ارګ، کابل: د قانون په چوکاټ کې سوله‌ییزې مدني مظاهرې، د ټولو وطنوالو حق دی.

له وروستۍ تروریستي پېښې وروسته یو شمېر وطنوالو د مظاهرو او د خیمو لګولو له لارې خپلې مدني غوښتنې مطرح کړې.

د ملي شورا د غړو له هڅو او د کابل ښار د بېلابېلو اقشارو د غوښتنو وروسته پرون شپه امنیتي ځواکونو د معترضینو د خیمو د راټولولو په خاطر ګام پورته کړ.

په خواشینۍ سره چې د خیمو د راټولولو پر مهال یو تن معترض خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپیان شول.

جمهوررئیس په یادې پېښې د ژورې خواشینۍ د څرګندولو تر څنګ یو ځل بیا د هېوادوالو په مدني حق، سوله ییزو مظاهرو او مدني آزادیو ټینګار کوي او مسوولانو ته یې لارښوونه کړې ده چې د پرون شپې جزئیات و ارزوي او اصلي عاملان یې له پيژندو وروسته د هېواد له نافذه قوانینو سره سم مجازات کړي.

One thought on “د اعتراض کوونکو د خیمو د ټولولو په مهال د یوه تن پر وژل کېدو د ولسمشر خواشیني”
  1. جای تاسف است که باز هم یک تبعه کشور ناخودآگاه جان شیرین خودرا بخاطر هیچ از دست داد و فامیل خودرا ماتم نشاند.
    لیکن دولت افغانستان نباید قوتهای امنیتی کشور را محکوم کند . این باعث می‌شود که در آینده قصداً در اجرای وظایف خود سهل انگاری کنند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *