شریک دسترخوان:
مشر زوی یې په د اوبو ګیلاس په زوره په ځمکه کیښود، په ږیره یې لاس تیر کړ، په لوړ غږ یې وویل: ګوره پلاره دی له ماسره په دومره لوړ غږ غږیږي ته به وایې چې زه یې زوی یم.پرون مې هم مورته وویل چې ستاسو دواړوخاطر دی، کنه ولا که په شریک دسترخوان ورسره کښینم! پلار یې سر وښوروا وویل: زویه خدای مو تر مینځ سړې اوبه توې کړه. ښځې یې وچه ډوډۍ ورمخته کړه، ده د دستر خوان پیڅکه ورټوله کړه مخ یې وګرځاوا وویل: ما ته کوټې ته راوړه، هغه ځناور به اوس بیا راشي، هسې به مې د خولې خوند ورسره بد شي. چادر یې واخیست ولاړ شو. ښځه یې له دسترخوانه کاسه او یوه وچه ډوډۍ واخیسته پسې لاړه. وړې لور یې وژړل خواښې یې ترې راونیوه او په زنګانه یې کښینوله. د کچالو ټوټه یې په خوله کې ورکړه هغې په ژړا خوله ترې کږه کړه.
کشر زوی یې د کوټې په وره کې ودرید سلام یې کړ، ماشومان ټول غلي شول، پلار یې وویل: زویه راځه! ده ځواب ورکړ: پلاره تاسو یې خورۍ، زه یو ګیلاس چای څښم لږ سر مې خوږيږي، ډوډۍ ته مې زړه نه کیږي. ښځه یې له دسترخوانه ورپاڅیده…. سپین ږیري ریږدیدلی لاس سترګو ته ونیو د څراغ له تتې رڼا یې سترګې پناه کړې، بل لاس یې کاسې ته وروړ، ښځې یې تشه کاسه ترې راکش کړه وویل: (څه په کې نشته، خدای دې لمسیان ژوندي لره تا غوندې په دمه ډوډۍ نه خوري، خلاصه یې کړه). د دسترخوان په بل سر کې د دو ماشومانو په اوبو جنګ وو!!!
د مننې خوند:
کوچني وراره مې راته ویل: د مور د ورځې لپاره خپلې مورته ډالۍ ورکوم راسره مرسته وکړه چې په رنګه کاغذ کې یې پوښ کړم. آزموینه مې وه خو نه مې غوښتل چې زړه یې مات شي، مرسته مې ورسره وکړه، په مینه مینه یې د ډالۍ پوښولو ته کتل، په پای کې یې ډالۍ په سینه پورې ونیوه پرته له دې چې مننه رانه وکړي روان شو. لږ بې نزاکته مې تر پام راغئ خو غږ مې ورته ونه کړ، له ځان سره مې وویل: اوس نه ورته وایم په یوه مناسب وخت کې به ورته ووایم چې د چا د مرستې په وړاندې ترې مننه وکړي!
لا په همدې سوچ کې وم چې له دروازې بیرته راستون شو لږ راټيټ شو او ورو یې راته وویل: کاش چې د عمه ورځ هم وی چې تاته مې هم یوه ښه ډالۍ اخیستې وی. د لومړي ځل لپاره مې د مننې رښتونې خوند حس کړ.
ښایست:
پيسې یې په جیب کې کیښودې او له بانکه راووت. د سپیلنیو لوګۍ یې تر پوزو شو، ماشوم هلک ورمخته شو د سپیلنیو په قوطي کې په پرتو سکروتو یې څو دانې نور سپیلنی ور واچول او د ځوان مخ ته یې ونیو. لږ هخوا څو تنه ځوانان له یوه موټر سره ولاړ وو د ځوان د کال دانې له داغ څخه کږه شنډه او زنې یې ولیده ټولو په یوه غږ وخندل، یوه وویل: مه یې کوئ! چې له نظره نه شي! د ځوان ورته پام شو رنګ یې سور واوښت د سپیلني ولا هلک په لور یې لاس وراچاوه وویل: لرې کړه دا بد بویه بلا! ماشوم ځان په څټ کړ، د ځوان ګوتې یې د کمیس د مخې په جیب کې بندې شوې جیب یې څيرې شو او یو کاغذ ترې ولوید هلک په ویجاړه خوله وویل: څه کوې؟ د مور نسخه مې دې څيرې کړه. ځوان په وتلو سترګو ماشوم ته کتل، ورټيټ شو کاغذ یې واخیست. رښتیا هم د ډاکټر نسخه ښکاریده په هغې کې لیکلې نیټه ته یې پام شو د دوو ورځو مخکې نیټه پرې لیکل شوې وه. په خپلو کړو پيښمانه شو زړه نا زړه جیب ته لاس کړ اخیستې تنخوا یې درې برخې کړه یوه برخه یې ترې رابیله کړه او ماشوم ته یې ونیوه. هلک په ناباورۍ لاس وراوږد کړ پیسې یې واخیستې. ځوان د بانک د کړکۍ په لور وکتل په شیشه کې یې ځان ولید خپله څيره ورته بې عیبه، نوراني او ښکلې ښکاره شوه. ماشوم هلک د سپیلنیو قوطی وڅرخاوا د ځوان شاوخوا د سپیلنیو لوګي ونیوله!!
حسادت:
ټول د میلمنو په کوټه کې ناست و. دا راغله، له دروازې یې اشاره راته وکړه. ورغلم ورو یې راته وویل: راځه زه مې خپل کالي درښکاره کړم.
ورسره د هغې کوټې ته لاړم. د صندوق سر یې خلاص کړ لکه رنګین بازار داسې ښکاریدا، رنګه رنګه ټیکري، جامې، تیز بویه عطرونه، یوه آیینه، د سیګار نور شیان، په یوه ګوښه کې یې په سره دسمال کې یو څه نغښتي وو لاس یې ورتیر کړ، راوی خستل په لمن کې یې کیښودل. څو جوړه جامې یې خلاصې کړې په څان پورې یې ونیوې بیرته مو سره قات کړې، په صندوق کې یې کیښودې. اخر نوبت شال ته ورورسید هغه یې واخیست په سر یې کړ، شاوخوا یې ځان ته وکتل بیرته یې لرې کړ سوړ اوسیلی یې وکیښ بیرت یې قات کړ. پوه شوم چې خفه شوه ورته ومې ویل: بختورې دومره ښایسته جامې دې دي. دا هر یوه یې څومره بیه لري بیچاره مجبور دی چې مسافري وکړي کنه داسې ښایسته جامې به څنګه درته واخلي؟ دوې درې اوښکې یې مړې مړې راتوې شوې په شال یې لاس را تیر کړ ورو یې وویل: د واده په دوهمه میاشت رانه تللی، دا یې دریم کال دی، کالي به څه کړم په بکس کې وراسته شول!
له لمنې یې د سره دسمال غوټه راواخیسته خلاصه یې کړه د میړه عکس و، په خپلو خبرو پښيمانه ښکاره شوه. وویل: دی هم ځوریږي داسې ډنګر شوی. له دوو تنو میرمنو سره په یوه شنه ځای کې ولاړ وو په کټاره یې تکیه کړې وه د پيپسي قوطي یې په لاسونو کې وو. عکس یې راته ونیو ویل یې دا یې د کار د مشر لورانې دي. په تلیفون کې یې ویل: هر مازدیګر یې په چکر بیایم. حسادت یې له اوښکو سره ګډ په سترګو کې ځلیدا!!