۵۱
کوم یو
لکه یو څوک چې راپسې وي. نه پوهېدم څوک او ولې؟ وډاره شوم. زړه مې ویل ودرېږم. شاته وګورم. خو عقل راته ویل چټک ګامونه واخلم. پښې مې بې سېکه شوې. لکه په خوب کې چې څوک تښتي او پښې ورسره ملګرتیا نه کوي. شاته مې وکتل. یوه هلک راته کتل. زما په لور راغی. زه ودرېدم. مخامخ مې ورته کتل. هلک رانژدې شو. څنګ ته مې ودرېد. یو کاغذ یې راته ونیوه. ترې وامې خیست. په منډه لاړ. په کاغذ کې یې لیکلي و:
– که ملالۍ راسره خبرې ونه کړې زه ځان وژنم.
هلک خپل نوم نه و لیکلی. ملالۍ مې ټولګيواله وه. هغه چې مې خبره کړه ویل یې کوم یو و؟
۵۲
سیرت او صورت
وراره ته مې د واده خبرې کېدې. له ما سره یې تر نورو ازادې خبرې کولې، راته ویې ویل:
– ترورې! په خپلو خپلوانو کې یې نه غواړم.
د ګاونډۍ لوڼې یې نه وې خوښې، پخوانۍ ټولګيوالې یې ښې نه بللې. سړی په چا مین نه و. شرایط مې وپوښتل، شروع یې وکړه:
– چې په سیرت او صورت ښکلې وي، د مور و پلار درناوی وکړي، تا سره ښه وي ….
د واده په پنځمه میاشت یې کور جلا کړ. دوه کاله وروسته یې د بل واده غوښتنه لرله، راته ویل یې:
– چې په سیرت او صورت ښکلې وي ….
۵۳
خوښي
معاش یې زیات شوی، کار یې ستایل شوی، خورا خوښ دی. راته ویې ویل چې رستورانت ته مې بیايي. په نوي ښار کې یې رستورانت وموند. له نورو خلکو بېل ځای و. مخامخ راته کښېناست. یوه لور ته دېوال و بل لور ته لاره ګۍ وه. پړونی مې لږ له سره وښوېد. تندی یې تریو شو:
– پټ کړه، سر پټ کړه.
پړونی مې په سیخ په وبښتو پورې بند کړ. د یوه ماشوم غږ مې واورېد. هغه لور مې سترګې واړولې، غوسه شو:
– مه ګوره پردو سړو ته مه ګوره.
لاندې مې وکتل. ډوډۍ راغله. مړه غوندې شوم. لږ مې وخوړه. کور ته چې لاړو په قهر و. ویل یې زه یې په خوښۍ نه خوشالېږم.
۵۴
مرکه
خبریال د مرکې بلنه راکړه. تر ده پورې مې د هو او نه ځواب وځنډاوه. دی راغی. ورته ومې ویل. خوشاله شو. ویل یې څه به وایم. ما ویل خبرې ډيرې شته، یوازې ستا اجازه غواړم. ویې منله. په مخ مې ښکل کړ. مینه مې پرې لا زیاته شوه. مرکه مې وکړه. خبرې مې د خلکو خوښې شوې. زنګونه راغلل. پردو په فیسبوک وستایلم. د نورو مرکو بلنې راغلې. خپلوانو وهڅولم چې ویې کړم. ده زما په ځای ځواب ورکړ:
– زه یې هڅوم چې ورشي، خو دا د دې خبرو شوقي نه ده، او یا به منتظره یې چې بیا یې زه سر ورخلاص کړم او دا خبرې وکړي.
ټولو وخندل. زه هم موسکۍ شوم. د مرکو بلنې مې رد کړې.
۵۵
احتیاط
په چايو پسې تللې وم. دې په همدې موده کې له دستکوله د سینګار سامان را ایستلی و. زه چې په خونه ورننوتم دې هینداره مخ ته نیولې وه. وروځې یې کتلې. پیاله مې ورته ډکه کړه. ومې پوښتله:
– ښه نو، څه چې ته وویل داسې ښکاري چې ستا هم خوښه وه.
د سینګار شیان یې ټول کړل، د دستکول زنځیر یې وتاړه. په ځای کې وښورېده. پياله یې ورپورته کړه، په ناز ناز یې ځواب راکړ:
– زه خو نو وړه وم، دغه شل کلنه به وم، دی خو نو هوښیار سړی و، احتیاط به یې کړی و.
۵۶
انصاف
– درته وایم مه یې را یادوه، فاحشه ده.
تندي کې یې نورې ګونځې هم پيدا شوې. پوه شوم خبرې ورسره مانا نه لري.موبایل ته مې وکتل. پيغام یې راغلی و:
– ستړې یم، ذهنآ او روحآ ستړې یم، دا خلک مې نه پرېږدي.
خدای مې یاد کړ. جرئت مې نه پوهیږم له کومه کړ. ورته ومې ویل:
– له چا سره دې سر په سر لیدلې ده؟
سړي داسې راته وکتل لکه اپلته چې مې ویلې وي. غلی شو. لکه چې زما پوښتنه د ځواب وړ نه وه. پورته شو. ما دې ته زنګ وواهه. زنګ ورته خو تیلې فون یې نه اخیست.
یوه میاشت وروسته ده چای څښه، له ماشومانو سره یې لوبې کولې، وریاده مې کړه. لکه تېر هېر یادونه. یوه شېبه یې فکر وکړ، بیا یې ورو ووویل:
– خدای دې خلکو ته انصاف ورکړي، هر هر څه وايي.
۵۷
اورېدل
غرمه وه چې د کور له پاکولو خلاصه شوم. دا څو ورځې مو د کړکۍ شیشه ماته شوې وه. ولاړم نوې شیشه مې ورته راوړه. خپله مې کېښوده. خوند یې راکړ. فکر مې وکړ لويه توره مې کړې ده. ده ته مې زنګ وواهه. د سلام ځواب یې سوړ و. فکر مې وکړ بوخت دی. ټینګار مې وکړ چې که بوخت وي بیا به خبرې وکړو. ویل یې نه خبرې کولی شي. د شیشې مې ورته وویل. لکه هیڅ چې نه وي شوي. یا یې خبره نه وي اورېدلې. ویل یې نور څه حال دی. زړه مې وخوږېد. بیا مې ورته وویل. دا ځل یې غږ لوړ شو. د ټیلې فون تر اېښودو وړاندې یې وویل:
– وامې ورېدې، یوه خبره شل وارې ولې کوې؟
۵۸
تړاو
فیسبوک مې په خپل نوم نه دی. باوري وم چې نه مې پېژني. بلنه یې راولېږله. ومې نه منله. څو وخته وروسته یې بیا راولیږله. ځان مې ناګاره کړ. پيغام یې راته ولیکه. ستایلې یې وم. لیکنه یې درنه وه. خوښ مې شو. خو بیا مې هم نه ځواب ورکړ او نه مې یې د ملګرتیا بلنه ومنله. دویم او دریم پیغام مې یې هم ځواب نه کړ. په څلورم پيغام کې یې ښکنځلې راته وکړې. خندا راغله. په سبا یې زموږ کور ته راغی. سپين کالي یې اغوستي و. کتابونه هم ورسره وو. په بحثونو کې یې د فیسبوک شکایت وکړ. ویل یې:
– نور خلک له فیسبوکه ښه ګټه اخلي، زه په کې له نجونو په عذاب یم، پرله پسې د ملګرتیا بلنې راکوي، اوس په دې نه پوهیږي چې زما یې ورسره څه؟
۵۹
خوب
پشلمي ته تر نورو مخته راوېښه شوم. خوب زنګولم. نور ویده وو. ډوډۍ مې تیاره کړه، چای مې دم کړ ټول مې ورته راوېښ کړل. په پټه خوله ټولو پشلمی وکړ. د سهار لمونځ وشو. ټول بیرته ویده شول. ما لوښې پرېولل. ماشومانو ته مې د سهار چای جوړ کړ. مازدیګر مې روژه ماتی جوړاوه. سر راباندې ګرځېده. دی له کاره وخته راغلی و. ویده و. د ماشومانو په شور یې سترګې خلاصې شوې. روژه ماتې ته لږ وخت پاتې و. غوسه شو. ماشومانو منډې کړې.
ډوډۍ کې مالګه کمه وه. قاب یې پورې واهه. له ځایه پورته شو. ماخوستن یې په راتلو راوېښه شوم. راته ویل یې:
– خوب ته یې پيدا کړې یې؟
– ——-
۶۰
کیسه
د ماسپښین لمونځ یې خلاص کړ. کړکۍ ته نژدې کښېناسته. ویل یې ګرمي ده. دباندې مې اوبه وپاشلې ما ویل هوا ماته کړي. کیسه یې بیا شروع کړه:
– ټول یې وایي، که څه خبره نه وي نو ولې به یې هر څوک وايي.
زړه ته مې نه لوېده. د اب او عزت سړی و، نجلۍ هم داسې نه وه چې په سړو پسې دې مړه وي. دې نه منله. راته غوسه شوه چې ولې یې دفاع کوم. غلې شوم. دا هم چوپ شوه. یوه شېبه وروسته یې وویل:
– رښتیا درواغ یې څه کوې، په دې کیسه یې روژه ښه لنډيږي.
په کټ کټ یې وخندل. ورته موسکۍ شوم. هغه نجلۍ او هلک مې سترګو ته ودرېدل.