اوهیلو پرخلاف یی  ټاکني یی له لاسه ورکړي، وضع  متشنجه او کړکیچنه کړي ،دوې  دخپلو ناکامیو په صورت کې  د هیواد همغه ادارې چې په خپلو لاسو یی  جوړې کړې د اعتبار څخه ساقطې  ګڼي ،د ولس همغو  رایو ته  چې  تر اوسه یی په ډیر درنښت یادولې  ، درنښت او احترام  نه څرګندوي ،  خپل رقیب ټیم ته  د احترام  او درنښت په ځآې او دخپلې ماتې د منلو په ځاې  کشمکش ته لاره همواروي ، د خپلو حقوقپوهانو له لارې د   ټاکنو دکمیسیون  واکمني  او اختیارات تر پوښتنې لاندې راولي ،  خپلو ځوانانو ته د خیاباني مظاهرو  کولو او هرج مرج   را منځته کولو لارښووني کوي ، وسلوال پاڅون  ته ګوتڅنډنه کوي . بین المللي مؤسساتو ته  احترام  نه  څرګندوي ، او د پخوا په څیر د زور او ځواک  څخه دکار د اخیستو په واسطه غواړي  دغه دولت  ځانته میراث کړي . داسې  هڅه کیږي چې د ټاکنو دا بهیر د سترو بحرانو سره مخ کړي ، نظامي حالات  داسې  جوړ کړی چې د نظامي قواوو له پاره لاره پرانځي  تر څو  د عسکري کودتا له لارې  واکمني دخپلې ډلې په واک کې و ساتي .

د یوې باوري سرچیني په حواله  چې وایی :  نظار شورا او ډلې یی  په  عسکري  او پولیسي قواو پوره پوره ولکه کړې ده . د سر نه  تر اخره پورې  په کې دهمدوې د ډلې روزل شوي  کسان دي ، د جنرال نه نیولې تر  کوچني ظابط او عسکر پورې ټول ددوې روزل شوي وګړي دي ، همدا  راز په پولیسي قواو کې یی هم  په دغو  ۲۲ کالو حکمرانۍ کې   پوره کار کړې دي ،  دکورنیو چارو او دفاعي چارو وزارتونه  تل ددوې په لاسو کې پاته شوي دي او ټول تعینات  یی دهمدوې دکسانو له اړخه  تکمیل شوي دي . د بهرنیو  چارو په وزارت کې هم عبدالله دومره  لاسوهنه کړې  چې   همغه خپل روزل شوي  وګړي یی په کې ځاې په ځاې کړي  او …. په دې اساس  عبدالله او ټیم یی غواړي  چې  د ټاکنو دا مسئله بحراني کړي ، په همدې خاطر یی دخپل مربي  ولسمشر کرزي  څخه هم خپل باور  واخیست او د نورور ادارو څخه هم  ، تر څو د نظامي کودتا له پاره لاره همواره کړي  او ځواک د څه مودې له ��اره دنظامي  قواو په لاسو کې پاته شی او دهغې وروسته د شرایطو په برابریدو سره  بیا د ټاکنو د ډرامي له  لارې  خپله د واکمنۍ  هیله تر سره کړي ؟!!

اوس دا د ټاکنو دکمیسیون دنده  ده  چې  څومره ژر کولې شي  ، ددې بحران څخه د وتلو  له پاره داسې اصولی لارې پیدا کړي چې ولس د یوه بحران نه بل ته ور ننه نه وځي . ځکه یو شمیر عناصر غواړي  دخپل واک او ځواک په  قیمت  هیواد د سترو  نه  ستر بحران سره مخ کړي ، د قومونو اوولسونو تر منځ ، د ژبني  عصبیتونو درا پاریدو  په اساس  او د مذهبي  مشاجرو د رامخته کولو له مخې داسې اور ته لمن ووهي  چې  بیا یی د له منځه وړلو له پاره  د هیچا سره توان  او طاقت نه وي .

دا چې د اشرف غني ټاکنه  به د ولس  له پاره  څومره  ګټه ولري ، وروستۍ خبره  ده ، ځکه چې دا خبره  به دهغه د ټیم دهغو کسانو پورې  را نغښتې  وي چې   اشرف غني  یی له ځانه سره  په خپل کاري ټیم کې اخلي .  اوس خو داسې څرګندیږي چې  اشرف غني هم د پخواني رژیم څخه د را پاته وزیرانو او اپرچونستانو تر منځ  راګیر دي .  که چیری  اشرف غني و توانید چې  دخپل ځان له پاره د پاکو او نیکو په کار پوه فعالو کسانو  ښه ټیم جوړ کړي ، ددې بحران څخه د ولس د وتلو له پاره  دهیواد د سیاسي سترو شخصیتونو سره د سلا او مشورو وروسته  جدي اوګړندي ګامونه واخلي ،  حزب اسلامي  افغانستان او د طالبانو دغورزنګ دمسؤلینو سره خپله خبره  شریکه کړي ،سیاسي فعالیتونو ته  اجازه ورکړي ، داسلامي اخلاقواو افغاني کلتور په چوکاټ کې د قلم او ژبې د ازادۍ درنښت وکړي ، د پردیو اوبیګانه ځواکونود وجود څخه خپله خاوره  خلاصه کړي ، او په اوسني شکل  دهیواد دپلورنې ددغه  ننګین  سند د لاسلیک څخه  ځان وژغوري ، او د هیواد  دورونو ولسونو تر منځ  د یوه ښه تعادل د ساتلو  هڅي وکړي  ،د هیواد بیرونۍ نمایندګۍاوسفارتونه له یوه سره اصلاح کړي  او د ولس د هر  وګړي شکایت واوري  او ….نو بې له شکه چې  نظام  د پرمختګ او ټینګښت له پاره به یی لاره همواره  شي . خو دا هر څه به دټاکنو دکمیسیون  له اړخه د ټاکنو دپایلو د اعلان نه وروسته او د اشرف غني د بریالیتوب په صورت کې دهغه  د ټاکلي ټیم  په بشپړیدو سره را څرګندیږي .

(قریب الرحمن سعید )

0 thoughts on “د اشرف غني احتمالي ټاکنه او دټلوالې نوې لوبه/ قریب الرحمن سعید”
  1. عز ت مندو ليكونكي ؟
    زه بو هيزم جه تول ليكونكي واقيعتونه دقانون به جوكات كي بيانوي ولي زه ليكونكي نه بلكه لو ستونكي او أوريد ونكي يم نه بوهيرم جه سؤال ، ،بشنهاد ،أويا انتقاد ورته ووايم ستاسي حضور ته وراندي كوم
    ١- أيا دكرزي دا عمل د قانون أساسي سره مطابق دي جه زمان؟ دي انتخاباتو ته ي تغير وركر
    ٢. – أيا كومه قانوني صيغه موجوده ده جه كرزي دي انتخاباتو نتيجه جه به وخت اوزمان سره اعلان شي هغه دي شاته وغور زوي.
    ٣ – أيا به كوم أساس دي دوارو نوماندو ته بشنهاد كوى جه زما اول او دوهم معاون به ستاسي به منخ كي مينخكيري وكري ٤ – جه دمينخكري خبره وه ولي انتخابات كيده او دومره غته مصرفي بود جه ولي به هدر لاره.
    ٥ -اوس رآهم محترم عبدالله ته؟
    ١ – ولي قانون ته غاره نه زدي او غيري قانوني به بي خايه تهمتو نو د مقابل روي حيثيت او وقار ته لطمه واردوي .
    ٢ . -محترم عبدالله ولي دنظارت دمختلفو داخلي او خارجي اوركانونو اطلاعا تو ، خبرو ته غوز نه نيسي
    ٣ -محترم عبدالله ولي به امرخيل د توطئه كر إطلاق كوي كو مي محكمي هغه محكوم كري در حالي كه ريس حمهور ،او وزير داخله ، او دهغه نزديكترين امر دهغه شخصيت تأيد وي مكر عبدالله او دهغه دتيم ملكري هغه به بدو ألفاظو تهديد وي ، بايد أعاده دحيثيت شي.
    ٤ – مظاهر ي د حقه حقوقو به مقابل كي إنجام ميزي نه د توطئو او دروغ بافي دباره ته خوك يء اوخوك دي مني كه جا منلي رأي به ي در كري وه
    ٥ء- ولي دده واقعي خيره وطنوالو ته نه معرفي كوي همداسي ولي داشرف غني به باب هم اولس ته معلومات نه وركوي.
    خبري ديري دي زه لندوم دخداي دباره به دير أخلاقي جرأت د نوماندوكانديدانو او د دوي به حقه حقوق خبل با غيور ملت د دوي داعما لو خخه بي خبره بري نه زدي اوخبل تاريخي مسوليت ته متوجه أوسي.
    د مثال به توكه زه بيم نه لرم اوبه جا تهمت هم نه لكوم ،تعصب هم نه لرم عبدالله يو غل ،قاتل ،تروريست ،جور او جباول كر او يو لوي متعصب انسان دي ده دغه ورخي او مقام به خاطر سره دفهيم ،او قا نوني داحمد شاه مسعود به وزلي هم صرفه ونه كره دا دري واره اصلي قاتلين داحمد شاه مسعود دي كه خوك به دي هكله معلومات غواري زه حاضر يم .انسان يو واري دنيا ته راخي أويو وار د دنيا نه فنا كيزي تاريخ مو مه خرابوي رشتيا وأي ،رشتيا وأي ، بيا هم رشتيا.
    اخري خبره دا كوم دا ديوي بريخودلي مور زوي او لوي كري هم بلندردي د جنرال لطيف بلار دي ده دا بي حسابه داراءي دكو مه كره ملت ته دي حساب او جواب وواءي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *