تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د کوټه یا تقلبي رایو د باطلولو لپاره له کمپیوټري سیستمه کار اخلي.

د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی نور محمد نور پرون /چهارشنبه/ د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې تراوسه پوري د ۳ زره ۴۴۸ صندوقونو رایې څېړل شوي دي.

ښاغلي نور وویل، د دې هدف لپاره یو کمپیوټري سیستم ترتیب شوی دی. په دې پروګرام یا سیستم کې چک لیستونه کمپیوټر ته ورکول شوي او په اتومات ډول د جعلي او غیر جعلي رایو په اړه پرېکړه کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی وویل چې دا پروګرام ښيي چې څومره رایې له سیستمه وتلي دي.

د ښاغلي نور په وینا د رای شمېرلو ټیمونه زیات شوي څو ژر د رایو د بیا شمېرلو او څېړلو بهیر بشپړ شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې دوه سل کسیز شیفتونه ګومارلي ول.

تر پرون پوري د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته له ولایتونو څخه ۲۲ زره ۸۲۸ رایبکسونه ورسېدل او نور هیڅ صندوق پاتې نه دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي اټکل کوي چې په راتلونکو ۲۰ ورځو کې به د رایو د تفتیش بهیر بشپړ شي.

ناټو او امریکا هیله لري چې د افغانستان نوی ولسمشر د روان اګست تر پای ته رسېدو مخکې واک ترلاسه کړي او د راتلونکي سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې به د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي. د ناټو لپاره دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان قانوني ولسمشر د ویلز په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

0 thoughts on “د اصلي او جعلي رایو د معلومولو لپاره کمپیوټري سیستم جوړ شوی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *