تاند- اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه د لوړې تر مراسمو وروسته خپله وینا په درې برخو ویشلې وه، کورنی سیاست، امنیت او بهرنی سیاست.

د کور دننه موضوعاتو په برخه کې یې تر ټولو ډير ټینګار پر دې وکړ چې اداري فساد باید له منځه یووړل شي، ده وویل چې وکیلان تر دې وروسته وزارتونو ته نه شي ورتلی څو له هغوی وغواړي چې دا کس یا هغه یو مقرر کړي. په ورته وخت کې ده خپل ورور او خپلوان یاد کړل او ویې ویل که کومې ادارې ته ورغلي وو چې د ولسمشر خپلوان دي نو له هغوی سره دې د قانون په چوکاټ کې چلند کوي، لحاظ دې نه کوي.

اشرف غني وویل چې په امنیتي ادارو کې هم اداري فساد بې امنیو ته لاره هواره کړې ده او مخه یې باید ونیول شي. په ورته وخت کې نوي ولسمشر د قضایه قویې دننه د اداري فساد د مخنوي خبره وکړه او ویې ویل چې په یوې میاشتې کې دننه دننه به د سترې محکمې له لورې یو ارزونه کیږي څو له قضا نه د فساد ګیلم راټول کړي.

تر دې وروسته اشرف غني د ولایتونو مساله یاده کړه او ویې ویل چې د ده په نظام کې لومړۍ درجه او دوهم درجه څوک نشته اقتصاد به تر دې وروسته په متوازن ډول مخته ځي. د اقتصادي ودې په برخه کې ده له بهرنیو هم وغوښتل چې خپلې مرستې د افغان حکومت له لارې مصرف کړي او ده هغوی ته ډاډ ورکړ چې موږ به د اداري فساد مخه ونیسو، خو اشرف غني پر هغوی هم انتقاد وکړ چې د دوی د یو شمیر موسسو د اداري فساد مخنیوی هم باید وشي.

منتخب ولسمشر خپل بهرنی سیاست هم له اقتصاد سره غوټه کړ او ویې ویل چې افغانستان د اسیا په زړه کې دی او اوس د اسیا په یو شمیر سیمو کې اقتصاد وده کړې ده خو بله برخه یې پاتې دي چې دغه پاتې برخې زړه سره نښلولی شي.

اشرف غني خپل بهرنی سیاست د سیمې په کچه یاد کړ چې ویې ویل د حامد کرزي په څیر به پر دوه اړخیزه روابطو ټینګار وکړ. ډاکټر غني عربي هیوادونه مهم وګڼل او ویې ویل چې له دوی سره به یې اړیکي پیاوړې شي او لومړی سفر به هم له سعودي عربستان نه پیل کړي چې هلته به عمره هم ادا کړي.

د امنیت په اړه د ډاکټر غني په خبرو کې تر ټولو نوې خبرې دا ښکاره شوه چې ده په مستقیم ��ول د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته بلنه ورکړه چې د سولې خبرو ته حاضر شي، ډاکټر غني له طالبانو هم ورته غوښتنه وکړه او ویې ویل چې له انتخاباتو وروسته مو دا ثابته کړه چې اختلافات د خبرو له لارې هواریدای شي نو که تاسو څه غوښتنې لرئ هغه د خبرو پر میز مطرح کړئ څو سره پوه شو او نتیجې ته ورسیږو ځکه چې د هیواد وداني امنیت غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *