تاند- د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وايي چې تر خپل سیال یې یو ملیون او ۳ لکه زیاتې رایې ګټلي دي.
ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې ویلي چې ښاغلی غني باور لري چې د هغو ارقامو په اساس، چې د ده انتخاباتي ټیم راټول کړي دي، انتخابات یې په لوی توپیر ګټلي دي.
د چهارشنبې په ورځ چې کله له ښاغلي غني څخه د ده پلویانو وغوښتل چې بری اعلان کړي نو ده وویل چې دا کار باید د انتخاباتو کمیسیون وکړي.
اشرف غني احمدزی په خپل بري کې د دیني عالمانو ملاتړ او په انتخاباتو کې د زیات شمېر ښځو ګډون مهم بولي.
اشرف غني احمدزي پرون په کابل کې بهرنیو خبریالانو ته د خپل بریالیتوب د عواملو په اړه وویل:«یو علت، چې تر ټولو د زیاتې پاملرنې وړ دی هغه دا دی چې موږ د هیواد د ۳۰۰۰ دیني عالمانو غونډه جوړه کړه، دوی زموږ ملاتړ اعلان کړ او زموږ لپاره یې جومات په جومات کمپاین وکړ، فتواوې یې صادرې کړې، د جمعې د لمانځه په خطبو کې یې له ښځو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.»
د بدلون او دوام د ټیم له لوري راټولې شوې غیررسمي شمېرنې ښيي چې اشرف غني احمدزي په دوهم پړاو انتخاباتو کې څلور ملیونه او ۲ لکه رایې ګټلي دي خو سیال یې عبدالله عبدالله ۲ ملیونه او ۹ لکه رایې ترلاسه کړي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوهم ځلي انتخاباتو برخې برخې یا قسمي نتیجې د عبدالله عبدالله په غوښتنه اعلان نه کړې خو اشرف غني احمدزي له کمیسیونه په کلکه غوښتي چې ابتدايي او نهايي پایلې له ټاکلي مهالوېش سره سمې اعلان کړي.
Of course with Stuffed sheep’s you will get over one million votes more. I don’t support you anymore. Muslims should be honest.
یو وړوکی ټولګی څنګه دټول مکتب خنډ کیدای شی دګوتو په شمیر دعبداله ټیم ولی خپل څان په اینه کی نهګوری ګیدړ دزمری داواز په اوریدو ساه ور کوی دا کوم ډول ګیدړ ده چه دزمری نه نه ډاریږی زړه یی غواړی دزمری پنجی چه څان ور باندی دړی وړی کړی وبس نور له ژونده ستړی ده