بصيرالحق عادل –

په دې کتابونو کې ادبي، علمي او نور کتابونه شامل دي چې دوه بېلابېلو خپرندويو ټولنو چاپ کړي دي.

دا کتابونه د مونوګراف ليکلو لارښود، د ګل پاچا الفت د شعرونو منتخبات، د استاد الفت ښه شعرونو کې د ويښو زلميانو اهداف، د فکر پلوشې او ادبي وړانګو په نومونو چاپ شوي دي.

د کنړ پوهنتون استاد او د يادو کتابونو ليکوال ښاغلی اصغر هاشمي وايي، د مونوګراف ليکلو په لارښود کې يې د پوهنتون محصلينو ته د پايليک د ليکلو بېلابېلې لارښوونې کړي دي.

نوموړی وايي، ورپسې دوه کتابونو کې يې لومړي کتاب کې د ارواښاد ګل پاچا الفت پر ژوند، هنر او شاعرۍ خبرې شوي دي او په دويم کې يې د استاد الفت هغه شعرونه راټول کړي چې د ځوانانو لپاره پکې وېښ پېغامونه پراته دي.

دغه راز سيد اصغر هاشمي وايي، «د فکر پلوشې» کې يې ادبي ټوټي راټولې کړي چې ډېری يې انتقادي او اصلاحي بڼه لري، نوموړی وايي د ځينو ملګرو له قوله يې چې دې کتاب کې ډېری ليکنې د استاد الفت سبک ته ورته دي.

هاشمي وايي، «ادبي وړانګې» کتاب چې د مقالو ټولګه ده ډېری ليکنې پر استاد الفت ليکل شوي خو دا مقالې يې څېړنيزي دي او له ځينو ماخذونو يې هم ګټه اخيستې.

د پوهنيار سيد اصغر هاشمي لومړی درې کتابونه ميهن خپرندويې ټولنې او دوه نور يې يون کلتوري يون چاپ کړي دي.

پوهنيار سيد اصغر هاشمي چې د کنړ پوهنتون استاد دی تر دې وړاندې يې هم ګڼ شمېر پنځوونکي او څېړنيز کتابونه چاپ کړي دي او ډېری نور يې هم چاپ ته شېبې شماري.

2 thoughts on “د اصغر هاشمي پنځه کتابونه تازه چاپ شول”
  1. فاضل او دانشمند پوهنیار سید اصغر هاشمی ته د دغو قیمتی او با ارزښته آثارو د چاپ له امله مبارکی وایم . دوی ته لا ډیره حوصله او د نورو آثارو د لیکلو توان دعاکوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *