تاند- (شنبه، د میزان ۶) د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی انتخاباتي ټیم ادعا لري چې ولسمشر غني له ۶۵ تر ۷۰ سلنه رایې خپلې کړي دي.

د دې ټیم ویندوی رضوان مراد د انتخاباتو له پای ته رسېدو ۵ ساعته وروسته تاند ته وویل«موږ ته چې خپلو څارونکو کومې غیررسمي نتیجې رالېږلي دي، موږ د افغانستان په هغو ولایتونو کې، چیرې چې زیاته رایه کارول شوې ده؛ مثلاً ننګرهار، کونړ، پروان، بغلان، خوست، پکتیا، لغمان او یو شمېر نور ولایتونه هلته دولت ساز ټیم تر خپلو نورو سیالانو په ځانګړي ډول د ثبات او همپالنې له ټیم څخه ډېر مخکې دی، په دې معنا چې زموږ توپیر درې چنده دی. د نمونې په توګه به پروان یاد کړم چې هلته موږ له ۶۵ تر ۷۰ فیصده رایې خپلې کړي دي. د ننګرهار په اکثرو محلونو کې زموږ د رایو فیصدي د ۷۵ او ۸۰ (فیصده) ترمنځ ده. اما بیا هم منتظر یوو چې د کمیسیون له خوا رسمي پایلې اعلان شي چې هغوی څه وايي او دا هم واضیح شي چې څومره خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی. زموږ ارقام ښيي«هغه ارقام چې ملګروملتو تحخمین کړي و چې د ۳ ملیونو په شاوخوا کې افغانانو په دې پروسه کې ونډه اخیستې ده. موږ هم همدا ارقام تخمین کړي وو، کار مو کړی وو او د ولسونو د ګډون او ملاتړ اندازه راته معلومه وه.»

د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیمونو او دغه راز ګلبدین حکمتیار په انتخاباتو کې د درغلیو شکایتونه کړي دي. خو داسې ښکاري چې تر تېرو انتخاباتو د کاندیدانو شکایتونه کم وي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې تراوسه پورې یې ۱۵۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

د دولت جوړوونکي ټیم ویاند رضوان مراد تاند ته وویل چې د دوی نه یوازې په ننګرهار، پروان، خوست، پکتیا، او لغمان او نورو ولایتونو کې ډېر مخکې دي بلکې په لوېدیځو ولایتونو کې یې هم اکثریت ترلاسه کړی او پر دې اساس ویلی شي چې ښايي د ۶۵ او ۷۰ فیصده ترمنځ رایې یې ګټلې وي.

خو ده په عین حال کې وویل چې دا قطعي پایله نه ده بلکې ابتدايي پایله ده چې د دوی څارونکو ورسره شریکه کړې ده.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم ویلي چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي خو په مجموع کې له انتخاباتي پروسې رضایت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *