د حمل د ۱۶ نیټي د ولسمشریزو ټاکني د ډاکټر اشرف غني او نورو نوماندانو تر منځ اولس دي ته اړ کړ چي په خپلو رایو څوک بائید د راتلونکو پینځو کلو لپاره ارګ ته ننه باسي.

ولس د بي امینتي او خرابي هوا سربیره خپل وخت او ټوله انرجي د دي لپاره مصرف کړه تر څو د ولسواکي تر سیوري لاندي ورپیښو ستونځو ته د پاي ټکي کښیږدي. دا ستونځي چی د سولې، اقتصاد، فساد، ښه ژوند، عدالت، زدکړي او یا د هیواد د پرمختګ خنډ ګرځیدلي اولس دي ته وهڅوي چې د رایوصندقونو ته په تګ سره خپله رایه هغه چا ته ورکړي چاچې لومړي دا ستونځي په تخنیکي ډول او بیا يې د حل لاري چاري هم اولس ته ور په ګوته کړي.

بي له شکه چې د نړي ډیر پرمختللي هیوادونه هم ډیر وخت له بیلابیلوستونځو سره مخ وي خو تل اولس په دي توانیدلي چې د خپلو ستونځو د حل لپاره د خپل حق په کارولو یو داسي مشر وټاکي چې روانو ستونځو ته د پاي ټکي کښیښودلو توان ولري. مخکې له دي چي د غني د راتګ خبره د افغانستان پر اقتصاد څومره مثبته آغیزه کړي راځي چې د هیواد په اقتصاد کې د غني ترسره کړي چارو ته لنډه کتنه وکړو.

د غني د مالیه د وزیر په توګه د راتګ سره سم د حامد کرزي د نظام ډیرزیات کثافات چي د مالیه په وزارت کي شتون درلود پاک سول. غني لومړي وزیر وو چا چې د وخت د د فاع د وزیر د دفاع وزارت د تشکیلاتو په نوم اتیا سلنه بودیجه را وګرځوله، غني د بلخ او د هرات ولایتو د ګمراکاتو مالیه چې د یادو ولایتو مافیاي کړیو او په نوم والیانو شخصي جیبو ته اچولي مرکزي حکومت ته یي راوړي. غني د خپل وزارت پر مهال نړیوال دي ته وهڅول چې د افغانستان سره په میلیاردونو ډالر مرسته وکړي. غني د خپل وزارت په وخت کي د افغانستان د دولتي مامورینو معاشات الیکترونیکي کړل. د ولسمشر کرزي دولس کلن نظام افغانستان د هر ډول ستونځو ځاله وګرځوله، افغانستان په فساد کې د نړي په کچه لومړي مقام خپل کړ، مافیایزم، بي امني او داسي نور سلګونه ستونځي وزیږول سوي.

خو کرزي صاحب د دغه یوي ستونځي مخه نم و نه سواي نیولي ګواکی قدرت او نس یي په شریک وو. البته اولس به بیا هم دغه ویل چې تر نورو جنګسالارانو ښه دي.

د کرزي صاحب د نظام او د ډاکټر عبدالله د بهرنیو چارو وزارت له کبله په بهر کې زموږ استازیتوب د هیواد بیسواده، ناپوهه او ناوړه خلک کوي. آن تر دي ځاي چې د افغان اولس لپاره د بهرني پوهنتونونو زرګونه بورسونه هرکال یواځي له دي کبله کثافات کیږي چې د نوموړو ډیپلوماتانو د ډلي نور خلک نه دي پاتي چې په ورکړل سوي بورسونو په بهر کې زدکړي وکړي.

مخکې له دي چي اولس د رایه اچوني صندقونو ته ولاړ سي ولسمشریزو ټاکنو ته ټولو نوماندانو د هیواد په بیلابیلو ټلویزونو کې مناظري وکړي، یواځي اشرف غني وکولاي سواي چي هیواد د ورپیښو ستونځي څخه خلاصون پلانونه ولري، البته د نورو نوماندانو له پلانو څخه دا څرنګدیدل چې دوي څه ډول وکولاي سواي چې افغانستان د بربادي خوا ته ټیل وهي. ممکن د اشرف غني د پلانو یو څو کسانو ته عملي ښکاره نه سي لاکن کم تر کمه د هیواد د ژغورلو یوه طرحه خو په لاس کې لري. څرنګه چې نړي ورځ په ورځ په کوچنۍ کیدو ده، آسانتیاوي دومره ډیري سوي چی یو کس په ډیره آساني کولي سي د نړي د یوه کونجه بل کونج ته په څو ساعتونو کي ورسیږي. په دغه ډول د ټیکنالوژي پرمختګ انسانانو ته دا آسانتیاوي برابري کړي چي یو کس کولۍ سي چي په کور کي ناست د انټرنیټ د لاري تجارت وکړي.

د رسنیو بي ساري پرمختګ خلک ۲۴ ساعته ویښ او د خپلو اړونده چارو په هکله فکر کولو ته اړباسی.د تیرو څو لسیزو کورنۍ او بهرنۍ جګړو افغان اولس ته د ژوند په هره برخه کي ډیر زیان ورسولئ خو د تاریخ په رڼا کې موږ ولیدل چې هر څومره یو قام له بندیزونو او قربانیو سره مخ سوي هغومره هغه قام پوخ سوي او بیايي ځان له سیالانو سره سیال کړي دي. په اوسني عصر کي د یوه هیواد په خپلو پښو دریدو کي اویا سلنه رول اقتصاد لوبوي، په دي کي هیڅ شک نسته چي د یوه خپلواک او ولسواک هیواد لپاره د نړیوال قانون له مخي یوه ټاکل سوي عراضي، په کلتوري بڼي یو متحد اولس، او دري واړه اجرائیه، مققنه، او قضایه قواوي ولري. خو اقتصاد بیا د دغه ټولو بنسټونو د ملا تیر دي. افغانستان یو ویجاړ او فقیر هیواد دي، د ۲۰۱۲ د مبادليي نرخ له مخي د هیواد ناخالص تولیدات د ۱۴ میلیارد ډالرو په شا او خوا کي وو چي له هیغه څخه یواځي د ۱۰۰۰۰ ډالرو ناخالص تولیداتو څخه ګټه آخیستل کیږي او د هیواد ۳۵٪ خلک بیکاره دي چي له هغي جملي ۳۶٪ خلک یي د فقر ژوند تیروي. د یو اس ایډ د راپور له مخي د هیواد ۴۲٪ اولس تر ۱ ډالر کښته ورځنۍ آمد لري. فلهذا د هیواد اوسني حالت ته په کتو سره موږ کورني او نړیوالو پانګه اچونکو ته ډیره زیاته اړتیا لرو، دا چې د هیواد معادن او تولیدات څخه ګټه پورته کړو دا یوه اوږده پروژه ده.

د پانګه اچونکو مثال کټ مټ د کوترو په څیر دي، په ډیرو هڅو او احتیاط به کوترو ته دانه ور اچوي او په بیلابیلو غږو به یي رابولي خو که دي یوه کوچنۍ تیږه وروشړله بیا به ټولي کوتري الوتي وي. څرنګه چې یادونه وسوه چې افغان اولس اوس هر څه ته ډیر حساب کوي او په دي ښه پوه دي چي ډاکټرصاحب اشرف غني نه یواځي یو پوه مشر دي بلکه نړیوالي اړیکي یي هم تر بل هر افغان مشر بی ساري دي. دا چي ډاکټر صاحب اشرف غني له ځان سره د هیواد د هر اړخیزه پرمختګ پلانونه لري او د ولسمشر کیدو سره سم به يي پلي کړي دا به راتلونکي ته پریږده، خو اوس مهال هغه پانګه اچونکو چې په تیرو څو کلنو کې یي د فساد او بي امنیتي له کبله خپلي پانګي بیرته له افغانستان څخه وهیستلي په بي صبري انتظار کوي چي د غني د راتګ سره به په افغانستان کې بیرته پانګه اچونه وکړي.

د دي یوه بیلګه به زه داسي ووایم چي د ملګرو له جملي چې له بده مرغه علمي لرلید هم نه لري خپله یوه ټوټه مځکه له ډیره وخته غوښتل چې په ډیر کښته نرخ یي وپلوري خو وي نه سواي کولاي ځکه چی چا زړه نه ورته ښه کوي، هغه بله ورځ يی راته ووایل چې د ده تر ټاکل سوي نرخ په لوړ نرخ غوښتونکي پیدا سوي خو نوموړي و نه پلورله، د ده په وینا که چیري ډاکټرصاحب غني ولسمشر سي نو د نوموړي د مځکي نرخ به نور هم لوړ سي. د ۲۰۰۲ کال وروسته افغانستان ته ډیري زیاتي پیسي راغلي او ډیر زیات کورني او بهرني پانګه اچونکو هم پانګه اچونه وکړه خو هغه مهال هر څه د قانون له چوکاټه وتلي وو، لاکن دا ځل به نه یواځي چې د ډاکټر صاحب د حکومت طرز به د تجارانو لپاره یو خوندي چاپیریال وړاندي کړي بلکه نړیوال هم اوس د یوه نسبتاَ ثبات افغانستان پلویان دي.

د اشرف غني د راتګ غږ داسي مثبته آغیزه له ځان سره لري لکه یو ډکټر چې یوه ناروغ ته ووایه چي ته اوس په بشپړه توګه روغ سوي يي، نو هغه ناروغ ۵۰٪ د ډاکټر د دغي خبري سره روحاَ روغیږي. د ټولټاکنو څخه د دوو ورځو په تیریدو ډالر د افغانۍ په وړاندي ۱.۵۰ افغانۍ وغورځید، بلي خوا ته خلک د نورو نوماندانو په هکله ډیر اندیښمن دي ځکه چي د هیواد په بربادۍ کې دغو ډلو ټپلو تر بل هر چا ستره ونډه لرله، که چیري دوي اوس اصلاح هم سي لاکن د هیوادوالو له زړونو د دوي په وړاندي ویره او کرکه نه سي هیستلي. هیوادوال اوس د غني په وجود کې د یوه غني افغانستان لیدل غواړي.

0 thoughts on “د اشرف غني د راتګ غږ او د هیواد پر اقتصاد يي مثبتي اغیزې/ نجیب الله آزاد”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *