د اشرف غني د حکومت ۲۵ ورځې تیرې شوې او خلکو ته یو ډول نوې روحیه د ژوند پیدا شوې ده.

د افغانستان د ټولو قومونو نه بېچاروو، غریبو، باوجدانو، حق غوښتونکو، حق ویونکو او په حق مینوخلکو ډاکټر صاحب ته رایه ورکړه.

دوی ټول د کرزي د حکومت له بې عدالتي، نامساوات او په ټولنې کې د هر ډول ناخوالو نه په تنګ شوي وو، نو ځکه یې خپله رایه د دې لپاره وکاروله، چې ملک د دې بدبختۍ نه خلاص شي، د دوی ارزو او امید نه وې او په حقیقت کې ستا دې ټولنې ته ډېره اړتیا ده، تا ته دې الله تعالی اوږد عمر درکړي او که زما په دعا کېږي، نو زما عمر دې هم الله پاک تاته (اشرف غني ) ته ورکړي.

تا په دې کم وخت کې دا ثابته کړه، چې حکومتداري څنګه کېږي او د افغانستان خلکو ته دنوي ژوندامید واري پیدا شوه.

د افغانستان په ټولو ارګانونو کې تحولات او تغیرات راغلي دي او ستا دغه ۲۵ ورځنی حکومت زه د کرزي له ۱۳ کلونو نه ښه حسابوم.

زموږ کور په ننګرهار کې دی، هغه ترافیکو چې د سرک پرسرپه ډېرې سپین سترګۍد موټرو او ریکشونه رشوتونه اخیستل، نن یې نه اخلي، همدا ترافیک چې د سهار تر نهو بجو پورې نه و، نن د سهار له شپږو بجو نه په چوکونو کې ولاړ وي.

وزارت د معارف په برخه کې د مکتب معلمین په یوه نوې روحیه وظیفې ته ځي، د مکتب متعلمین وایي: غني بابا راغی، درسونه به ښه شي او په اینده کې به ټولې وظیفې د لیاقت پر اساس ورکول کېږي، په اینده کې نالایقه خلکو ته وظیفې نه ورکول کېږي، دا د کرزي حکومت نه دی، چې ټولې وظیفې خلکو ته د علم، پوهې او تحصیل پر اساس نه بلکې په نورو لاملونو ورکړل شوې وې.

د لوړو زده کړو وزارت په برخه کې د ډېرو پوهنتونونو ریستان او استادان د اختر له خلاصیدو سره سم په پوهنتونونو کې موجود و او شاګردان هم یو دوه ورځې وروسته پیدا شول، چې مخکې د کرزي صاحب په حکومتداري کې له اختره ۱۵ ورځې وروسته او ۱۵ ورځې مخکې به نه وو.

زه د کابل پوهنتون محصل یم، د ماښام شپږ نیمې بجې رخصت شو، دوه کاله بعد مې په دغه وخت پوهنتون له محصلانو ډک ولیده، چې مخکې مې نه ولیدلي. د پوهنتون له دروازې چې ووتم، ترافیک مې د لومړي ځل لپاره د دروازې مخکې ولیده. ما ورته وویل: په دې دوو کلونو کې چېرته وې؟ دې راته وویل: اشرف غني راغلی دی، نور نو دا د کرزي حکومت نه دی.

لنډه دا چې د افغانستان د خلکو ارمانونه ستا په ښه حکومت داري کې دي او ستا د کامیابي لپاره د ډېرو کورنیو زړو ښځو په ځان روژې ایښي وې. پیغلو ستا د کامیابي لپاره پر ځان نظرونه ایښي وو. ځوانانو ستا لپاره هر ډول هلې ځلې وکړې. سپین ږيرو لاسونه لپه کول، چې ته کامیاب شې. په ننګرهار کې ددوه وړو ماشومانو ستا له نامه خپل سرونه قربان کړه او د ځینو شرمخانو له خوا پر شهادت ورسېده.

د افغانستان ډېرو خلکو ستا په کامیابي کې قرباني ورکړه، خو دوی ټول نن پر تا افتخار کوي او دوی ټول ستا له دې ۲۵ورځني حکومت داري نه دې نتیجې ته رسېږي، چې ته کامیاب یې او زموږ کامیابي هم ستا په کامیابي کې ده.

ستا دغه ۲۵ ورځنی حکومت پخوانیو هغو خلکو ته چې په حکومت کې یې واکداري کوله یوښه درس دی، ای کاش چې ستا دغه حکومت داري څو کاله د مخه پیل شوی وای.

د افغانستان ټول ولس تاته لاسونه لپه کوي اوستا کامیابي غواړي.

2 thoughts on “د اشرف غني د حکومت ۲۵ ورځې/ سید اصغر هاشمي”
  1. سلام.
    یاره ډیره په زړه پوری لیکنه ده او بلکل حقیقت ده. خلک ټوله ورځ رسنیو ته غوږ او سترګی وی چه بیا کوم نوی کارونه شروع شوی او بیا یی کوم چارواکی او غل له ګریوانه نیولی ده.
    الله د غنی بابا ددی جنګ ځپلی هیواد لپاره د ابادی او هوساینی سبب وګرځوی.
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *