تاند – په داسې وخت کې چې انتخاباتو ته اونۍ پاتې شوه ولسمشرۍ ته کاندید اشرف غني احمدزي او ډلې یې د افغانستان مرکزي سیمو ته توجه زیاته کړې ده.

په دې ترڅ کې د شنبې په ورځ په بامیان کې د تحول او تداوم د ډلې په وینا په لسګونو زره کسان د بودا له بت سره څیرمه په میدان کې راغونډ شوې وو. په عکسونو کې دغه غونډه لویه ښکارې او پکې ګڼو میرمنو هم برخه اخیستې وه. د بامیان د غونډې یوه ځانګړنه دا وه چې ښه تنظیم شوې وه، د ډاکټر اشرف غني احمدزي هرکلي ته یوه ډله په اسونه سپاره چې منظم یونیفارم یې په تن و راوتلي وو.campign 2

د بامیان تر غونډې وروسته اشرف غني احمدزی له خپل دوهم مرستیال سروردانش سره د غزني جاغوري ولسوالي ته ولاړ او هلته هم ګڼ خلک د دوی هرکلی ته راووتل.

تر دې یوه ورځ مخکې چې اشرف غني احمدزی کندهار ته تللی و د ده مرستیال سروردانش دای کندی ته ورغلی وو او هلته یې ګڼو کسانو هرکلی وکړ.

بل لور ته د میدان ودرک مشورتي شورا د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ. د غونډې برخه والو ژمنه وکړه چې د میدان وردک ولایت د هغو سیمو د خلکو لپاره به هڅې وکړي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي چې په سیمو کې یې امنیت نه شته او یا له ګواښ سره مخامخ دی.

داسې خبرونه خپاره شوې دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق یو شمیر ملاتړي د اشرف غني له ډلې سره یوځای شوې دي خو تر اوسه د عبدالله عبدالله ډلې د دې خبرې رسمي تایید نه دی کړی. په وروستیو کې د مخکښو کاندیدانو، اشرف غني، عبدالله عبدالله او زلمي رسول ملاتړي دا تورونه پورې کوي چې د بل د ډلې کسان له دوی سره یوځای شوې دی.

0 thoughts on “د اشرف غني ډلې مرکزي افغانستان ته مخه کړه”
  1. د آخند ورور په تایید سره باید ووایو، یو متل دی وايی چې آزمایل شوي کس بیا آزمایل خطا ده او بله خبره دا که خدای مکړه غواړئ تل ناتوانه او خوار وسئ نو نورو ته رایه وکړئ او که غواړئ چې سر لوړي او هوسا وسئ او د یوه خپلواک او ټینګ دولت خاوندان ووسئ او د کابل په ښار او دکانونو کې خدای مکړه څوک تاسو باندې مسخرې ونکړي نو خپله رایه مه ضایع کوئ، زمونږ او تاسو ته ډاکټر غني تر ټولو غوره کس دی او ژمن دی څه چې وايي هغه کوي. راځئ ورونو له دې چې سبا نور په مونږ حکومت وکړي ښه به دا وي چې خپله رایه بیځایه نکړو او په یو غږ سره ووایو چې زمونږ نوماند غني دی او خدای به یې زما، ستا او زما او ستا د ورونو په رایه بریالی کړي. مننه د ټولو د یووالي په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *