دا چي د افغانستان د وګړو لویه برخه (۸۵ سلنه)په کرهڼه کي بوخت دي نو ددې مانا دا ده چي زموږ د هیواد د ملي اقتصاد لویه برخه هم پر کرهڼه ولاړه ده، نو دې ټکي ته په کتو سره د کرهڼي د پرمختګ په موخه باید په دې برخه کي په ملي کچه کار وسي ترڅو مو هیواد د یوې ستري اقتصادي سرچیني څښتن سي.

دا چي کرهڼه مو د هیواد د ملي اقتصاد ستنه ده همدا شان تخم د کرهڼي د ملا تیر جوړوي یا په بله مانا تخم د کرهڼي د پرمختګ اساس دی، که چیري کرنیز تخم د فني او مسلکي لارښوونو سره سم ونه ټاکل سي نو دا پدې مانا ده چي موږ باید د غوره حاصل هیله ونلرو، نو دې ارزښت ته پام سره غواړم چي تاسي ته تخم په ځانګړی توګه اصلاح سوی تخم در وپېژنم

په کرهڼه کي د تخم عام تعریف: د نبات هرهغه غړی چي له کرلو څخه وروسته د ځان په شان نبات منځته راوړلای سي تخم بلل کيږي لکه دانه، قلمه، غوټه، ريښه او داسي نور.

د تخم علمي تعریف: د نبات هر هغه برخه چي د نبات د جنسي غړو د ودي، انکشاف، او فعالیت په پايله کي منځته راغلي وي تخم بلل کیږي.

د اصلاح سوي تخم تعریف: هغه پخه تخمه ده چې د موجوده کرل سويو ورايټيو(نباتي نوعو) په پرتله د ښو او غوره ځانګړتیاوو لرونکو نباتاتو څخه تر لاسه او بيا د تکثير لپاره وکارول سي.

اصلاح سوي تخمونه له فني اړخه په مختلفو ګروپونو ویشل سوي او بله دا چي اصلاح سوي تخمونه باید په دوو اړخونو کي ښې ځانګړتیاوي ولري (جنیټيکي او فزیکي)، خو ددې لپاره چي د موضوع څخه د وتلو مخنیوی وسي او یا دا چي د لوستونکو لپاره معلومات پیچلی نسي نو له ګروپونو او د جنیټيکي او فزیکي اصطلاح ګانو څخه يي تیریږم او په ساده ژبه د اصلاح سوي تخمونو پر ځانکړتیاوو ږغیږم، نو په عمومي توګه اصلاح سوي تخمونه باید لاندي ځانګړتیاوي ولري:

o          د لوړ حاصل وړتیا: اصلاح سوي تخمونه باید ددې وړتیا ولري چي د محلي او مروجو ورایټيو (نباتي نوعو) په پرته لوړ حاصل ورکړي.

o          ښه توافق: اصلاح سوي تخمونه باید د اقلیمي شرایطو(تودوخه، لنده بل، رڼا هوا او داسي نورو) سره په ښه ډول توافق ولري خو که يي ونلري نو لازمه نده چي په همدغه سیمه کي دي وکرل سي.

o          د پخېدني مناسب وخت: اصلاح سوي تخمونه د اقليمې شرايطو او د کرني لپاره د هري سیمي د وده يیز موسم په پام کې نيولو سره بايد په يومناسب وخت کې د پخېدو وړتيا او ځانګړتیا ولري.

o          مقاومت: اصلاح سوي تخمونه باید ددې وړتیا ولري چي د سیمه ییزو او مروجو ورايټيو په پرتله په هره سیمه کي د رامنځته کیدونکو ناروغيو او افتونو په وړاندې مقاومت وکړي.

o          مثبت غبرګون: اصلا ح سوی تخم باید د کرنیزو عملیو(یکه کول، پوجي کول، خړوبول، راټولول او داسي نورو) په وړاندي ډیر حساس نه وي او تر ډیره بریده ددې ځانګړتیا ولري چي د کرنيزو عمليو د ترسره کیدو په وخت کي مثبت غبرګون له ځانه وښيي.

o          ښه کیفیت: د ښه غذايي ارزښت، خوند، رنګ، اندازي او ښه څرنګوالي لرونکى وي.

o          سوچه والۍ: د سوچه والي مانا دا ده چي یوازي زموږ د خوښی وړ تخم باید په لاس راکړي نو په دې اساس یو اصلاح سوي تخم بايد د بې کاره وښو له تخمونو، خاورو، دوړو، لوټو، خاشو، ماتو تخمونو او نورو کرنيزو تخمونو څخه پاک وي.

o          د ټوکیدو ځواک: اصلاح سوي تخمونه باید د محلي تخمونو په پرتله د ټوکیدو یا شنه کیدو لوړ ځواک ولري او ټوکیدنه يې باید لږ تر لږه ۹۰ سلنه وي یاني د ناغه کیدو فیصدي باید ډیره ټیټه وي.

o          مناسب لنده بل: د محلي او مرجو تخمونو په پرتله بايد د خپل جوړښت او اړتیا سره سم د لنده بل مناسبه اندازه ولري یاني اصلاح سوي تخمونه باید نه ډير وچوالی او نه هم ډير لندوالي ولري.

o          ورته والۍ: د اصلاح سوي تخمونو ټولې دانې بايد د شکل، جسامت، رنګ او وزن له مخي ورته والى ولري.

o          له ناروغیو څخه پاکوالۍ: اصلاح سوي تخمونه بايد له هر ډول ناروغیو او افتونو څخه پاک وي او که چیري پاک نه وي نو د ودي په راتلونکی مرحلو کي به د ناورغیو او افتونو د ټینګ ګواښ سره مخ سي او په پایله کي به د حاصل پر اندازې باندي د پام وړ منفي اغېز ولري.

پورته ذکر سوي ټولي هغه ځانګړتیاوي دي چي یو اصلاح سوی تخم يي باید ولري، د یادوني وړ ده چي ځیني وختونه داسي هم پښیږي چي اصلاح سوي تخمونه په تولید سوي یا تجربه سوي سیمي کي ونه کرل سي او دا چاره ددې لامل وګرځي چي نبات د نوي ټاکل سوي سیمي د اقلیمي شرایطو او یا نورو عواملو تر ګواښ لاندي راسي او د لوړ حاصل وړتیا له لاسه ورکړي، نو د نوي سیمي د شرایطو سره د نه توافق په صورت کي دا تخم زموږ لپاره یو اصلاح سوی تخم نسو ګڼلای.

لومړی کال\(۴) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۲۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *