له دريو کالو راهيسې مې د يار دربار ته، د مينې د اظهار د لارې په جوړولو کې خولې تويولې. بخت مې کوټه و. له يو داسې خوړ څخه تورې اوبه راووتې چې هېچا يې فکر نه کاوۀ. لاره، بېل او کولنګ يې يوړل او زه يې ناهيلی کېنولم.
***
نلکهٔ
ډيرې وې. دا يوه راته له دې نورو پاکه او ښه ښکاره شوه. ورته کېناستم چې اوبهٔ ترې وڅښم. ښی لاس مې ورته ونيو او په دې بل مې اوبهٔ راخوشي کولې خو نه ترې راوتې.
***
چې دا ولې؟
له سهاره کلپ ته ځم او هلته ښه غوړ چای څښم.
په يوولسو مې کورس دی، نو باید ډوډۍ بيرون وخورم.
کورس ته چې یو ساعت لاره ده، ځکه په پښو ځم چې پلی تګ روغتیا ته ښه دی.
وايي د بېګا ډوډۍ د فقير غوندې خوره، نو فقیر ته د لسو روپيو سوپ هم لږ نه دی.
که مې مصرف پنځوس وي، سل يې يادوم.
د محمد ايوب خان اڅکزی صیب خبره، دا مې د «تظاهر کرکټر» دی. هڅه کوم چې د اتاق ملګري مې د «حقیقت کرکټر» و نهٔ پيژني، هغه کرکټر چې دا هر څهٔ د لسو روپيو د سپمولو لپاره کوي.
په موږ چې نن کومې سختۍ تيريږي، پټوو يې. خو سبا پرې وياړو. چې دا ولې؟