ثناءالله تسل –
له دويمې نړيوالې جګړې راوروسته نړۍ د څو قطبي کېدو خواته لاړه او پر نړۍ د واک ترلاسه کولو لپاره زيات شمير زبرځواکونه سره پر سياليو بوخت شول او د دغه سياليو يو ډګر هم افغانستان دی. د دغه سياليو دوه مهم لوبغاړي يې افغانستان سره په ګاونډ کې پراته چين او روسيه او بل يې افغانستان ته د ترهګرۍ پرضد د جګړې په پلمه راغلې امريکا او ناټو ده. داچې دا سيالۍ د بل هر وخت په پرتله اوس ډېره توده ده، نو په نړۍ او سیمه کې يو شمېر وروسته پاتې يا مخ پر وده هېوادونه هڅه کوي چې له دغه سيالۍ خپلې سنجول شوې ګټې او موخې تر لاسه کړي. موږ په سترګو وينو چې د سياليو په دغه کاروان کې هر زبرځواک له ځان سره يو شمېر ملاتړي هېوادونه لکه افغانستان، پاکستان، ايران، جاپان، شمالي او جنوبي کوريا، هندوستان د منځنۍ اسيا هېوادونه راګډ کړي دي. ياد شوي هېوادونه هڅه کوي چې په دې ګرم بازار کې ځان لپاره خريدار پيدا کړي. پاکستان ،هندوستان، ايران او ځينو نور هېوادونو عملاً دا کار پېل کړی دی.
افغانستان هم همدلته دی او له دې لوبو که څه هم لرې نه دی پاتې شوی، خو په تيره لسيزه کې ډېره هڅه شوې چې افغانستان له بهر څخه په ځانګړې توګه د امريکا له خوا په ورکړل شوي رول کې پاتې شي، که څه هم په ښکاره ولسمشر کرزي هڅه کړې چې خپلې بيړۍ لپاره ګودر ولټوي، خو توانيدلی نه دی، ده ډېره هڅه کړې چې د سيمه ييزو او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د تعادل ساتلو هڅه وکړي، خو څومره چې لازمه وه په دې کار کې بريالی نه وو، يواځې يې تمثيل وکړلای شو.
ولسمشر کرزي همدارنګه د خپل حکومت په دوران کې ونشو کړلای چې افغانستان د ګاونډيو او سیمې هېوادونو ترمنځ د سياليو له ډګره د همکارۍ پر ډګر بدل کړي. ځکه ولسمشر کرزي په خپل حکومت کې د هر هېواد لاسپوڅي او وفادار ته په لمن کې ځای ورکړی و. همدا لامل و چې د افغانستان ګاونډيانو او د سیمې نورو هېوادونو په افغانستان کې د لا زياتې ونډې غوښتنه کوله او دغه سيالي ورځ تر بلې زور اخيست.
له ۲۰۱۴ز کال افغانستان کې نوی چپټر پرانيستل کېږي، له افغانستان زيات شمير بهرني ځواکونه وځي، اقتصادي مرستو کې کموالی راځي او تر ټولو يې مهمه دا ده چې د ولسمشر کرزي ځای ناستی ټاکل کېږي. دغه نوی حکومت به څنګه وکولای شي چې له بهرنيو ځواکونو څخه راپاتې اقتصادي او امنيتي تشې ډکې کړي؟ او افغانستان د سیمې د هېوادونو د سيالۍ له ډګره پر اقتصادي پل څنګه بدل کړي؟ د زبرځواکونو سره د سياليو په دې کاروان کې د تګ څخه څنګه ګټه پورته کړي؟ دغه کاروان څنګه وڅاري؟ او څنګه په دغه کاروان کې ځان لپاره منزل وټاکي؟
دا ټول کارونه څوګ کولای شي؟ په افغانستان کې ائتلافي حکومت، که د ډاکتر عبدالله عبدالله حکومت او که د ډاکتر اشرف غني حکومت؟
لومړی د ائتلافي حکومت رامنځ ته کول دي. ائتلافي حکومت د افغانستان لپاره د زهرو غړپ دی، د ائتلافي حکومت له لارې افغانان پرته له دې چې يوه دوره بله هم کور دننه د جنګسالارانو او اقتصادي مافيا او د سیمې د هېوادونو د لوبو قرباني وي نور هېڅ ګټه افغانستان لپاره نه لري. دغه شان حکومت له امريکا نیولې تر افغانستان ګاونډيانو پورې ټولو ته د منلو وړ دی او هر يو يې په کې خپلې ځانګړې ګټې لري. په ائتلافي حکومت کې به واک د مشخصو مافيايي او جنګسالارانو کړيو سربېره د ټکنوکراټانو ترمنځ ووېشل شي. په ائتلافي حکومت کې به هر تنظيم او يا ډله هڅه وکړي چې د خپل ځان د بقاء په خاطر د ګاونډيانو د ګټو لپاره کار وکړي لکه په دا تېره دوره کې چې وشول.
دويم، که چيرې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم ټاکنې وګټي، پايله به يي اتلافي حکومت ته ورته وي او يا هم له دې بد تره. ځکه د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې ائتلاف (د ټاکنو ټکټ) د څلورو بېلابېلو هېوادونو چې په افغانستان کې يې سره ګټې په ټکر کې دي محصول دی. لکه پاکستان، ايران، روسيه او هندوستان. دوی هر يو يې خپلې ګټې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم په بريا کې ويني. دوی د همدې موخې لپاره د ولسمشر کرزي په دوره کې هم ډېرې منډې وهلې وې، خو داځل به د ګاونډيو او په ځانګړي ډول د دغه يادو څلور واړو هېوادونو ترمنځ سيالي هله لاپسې نوره هم پراخه شي چې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم د غه څلور واړو هېوادونو سره په خپلو اړيکو کې د تعادل موضوع رامخ ته کړي. په ياد ټيم کې راغونډ درې واړه ګوندونه د هر يو ګاونډي په اړه جلا نظر او جلا پاليسي لري او درې واړه ګوندونه په افغانستان کې د ګاونډيو د ګټو لپاره د جګړې اوږده تجربه او سابقه هم لري. عبدالله عبدالله روسيه او هندوستان ته ډېر نېږدی دی او په افغانستان کې يې د پاکستان د ګټو پر ضد د دغه دواړو هېوادونو لپاره جګړه کړې، انجینر محمدخان يې بيا د حزب اسلامي له لارې پاکستان ته ډېر نېږدې دی، محمد محقق يې بيا پاکستان او ايران ته ډېر نېږدې دی. دغه څلور واړه هېوادونه د دغه انتخاباتي ټيم په بريا کې متضادې ګټې لري. همدا لامل دی چې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم نشي کولای چې د سیمې په کچه داسې پاليسي جوړه کړي چې افغانستان د ګاونډيانو ترمنځ د سياليو له ډګره د همکارۍ ډګر ته سوق کړي. بلکې د دوی ترمنځ به د ګاونډيانو په اړه د نظر اختلاف ددې لامل شي چې افغانستان به يو ځل بيا د ګاونډيانو ترمنځ د يوې بلې پراخې او خطرناکې جګړې پر ډګر بدل شي. د دغې جګړې شونتيا ځکه له پامه نشو غورځولای چې امريکا او روسيه، پاکستان او هندوستان عملاً په افغانستان کې د يو بل پرضد نيابتي جګړه روانه کړې ده. په اوکراين کې وروستي پرمختګونه او لانجې په افغانستان کې دغه جګړه لاپسې غځولی شي.
دویم داچې، دغه ټيم نشي کولای له نړۍ سره په اړیکو کې پرمختګ وکړي، لويديځ او په ځانګړي ډول امريکا سره داسې اړیکي ولري چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکي په کې خوندي وي، لويديځ او امريکا سره به د دوی اړیکي پر يو اړخېزو ګټو چې افغانستان به هېڅ نه ترلاسه کوي ولاړې وي. ځکه دغه انتخاباتي ټکټ د خپل حکومت د بقا لپاره چې دوی به پرې مطمېن نه وي په ټولو دوه اړخيزو اړيکو او تړونونو کې د مقابل لوري ګټې زياتې په فکر کې ساتي. دوی به په نړيوالو مسايلو لکه د روسیې او امريکا ترمنځ سياليو کې همېش هڅه وکړي چې د هغه چا لمن ونيسي چې د دوی راتلونکی خوند کولای شي. بله داچې دوی درې واړه ګوندونه هم د هېواد دننه او هم له نړيوالو سره د جنګي جنايتکارانو په توګه پيژندل کېږي. نړۍ او د سیمې هېوادونه به دوی سره په هره معامله او يا دوه اړخيزو اړیکو کې افغانستان لوري ته د جنايتکار په سترګه ګوري.
دريمه غټه ستونزه چې؛ د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم به ورسره مخ وي، هغه په سیمه کې د امريکا، روسيې او چین ترمنځ په سياليو کې بې طرفي او يا د دغه درې واړو زبرځواکونو سره په اړيکو کې د تعادل ساتل وي. چې دا به د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم لپاره ډېره ستونزمنه، ځکه وي چې دوی به هغه چاته ډېر ارزښت او امتياز ورکوي چې د دوی حکومت تر پنځو کلونو لپاره وساتي. دوی به په دغه اړيکو کې د افغانستان ملي ګټې او د سيمې او نړيوالو هېوادونو سره په اړيکو کې د افغانستان راتلونکې له تباهۍ سره مخ کړي.
همدارنګه بله ستونزه به چې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم ولري د هندوستان او پاکستان ترمنځ په سياليو کې بې طرفي او په افغانستان کې د دوی ترمنځ د سياليو مخنيوی وي. ځکه په دغه ټيم کې يو ګوند زياته علاقه د هندوستان سره لري او دوه نور يې بيا د هندوستان په پرتله پاکستان ته ډېر وفادار دي. نو په داسې شرايطو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ په اړيکو کې تعادل به د دوی له وسې پورته کار وي، او دوی به پرته له دې چې په افغانستان کې د پاکستان او هندوستان سيالي او جګړه لاپسې اوږده کړي نور هېڅ ونشي کړلای. موږ ورته ستونزه د پاکستان او هندوستان سره د اړيکو په درلودلو کې د ولسمشر کرزي په حکومت کې هم درلودله، پاکستان داسې فکر کولو چې ولسمشر کرزی هندوستان ته ډېر نېږدې دی او همدا لامل و چې پاکستان به د امريکا سره او په نورو غونډو کې د ولسمشر کرزي او هندوستان اړيکو څخه سر ټکولو.
بله ستونزه په بهرنيو اړيکو کې د ايران او سعودي عربستان سره په اړيکو کې تعادل ساتل دي، چې دغه ټيم په هېڅ صورت نشي کولای چې ايران د عربي هېوادونو او په ځانګړي ډول سعودي عربستان سره له اړيکو قرباني کړي. درې واړه ګوندونه له ايران سره غښتلې او ډېرې نېږدې اړيکې لري. سعودي عربستان او د عربي نړۍ يو شمير نور هېوادونه چې د افغانستان سره په اقتصادي او بيارغونې په برخه کې ډيره څه کولای شي او په سیمه کې پياوړی هېوادونه دی له پامه به و غورځول شي او په دې سره به موږ له ټولې عربې نړۍ سره خپلې اړیکې وشلوو، چې دا کار په هېڅ صورت سعودي عربستان ته د زغملو نه دی، همدارنګه په دې صورت کې د سعودي عربستان له خوا د طالبانو د فعاليتونو د ملاتړ وېره چې واردمخه شته لا هم پراخېدای شي.
همدرانګه امريکا او د سیمي نور زبرځواکونه لکه چین او روسيه او زموږ ګاونډيان لکه پاکستان، ايران، هندوستان او دمنځنۍ اسيا يو شمېر نور هېوادونه هڅه کوي چې افغانستان د زبرځواکونو ترمنځ د سياليو ډګر پاتې شي او دوی له همدې سياليو ګټه پورته کړي. دوی د همدې موخې په خاطر هڅه کوي چې په افغانستان کې يو کمزوری حکومت وي او ټول ګاونډي هېوادونو برخه په کې معلومه وي. دا کار د همدغه ټيم په بريا کې ډېر امکان لري، ځکه د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم بريا به په سیمه کې د امريکا او سيالانو ترمنځ په افغانستان کې جګړه لاپسې پراخه کړي او دا هغه څه دي چې د سیمې زيات شمېر هېوادونه يې غواړي.
نو لنډه داچې، د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم بريا به افغانستان نور هم په سیمه کې منزوي کړي او هم به يې په نړۍ کې اعتبار چې لا دمخه يې له لاسه ورکړی و نور هم کمزوری کړي. افغانستان پرته له دې چې نړۍ به ورته د يو مافيايي هېواد په سترګه و ګوري نور به هېڅ ارزښت و نه لري.
په افغانستان کې قوي حکومت په سیمه کې ټولو هغه سياليو ته چې امريکا او د افغانستان ګاونډيانو او د سیمې نورو هېوادونو پېل کړي دي د پای ټکی کېږدي او يا حد اقل افغانستان په تدريجي ډول د سيالۍ له جغرافیې څخه پر همکارې جغرافيه بدل کړي.
افغانستان لپاره يو داسې قوي حکومت په کار دی چې د ګاونډيانو سره يې د متقابل احترام او دوه اړخيزو ګټو لپاره دروازه د همېش لپاره خلاصه وي، خو د فوکس سیمه يې بايد د لويدیځې نړۍ سره اقتصادي راکړه ورکړه وي. ګاونډيانو سره د متقابل احترام او دوه اړخيزو ګټو پاليسي هله بريالۍ کېدلای شي چې په کابل کې راتلونکی حکومت د غه ګاونډيانو تر اغېز لاندې نه وي.
افغانان دا چانس هم لري چې په ټاکنو کې له هر هغه ټيم څخه ملاتړ وکړي چې پخوانۍ (سابقه) يې د ګاونډيانو له ګوډاګيتوب څخه ډکه نه وي، د نورو هېوادونو په پرتله ورته د افغانستان ګټې مهمې وي او دغه ټيم او يا حکومت وکولای شي چې هغه ډېر بد حالات چې د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم او يا د ائتلافي حکومت په پايله کې رامنځته کېږي مخه ونيسي.
د اچې مخکې مو هم يادونه وکړه چې نړۍ د څو قطبي کيدلو خواته روانه ده افغانستان موقعيت د زبرځواکونو لپاره خورا ارزښت لري او ورځ تر بلې به دغه ارزښت لاپسې ډيرېږي. افغانستان کې يو داسې قوي حکومت ته اړتيا ده چې د شخصي ګټو پر ځای پر ملي ګټو باور ولري او په سیمه کې له دغو سترو بدلونونو او سياليو څخه پوره ګټه پورته کړي. پر دغه ګټه يواځې ملت ته ژمن حکومتونه پوهېږي. که د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم او يا ائتلافي حکومتونو تاريخ ته و ګورو دغه شان حکومتونو هر کله د افغانستان ملي ګټې په دغه شان حساسو شېبو کې له پامه غورځولي دي او تل شخصي ګټو پسې تللي دي.