د مطالعې د ارزښت او اهمیت په اړه ډېر خلک خبرې کوي.(په ښوونځي او پوهنتون کې ښوونکي، په کور او کلي کې مشران، په ټولنیزو رسنیو کې ملګري او …) خو، د مطالعې د لارو چارو یا میتودونو په اړه لږ خلک خبرې/سپارښتنې لري. که لږ یې ساده ووایم، ټول خلک همدا وايي مطالعه اړینه ده او ډېرې ګټې لري خو دا نه وايي چې څه ډؤل مطالعه وکړئ؟
دا هغه پوښتنه وه چې زه یې لاندې کرښو تورولو ته وهڅولم. په دې لیکنه کې ما هڅه کړې تر څو یادې پوښتنې ته د خپلو تجربو او مشاهدو په اساس ځواب ووایم.

– لۀ هرڅه وړاندې د مطالعې لپاره ارامه او مناسبه ځای وټاکئ ځکه چې چاپیریال په مطالعې ژور اغېز لري.
– په لوړ غږ یا حد اقل د شوڼډو په ښوروَلو کتاب ولولئ، دا کار تاسې سره مرسته کوي تر څو ډېر څۀ مو په یاد پاتي شي.
– ستونزمنې جملې څو ځله تکرار کړئ، نا اشنا لغتونه او اصطلاحات نوټ او مانا/مفهوم یې پیدا کړئ. دې موخې لپاره ګوګل او ډیکشنري کارولی شئ.
– د مطالعې په جریان کې لنډه وقفه واخلئ، ځکه مسلسله مطالعه ستړې کوونکې تمامیږي.
– د مطالعې پر مهال پنسل ځان سره ولرئ، په کتاب کې هغه موارد چې تاسو ته یې حفظ کؤل اړین بريښي، په نښه کړئ، د کتاب لۀ لوستلو وروسته؛ په نښه شوي موارد کتابچې ته نقل کړئ.
– هغوئ چې له مطالعې سره نوي دي، هڅه دې نه کوي چې یو کتاب په یوه یا دوه ورځو کې ولولي، ښه دا ده چې ورو ورو له مطالعې سره ځان عادت کړي. داسې کسان دې د مطالعې د پیل لپاره مجلې، ناولونه یا هغه کتابونه چې د مقالو ټولګې دي (لکه د اسدالله غضنفر کلتور او ټولنه) انتخاب کړي.
– که مو د داسې کتاب لوستل پیل کړل چې محتوا یې تاسې ته په زړه پورې نه وي، نیمايي کې یې پریږدئ. کۀ د دلچسپي نلرلو سره سره بیاهم لوستلو ته دوام ورکړئ؛ هيڅ به ترې زده نکړئ او هسې به مو خپل وخت ضایع کړی وي.
– هغه څه ولولئ چې مینه ورسره لرئ.
– د موبایل په څېر؛ کتاب هم ځان سره وګرځوئ.
– که کولای شئ هم مهاله څو کتابونه ولولئ، مثلاً کور کې یو کتاب او دفتر کې بل(ممکن دا ستراتیژي د هر چا لپاره ګټؤره وه نه اوسي، مګر ما کارولې او ګټوره راته تمامه شوې)
– هڅه وکړئ کوم څۀ چې مطالعه کوئ له خلکو سره پرې بحثونه وکړئ، د بحث لپاره تر ټولو ښه وسیله فیسبوک دی. دا کړنه ډېرې ګټې لري، یؤ خو به ستاسو لپاره ښۀ تمرین شي، له بلې خوا به مو کتاب او د مطالعې دود عامولو ته کمپاین کړی وي.
– د ستړیا یا نارامتیا پر وخت کتاب مه لولئ.
– هڅه وکړئ د مطالعې لپاره یو مناسب او ځانګړی وخت وټاکئ، ټاکل شوي وخت ته په ورځني تقسیم اوقات کې ځای ورکړئ او هره ورځ یې عملي کړئ. مثلاً سهار ۶ بجو څخه تر ۷ بجو، یا د شپې ۹ څخه تر ۱۰ بجو.
که غواړئ، ځان، ټولنې، هېواد او نړۍ ته خدمت وکړئ، نو کتاب ولولئ!